حکومت دفراه ولایت کی دخبریالانو دامنیت او ځان  مسؤل دی

تبصره نشته
حکومت دفراه ولایت کی دخبریالانو دامنیت او ځان  مسؤل دی

د فراه په ښار کی ، خبریالان او رسنیز کارکونکی دخپل ځان او کورنۍ په اندیښنه کی دی  او په مکرره  ډول دنی د رسنیو دڅار دفتر سره په اړیکه کی دخپل ځان او کورنی دساتنی غوښتنه کوی .

دطالبان په ډلیزی بریدونو کی  چی دتیری شپی راهیسی دفراه پر ښار پیل کړی دی او داسی ویل کیږی چی دفراه ښار ځینی برخی ددی ډلی په لاس کی لویدلی دی  .

یو شمیر دفراه سیمیزی رسنیو دجګړی په نژدی کیدو سره ، ددی ویری چی هغوی یا دهغوی کارکونکو ته ضرر ونه رسیږی ، خپرونی یی په موقت دول پری کړی دی .

پنځه رادیویی دستگاوی ، دوه تلویزونی کاناله  او څو چاپی رسنیو دفراه ولایت کی نشرات لری.

دفراه یوی سیمیزی رسنۍ رئیس د نی دفتر ته وویل :” موږپه  حاضر حال کی لومړی دخپل ځان او کورنی دځانونو مسوول او په دوهم ګام کی دخپل پانګی اچونی په هکله اندیښمن یو چی پدی برخه کی مو تر سره کړی دی .”

نی دافغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره دفراه ولایت دخبریالانو او رسنیزو کارکونکو سختی اندیښنی  دمسوول چارواکو شریک کړی او اوس ددی اعلامیی په ترځ کی په کلکه سره دملی یووالی حکومت څخه غوښتنه کوو ترڅو هر هغه څه چی توان او وس کی لری  دخبریالانو او دهغوی کورنۍ د ساتنی په موخه تر سره کړی

وروستی مسؤلیت په هر حالت کی چی وی  په ټولیزه توګه دحکومت او په ځانګړی توګه دامنیتی چارواکو په غاړه ده او باید دافغانستان خلکو ته ځواب ویونکی وی .

 

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK