اداری خبرداری ښه دی ولی حکومت باید قانون په بشپړه توګه  تطبیق کړی

تبصره نشته
اداری خبرداری ښه دی ولی حکومت باید قانون په بشپړه توګه  تطبیق کړی

وروسته لدی چی دغزنی په ولایت کی دوه خبریالان دملی امنیت دیو کارکونکی له لوری ووهل شول دملی امنیت مسوولینو درسنیو دڅار دفتر ته وویل دا موضوع دغزنی دملی امنیت  په منځګړیتوب او دامنیت دکارکونکی په بخښنی غوښتلو سره حل شوه او کوم کارمند چی خبریال ته سپکاوی کړی دی نیول شوی او اداری جزا به ورکړل شی .

دیک تلویزیون خبریال محمد فیصل نوید  او دباختر آژانس خبریال جمشید احمدی دغزنی په ولایت کی  د ملی امنیت دمامورینو له لوری وهل شوی دی اوسپکاوی ورته شوی دی .دا دوو خبریالانو دنی درسنیو څار دفتر ته ویلی دی کله چی هغوی د واکسین د پروګرام دخبری پوښش په موخه دعامی روغتیا ریاست ته تللی وه و دملی امنیت مامورینو  دیک تلویزیون خبریال محمد فیصل نوید  او دباختر آژانس خبریال جمشید احمدی سره دسپکاوی ډک چلند کړی او هم یی هغوی وهلی دی .

دنی دفتر نی ددی ترڅنګ دملی امنیت دمسوولینو ددی اقدام څخه چی  دخپل دکارمند یی نیولی او هم هغه ته به اداری جزا یا خبرداری ورکړل شی هرکلی کوی  دحکومتی بنسټونو په تیره بیا دملی امنیت څخه غوښتنه کوی چی قانون باید په بشپړه توګه پر سرغړونکو باندی تطبیق شی ترڅو په راتلونکی  کی دخبریالانو پر وړاندی دتاوتریخوالی او هم دهغوی پر وړاندی د قانون دپښو کولو شاهدان په تولنه کی ونه اوسو  .

 

 

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK