حکومت باید د گلبدین حکمت‌یار دغیر مسوولانه خبرو مخه ونیسی

تبصره نشته
حکومت باید د گلبدین حکمت‌یار دغیر مسوولانه خبرو مخه ونیسی

   گلبدین حکمت‌یار، د افغانستان داسلامی ګوند مشر، په کومه  غونډه کی چی  د جمعی په ورځ دخپلو پلویانو سره درلوده ، یو ځل یی بیا رسنیو ته سپکاوی کړی او یو شمیر رسنۍ یی  «دپردیو خدمت کونکی او هغه رسنۍ یی دده پر ځان زیان رسولو یوه وسیله بللی  ده » او وایی  چی نوموړو رسنیو  دده ددوورځو مخکی خبری یی د ا«فغانستان جګړه یی  قومی » بللی او دهغه خبره ته یی تغییر ورکړی ..

ښاغلی حکمتیار خپلو پلویانو ته ویلی دی : «دا رسنۍ یا ستاسو دښمنانو په لاس کی دی  او یاهم ستاسو د رقیبانو یا حریفانو په لاس کی دی او دا وګوری چی ستاسو صیح خبره هم په څرګند ډول غلط تعبیروی »  .

دا په داسی حال کی ده چی دافغانستان رسنۍ دافغانستان داساسی قانون  د ۳۴ مادی پر اساس جوړ شوی او فعالیت کوی. دښاغلی حکمتیار دا غیر مسوولانه خبری ددی ملی ارزشتونو په وړاندی؛ غیر قانونی دی او د عدلی و قضایی دڅارنی سبب ګرزی.

دنی ددفتر رییس عبدالمجیب خلوتگر، په یوه بیانیه‌ کی پدی باره کی وایی :« هرکله چی رسنۍ اویا خبریالان دهغه دنن ورځی دخبرو موخه وګرزی  ښاغلی حکمتیار به د هغه ځواب ویونکی وی »

مخکی لدی هم د افغانستان رسنۍ د گلبدین حکمت‌یار دسپکاوی لاندی راغلی دی. ددی کال دغویی په میاشته کی کله چی ، ښاغلی گلبدین حکمت‌یار کابل  ته راغی ، خپلو پلویانو ته په یو بیانیه کی رسنی «لعین او شریر» وبلل.

نی دافغانستان  دآزادو رسنیو ملاتړ اداره، دملی یووالی د حکومت څخه غوښتنه کوی تر څو دهیواد داساسی قانون څخه په جدی ډول ساتنه وکړی او هیچا ته دا اجازه ورنکړی چی د بدو کلمو څخه په استفادی سره د هیواد رسنیو ته ګواښ وکړی او دافغانستان دخلکو ډیر غټه لاس ته راوړنه اغیزمنه کړی .

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK