خبریالانواو رسنیو ته د امنیت او مصؤنیت نه شتون اوس هم  یوه لویه  اندیښنه ده  

تبصره نشته
خبریالانواو رسنیو ته د امنیت او مصؤنیت نه شتون اوس هم  یوه لویه  اندیښنه ده   

   د ننګرهار ولایت د ملی تلویزون دوتنه خبریالان ( بازمحمد شینواری او محمد رفیق معروف‌خیل) نن مازدیګر یکشنبه ددلوی په لومړی نیټه ، کله چی دیوه خبری غونډی ته ددغنی خیلو ولسوالی ته تللی و، د بیرته راتګ پرمهال دهغوی موټر دبټی کوټ په ولسوالی کی تر برید لاندی راغلی  دی او دهغه موټر چلونکی په شهادت رسیدلی او دا دوخبریالان ټپی شوی دی .

دننګرهار دملی تلویزون یو تن دمسوولینو څخه د رسنیو دڅار دفتر ته ویلی دی:” دخبریالانو روغتیایی حالت مخ په ښه کیدو دی او ډیر داندیښتی وړ ندی.”

۲۰۱۷  میلادی کال افغانستان په سیمه کی یو د ناامن‌ترین او خطرناکو‌سیمو څخه خبریالانو او رسنیز کارکونکو ته و،په همدی دلیل چی ناامنی او تاوتریخوالی ډیر وی نو داکال درسنیو او خبریالانو خونړی کال بلل شوی دی   .

د نی ددفتر در سنیو دڅار څانګه په ۲۰۱۷ کال کی، ۱۶۷ دتاوتریخوالی  مورده دخبریالانو او ررسنیزو خبریالانو پر وړاندی ثبت کړی دی

در جریان سال ۲۰۱۷ میلادی، ۱۶۷ مورد خشونت علیه خبرنگاران و کارمندان رسانه‌یی در دفتر دیدبان رسانه‌های نی به ثبت رسید چی دهغه شمیری نه د ۲۱تنه شهیدان ، ۴۱ تنه نور ټپیان شوی دی  .

دنی دفتر عمومی رییس عبدالمجیب خلوتگرپدی هکله وایی :” د خبریالانو د مصؤنیت لپاره کوم عملی  تدابیر داړوندو بنسټونو له خوا ندی نیول شوی  که دا وضعیت دوام وکړی باید ، ۲۰۱۸ میلادی کال یو ځل بیا یو خونړی کال وخبریالانو او په مجموع کی رسنیزو کارکونکو ته تکرار شی. سره لدی درسنیو او خبریالانو ګډی کمیټی په کابل او ولایاتو کی دخبریالانو پروړاندی دتاوتریخوالی په کموالی کی فعالیت  لری، که څه هم کوم ځانګړی لاس ته راوړنۍ نه درلودی.”

دنی دفتر د افغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره دملی یووالی د حکومت څخه غواړی تر څو هر څه ژر هر هغه څه چی په خپل وس او قدرت کی ولری دخبریالانو پر وړاندی دتاوتریخوالی مخه ونیسی .او اجازه ورنکړی چی دخبریالانو ځان په خطر کی ولویږی .

 

 

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK