دافغانستان دولت باید  رسنیزی ټولنی ته اطمینان ورکړی چی دهیواد  دافغان فلم ارشیف  به وساتل شی .

تبصره نشته
دافغانستان دولت باید  رسنیزی ټولنی ته اطمینان ورکړی چی دهیواد  دافغان فلم ارشیف  به وساتل شی .

 

پدی وروستیو کی جمهمور رییس غنی حکم  صادر کړی دی چی دافغان فلم  ارشیف به د جمهوری ریاست ارگ  ته ولیږدول شی .

داطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند صابر مهمند د نی درسنیو څار دفتر ته وویل :” وزارت‌خانی  په نظر کی دی  چی په دارالامان کی یو ځانګړی ځای ته ولیږدول شی، خو یو مصوون او کافی ځای ددی ارشیف دساتلو په موخه وجود نه لری ، نو ځکه جمهوررییس حکم ورکړی دی چی د افغان فیلم آرشیف  دجمهوری ریاست ارگ ته ولیږدوی ترڅو مصوون وی.”

دنی دفتر پدی  باوردی  چی د افغان فیلم دارشیف لیږدول کیدای شی چی په اوسنی شرایطو کی دمنفی  گومان سبب ددولت دفرهنګی  موخو شی . دافغانستان حکومت ‌باید دداسی بد ګومانونو مخه دلومړی سر نه ونیسی  . دبل پلوه دهیواد دفلم یو شمیر صاحب‌نظران په دی باوردی  چی دسینما ارشیف ځانګړی ساتنی ته اړتیا لری  او هغه څه چی ظاهرآ دا ارشیف د ځای لپاره موجود دی او جمهوری ریاست  ارګ ته دهغه ضرب‌العجل په نظر کی نیولو سره چی ټاکل شوی دی امکان نه لری چی چمتو شی .

د نی ددفتر عمومی  رییس عبدالمجیب خلوتگر وایی :” دولت دعامه شتمنیو دساتنی مسوول دی، موږشاهد و کله چی  طالبان چی هیڅ بشری قانون او دموکراتک اصولو ته پابند نه وه  خو ملی آرشیف او شتمنی ته یی لاس نه دی ور وړی او دافغان فلم آرشیف د طالبانو په توره دوره کی  هم په اوسنۍ ځای کی  مصوون پاتی و.”

باید وویل شی دهیواد سینماکارکونکی دجمهوررییس د حکم  څخه خپل اندیښنی ښودلی دی او تر هغه ځایه چی یو شمیر یی دا حکم دمروجه قوانینو خلاف بولی  .

نو ځکه نی وړاندیز کوی چی ددی ارشیف ساتل په خپل اوسنی سیمه   صورت ومومی او دهغه دلاښه ساتنی په موخه اطلاعات او کلتور وزارت ته بهتره امکانات په واک کی ورکړی ، تر څو هنر او رسنی په یو ډول دسیاسی معاملاتو څخه په امان کی وی .

 

 

 

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK