![]() |
![]() |
||||
خبرنگاران و نهاد های محترم رسانه ای ! اخیرآ جمعی از خبرنگاران ، نمانیدگان نهاد های رسانه ای و استادان ژورنالیزم و حقوق به منظور نهادینه کردن کار های رسانه ای مسودهء را تحت عنوان (اصول اخلاقی خبرنگاران و رسانه های افغاانستان ) تهیه و ترتیب نموده اند تا خبرنگاران در جریان کار مسلکی خویش آنرا در نظر بگیرند. در تهیه و ترتیب اصول اخلاقی ژورنالیستان و رسانه های افغانستان از تجارب کشور های منطقه و جهان با در نطرداشت شرایط و اوضاع افغانستان استفاده صورت گرفته است ، اما به منظور غنا مندی آن، از تمام خبرنگاران و فعالین رسانه ای تقاضا میشود تا نظریات شان را از طریق نشانی نامهء برقی یا ایمیل آدرس coe.afg@gmail.com به ما ارسال نموده و یا هم به صورت مکالمه ای به شمارهء تلفون همراه0700298637 در تماس شوند. گروه تهیه کننده : O استاد نصر الله استانکزی O استاد منیژه باختری O آژانس خبری پژواک O روزنامه 8 صبح O موسسهء نی حمایت کنندهء رسانه های آزاد افغانستان O موسسهء انترنیوز O انجمن رادیو های آزاد فغانستان O سعید حقیقی (بی بی سی) خبرنگاران و نهاد های محترم رسانه ای می توانند تا تأریخ 15 اسد سال روان مطابق 5 اگست 2008 نظرات شان را به صورت نوشتاری از طریق ایمل آدرس فوق و یا هم بصورت شفاهی با ما درمیان بگذارند. مقدمه اخلاق یکی از منابع قانون در جامعه است و شیوه های برخورد و ارتباط مردم را با همدیگر شکل می دهد. اخلاق در تمامی علوم و رشته ها یکی از مباحث اساسی است. در خبرنگاری نیز رعایت اخلاق حرفه یی، شرافت حرفه یی خبرنگاران را تضمین می کند و جوهر کار حرفه یی هر خبرنگار متعهد را تشکیل می دهد. خبرنگاران بدون در نظر داشت اخلاق حرفه یی در خبرنگاری نمی توانند اعتماد و اطمینان مخاطبین را جلب کنند و با اعتبار رسانه ها در جامعه بیافزایند. داشتن متن مکبوب اصول اخلاقی برای خبرنگاران یکی از نیاز های عمدهء عصر امروز است. نهاد های بین المللی، ملی و صنفی خبرنگاری از سال 1920 میلادی بدینسو در سراسر جهان به ساختن چنین اصولی دست یازیده و صد ها سند ملی و بین المللی را دراین راستا به میان آورده اند. دراین جمع، اصول بین المللی اخلاق حرفه یی در خبرنگاری مصوب 1983 میلادی در پاریس مورد تائید غالب خبرنگاران است و به عنوان آبشخور فکری اصول اخلاقی شناخته می شود. با اینکه اخلاق در هر جامعه یی با توجه به ساختار های اقتصادی، سیاسی و اجتماعی، فرهنگی، سنتی و دینی آن به صورت متفاوت و نا همگون مطرح می گردد، با این هم در تمامی اصول اخلاقی حرفه یی پایه ها و ارزش های همسان مطرح گردیده اند که توافق نظر نسبت به آن وجود دارد و نشان می دهد که اخلاق حرفه یی ارزش های همگونی را در سراسر جهان دنبال می کند. اصول اخلاقی خبرنگاران و رسانه های افغانستان به منظور رهنمایی و تشویق خبرنگاران به ارج گذاشتن به ارزش های اخلاقی حرفه یی که در جریان کار هر خبرنگاری با آن روبرو می گردد، تهیه گردیده است. دراین اصول با در نظرداشت معیار های بین المللی حرفه یی، مسائل ویژهء فرهنگ خودی وباور های جامعهء افغانستان را مطرح می سازد و خبرنگاران را در چگونگی برخورد آنان با افراد و رویداد ها رهنمایی می کند. این اصول ضمانت اجرایی ندارد، تنها وجدان و تعهد خبرنگار او را ملزم به اجرای آن می کند و خبرنگاران با در نظرداشت و جدان فردی آن را به منصهء اجرا می گذارند. 1. ژورنالیست، در فرایند کار حرفه یی خود از اعمال تبعیض نژادی، مذهبی، جنسی، قومی، زبانی و فرهنگی می پرهیزد. 2. ژورنالیست، در کار حرفه یی و بازتاب حقایق دقت به خرچ می دهد و از تحریف، بد نام سازی، اتهامات بی اساس،تهدید، افترا، شایعه پراگنی و مخفی نگهداشتن حقایق به صورت عمدی جلوگیری می کند. 3. ژورنالیست، به حق دسترسی مردم به معلومات و اطلاعات، برای دریافت یک تصویر جامع و دقیق از واقعیت های عینی، احترام می گذارد و تحقق آن را جزیی از مسؤولیت های اجتماعی خود می داند. 4. ژورنالیست، احترام به کرامت انسانی، تنوع فرهنگی و ارزش های قبول شدة جهانی را به منظور رشد فرهنگ انسانی جز اخلاق حرفه یی خود میداند و نسبت به عموم حسن نیت دارد. 5. ژورنالیست، محو جنگ، نفرت، خشونت، بی باوری، فقر زدایی و انواع جهل و سایر بیماری های اجتماعی مسؤولیت دارد و در فرایند کار حرفه یی خود به آن توجه می کند. 6. ژورنالیست، منافع ملی را در مطابقت با اسناد تقنینی نافذ، در کار های حرفه یی اش در نظر می گیرد. 7. .ژورنالیست، توازن، بی طرفی و انصاف را در کارهای حرفه یی اش رعایت می کند. 8. ژورنالیست، هیچ گونه فشاری را از جانب مقامات دولتی و غیر دولتی نه پذیرفته و خود سانسوری نمی کند. 9. ژورنالیست، نام منابعی را که نمی خواهند افشا شوند، محرم نگاه می دارد و هم چنان از نشر مطالب با استناد بر منابع غیر موثق جلوگیری می کند. اطلاعاتی که به شرط محرمانه بودن برای ژورنالیست داده شده اند، نباید چاپ و یا پخش شوند مگر اینکه نشر و پحش آن برای منافع جامعه ضروری باشد. 10. ژورنالیست، به خاطر پخش یا نشر و یا عدم پخش و نشر به گرفتن هدیه و رشوت نمی پردازد. 11. ژورنالیست، درهنگام مصاحبه، با مصاحبه شونده برخورد مودبانه می داشته باشد و هیچگاهی با استهزاء و تمسخربا دیگران رفتار نمی کند. 12. ژورنالیست، در صورتی که مرتکب خطاء ویا اشتباهی می شود و به آن پی می برد باید از راه های ممکن و به زودترین فرصت دست به تصحیح آن بزند. 13. ژورنالیست، از آزادی بیان به منظور توهین، تحقیر ، دشنام ، تهمت وافترأ به دیگران استفاده نمی کند. 14. ژورنالیست، به حقوق معنوی دیگران احترام می گذارد و طور ویژه از سرقت ادبی می پرهیزد. 15. ژورنالیست، به حریم خصوصی افراد احترام می گذارد و اسرار خصوص آنان را افشا نمی کند. 16. هویت رسانه ها باید شفاف باشد و از نام و ارزش های رسانه یی سوء استفاده نشود. 17. رسانه ها به اساس مسؤولیت اجتماعی به نشر و پخش برنامه های آموزشی می بپردازند. 18. اعلان ها و آگهی ها طوری ارائه شوند که جای هیچ شک و شبههء درمورد طبیعت حقیقی آنها وجود نداشته باشد. 19. اجراء و در نظر گرفتن مسؤولیت های اخلاقیی که در فرایند کار ژورنالیستیکی مطرح است به خود ژورنالیستان بر می گردد. این اصول نباید هیچ گونه زمینه یی را برای مداخلة دولت به وجود آورد. /////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////// درنو خبريالانو او درسنيو ښاغليو استازو ! په دې وروستيو کې يو شمېر خبريالانو ، درسنيو دبنسټونو استازيو اود ژورناليزم او حقوقو استادانو،ددې لپاره چې درسنيو کار بنسټيز شي ، د ( د افغانستان د خبريالانو او رسنيو اخلاقي اصول ) ترنامه لاندې يوه مسوده چمتو کړې ده ، ترڅو يې خبريالان د خپلو مسلکي کارونو په لړ کې په پام کې ونيسي . د افغانستان د ژورناليستانو او رسنيو د اخلاقي اصولو په چمتو کولو کې د افغانستان د شرايطو او حالاتو په پام کې نيولو سره دسيمې هېوادونو او نړۍ له تجربو څخه ګټه اخيستل شوېده ، خو ددې مسودې د لا بډاينې په موخه له ټولو خبريالانو او د رسنيو له چارواکيو څخه هيله کېږي ترڅو خپل نظرونه د coe.afg@gmail.com بريښناليک له لارې موږ ته راولېږي او يا هم د نېغ په نېغه خبرو لپاره له 0700-298637 شمېرې ټيلفون سره اړيکه ونيسي . چمتو کوونکې ډله : • استاد نصرالله ستانکزى • استاده منيژه باختري • پژواک خبري اژنس • د ٨صبح ورځپاڼه • د افغانستان د رسنيو ملاتړې اداره ( نى ) • دانټرنيوز مؤسسه • ښاغلى سعيد حقيقي ( بي بي سي ) درانه خبريالان او درسنيو ادارې کولى شي خپل نظرونه دروان کال د زمري تر ١٥مې پورې ، چې د ٢٠٠٨ کال د اګسټ دمياشتې له ٥مې سره سمون خوري، په ليکلي ډول د برېښنا ليک او يا هم نېغ په نېغه له موږ سره شريک کړي . سريزه اخلاق په ټولنه کې د قانون يوه سرچينه ده ، د خلکو د چلند او اړيکو لارې له يو بل سره جوړوي او ورته بڼه ورکوي. اخلاق په ټولو علومو او څانګو کې يو بنسټيز بحث دى. په خبريالۍ کې هم د کاري اخلاقو مراعاتول د خبريالانو د دندې کاري شرافت تضمينوي او د هر ژمن خبريال د دندې جوهر جوړوي. خبريالان د خپلو دندو پر مهال د کاري اخلاقو له په پام کې نيولو پرته ،نشي کولى ، چې د خپلو مخاطبينو اعتماد او ډاډ ترلاسه کړي او په ټولنه کې د رسنيو اعتبار زيات کړي. داخلاقي اصولو د واضح متن درلودل، په اوسني عصر کې د خبريالانو له مهمو اړتياوو څخه شمېرل کېږي. د ١٩٢٠ زېږيديز کال هيسې د خبريالانو نړيوالوو بنسټونو، ملي او صنفي ټولنو په ټوله نړۍ کې د دا ډول اصولو په جوړولو لاس پورې کړى دى او په سلګونه ملي او نړيوال سندونه يې په دې برخه کې چمتو کړي دي. په دې لړ کې د خبريالانو د کاري اخلاقو نړيوال اصول ،چې په ١٩٨٣ زېږديز کال کې په پاريس کې تصويب شول، د زياترو خبريالانو لخوا يې پخلى کېږي او د اخلاقي اصولو د فکري موخې په توګه پېژندل کېږي. که څه هم اخلاق په هرې ټولنې کې د اقتصادي، سياسي، ټولنيز، کولتوري، دوديز او ديني جوړښتونو په پام کې نيولو سره په بېلا بېله توګه وړاندې کېږي، خو بيا هم په ټولو کاري او اخلاقي اصولو کې بنسټونه او ارزښتونه يو شان وړاندې شوي دي ،چې په وړاندې يې د نظر يوالى شتون لري او ښيي چې کاري اخلاق په ټوله نړۍ کې يو شان ارزښتونه تعقيبوي. د افغانستان د خبريالانو او رسنيو اخلاقي اصول د خبريالانو د لارښوونې او هڅونې په موخه او د کاري اخلاقو د ارزښتونو لپاره درناوى ،چې هر خبريال د خپلې دندې پر مهال ورسره مخ کېږي، چمتو شوي دي. په دغو اصولو کې د نړيوالو معيارونو په پام کې نيولو سره د افغانستان د ټولنې باورونه او د خپل کولتور په اړه ځانګړي مسايل وړاندې کوي او خبريالانو ته له خلکو او پېښو سره د چلند په اړه لارښوونه ورکوي. دغه اصول اجرايي ضمانت نلري، يواځې وجدان او د خبريال ژمنه هغه دې ته اړ باسي، چې دغه اصول ترسره کړي او خبريالان د وګړنيز وجدان په پام کې نيولو سره دغه اصول اجرا کوي. ١- خبريال، د خپلې دندې پر مهال له هر ډول نژادي، مذهبي، جنسي، قومي، ژبني او کولتوري تبعيض څخه ډډه کوي. ٢- خبريال، د خپلې دندې او حقايقو د انعکاس ورکولو پر مهال له دقت څخه کار اخلي او له بدنامولو، بې ځايه تورونو، ګواښنې، افترا، د اوازو خپرول او د حقايقو له پټ ساتلو څخه په کلکه مخنيوى کوي. ٣-خبريال، معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي حق ته درناوى کوي ،ترڅو هغوى له ښکاره واقعيتونو څخه يو دقيق او هر اړخيز انځور ترلاسه کړي او د هغه پلي کول د خپلو ټولنيزو مسووليتونو يوه برخه ګڼي. ٤-خبريال، انساني کرامت ته درناوى، کولتوري تنوع او منل شوي نړيوال ارزښتونه د انساني کولتور د پراختيا په موخه د خپلو کاري اخلاقو يوه برخه ګڼي او ټولو ته ښه نيت لري. ٥- خبريال، له جګړې،کرکې، تاوتريخوالي، بي باورۍ، فقر، هر ډول جهل او د نورو ټولنيزو ناروغيو په له منځه وړلو کې مسووليت لري او د خپلې دندې پر مهال ورته پاملرنه کوي. ٦-خبريال، د خپلې دندې پر مهال له نافذه تفنيني اسنادو سره په مطابقت کې ملي ګټې په پام کې نيسي. ٧- خبريال، د خپلې دندې پر مهال انډول، نا پييلتوب او انصاف رعايتوي. ٨-خبريال ، د دولتي او يا نادولتي چارواکيو لخوا هيڅ ډول فشار نه مني او خود سانسوري هم نکوي. ٩- خبريال، د هغو سرچينو نومونه ،چې نه غواړي افشا شي، محرم ساتي او همدارنګه د نا باوري سرچينو پر استناد د مطالبو له خپرولو څخه ډډه کوي. هغه معلومات بايد چاپ يا خپاره نشي کوم ،چې د محرم ساتلو په شرط خبريال ته ورکول کېږي،مګر که خپرول يا چاپول يې د ټولنې د ګټو لپاره اړين وي . ١٠- خبريال، د چاپ ،خپرولو او يا هم د نه خپرولو په خاطر بډې او ډالۍ نه مني. ١١- خبريال، د مرکې پر مهال له هغه چاسره چې مرکه ورسره کېږي په ادب چلند کوي او هيڅکله له نورو سره له استهزا او تمسخر نه ډک چلند نه کوي. ١٢- خبريال ، کله چې خطا او يا تېروتنه کوي او په اړه يې پوهـ شي، بايد هغه ژرترژره له ممکنه لارو تصحيح کړي. ١٣- خبريال، د بيان له ازادۍ څخه د نورو د توهين، سپکاوي، تورنولو او افترا لپاره ګټه نه اخلي. ١٤- خبريال، د نورو معنوي حقونو ته درناوى کوي او په ځانګړې توګه له ادبي غلا څخه ډډه کوي. ١٥- خبريال، د خلکو خصوصي حريم ته درناوى کوي او د هغوى اسرار نه افشا کوي. ١٦- د رسنيو هويت بايد روڼ وي ، د رسنيو له نوم او ارزښتونو څخه بايد ناوړه ګټه وانه خيستل شي. ١٧- رسنۍ د ټولنيز مسووليت پر بنسټ، د روزنيزو پروګرامونو په خپرولو لاس پورې کوي. ١٨- اعلانونه او خبرتياوې بايد داسې وړاندې شي، چې د هغوى د حقيقي طبيعت په اړه د شک هيڅ ځاى شتون ونلري. ١٩- د اخلاقي مسووليتونو ترسره کول او په پام کې نيول، چې د خبريالۍ د دندې پر مهال وړاندې کېږي، په خبريال پورې تړاو لري. دغه اصول بايد د دولت د لاس وهنې لپاره هيڅ ډول لاره برابره نکړي. |
