دافغانستان حکومت او په تیره بیا دمخابراتو  وزارت باید د طالبانورادیو ته د نشراتو موقع ورنکړی

تبصره نشته
دافغانستان حکومت او په تیره بیا دمخابراتو  وزارت باید د طالبانورادیو ته د نشراتو موقع ورنکړی

 

رپوټونه وایی چی د غزنی، زابل او قندهار ولایتونو کی دطالبانو رادیو  د ” شریعت غږ” تر عنوان لاندی نشرات کوی .

درپوټونو پرمبنای ددی رادیو ګانو خپرونی  دطالبانو  پروپاگندو ته چی غواړی خلک دی ډلی ته جلب او جذب کړی،  ځانکړی شوی دی.

د نی دفتر دمخابراتو وزارت څخه په تکرار سره غواړی چی دتخنیکی لاروچارو  په واسطه دطالبانو رادیو ته دفعالیت  اجازه ورنکړی .

نی دافغانستان دازادو رسنیو  ملاتړ اداره ده چی ددی دفتر عمومی رییس عبدالمجیب خلوتگر، وایی : ” دافغانستان رادیو دنشراتو دازادو فریکونسی څخه په ګټه اخیستنی سره طالبانو ته دنشراتو زمینه محدود کیږی . یوازی دیو ه  ترانس‌میتر او د هغه عیار ول په آزادو فریکونسیو سره  به دا ستونزه حل شی  .”

دنی دفتر په دی باور دی که چیری ددی رادیو دپری کیدو په هکله کوم اپریکړنده عمل  صورت ونه مومی ، په راتلونکی دطالبانو نفوذ زیاتوالی ومومی ، او دحکومت او دافغانستان خلکو پر وړاندی ویره اچونکو اعمال به لانورهم  زیاتوالی ومومی  .

 

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK