دامنیتی ارګانوو چلند باید دخبریالانو پر وړاندی بدلون ومومی

تبصره نشته
دامنیتی ارګانوو چلند باید دخبریالانو پر وړاندی بدلون ومومی

 

نن پنج شنبه د ١٣٩٧ کال دزمری دمیاشتی ۴ دسهار پر شپږ بجو او دیرش دقیقو دپژواک خبری اژانس او د کابل نیوز دوه تنه عکاسان، دملی امنیت دکارکونکو  له خوا دتاوتریخوالی او وهلو ټکولو لاندی راغلل

زین‌‍الله محبوبی د پژواک خبری آژانس او جاوید همدرد دکابل نیوز تلویزیون فلم اخیستونکی کله چی دځان وژنکی برید څخه چی  دکابل به پنځمه ناحیه د باغ داوودپه سیمه کی دخاصی قطعه دسربازانو له خوادوهلو ټکولو لاندی ونیول شول او کمری هم ورماتی کړلی .

د پژواک خبری آژانس فلمبردار زین الله محبوبی دنی درسنیو دڅاردفتر ته وویل: همداچی دپیښی سیمی ته ورسیدل دخاصی قطعی سرتیرو دوی ته وویل چی حق نه لری فلمبرداری وکړی  ” سره لدی چی فلمبرداری مونه کوله خو دخاصی قطعی ځواکونه سرتیری زموږ خواته راغلل  موږ یی به څپیړی ووهلواو حتی مرمی په توپک کی تیره کړه  .”

په همدی حال کی دکابل نیوز تلویزیون فلم اخیستونکی جاوید همدرد په یوه مرکه کی دنی درسنیو دڅار دفتر ته وویل سره لدی چی امنیتی سرتیرو وویل چی دسیمی څخه یی هیڅ ډول عکس یا فلم ندی اخیستی ، خو هغوی ډیر بد سلوک وکړ او کمری یی پرځمکه وغورزول:” کمره می ماته شوه او اوس داکمره دجوړولو وړ نه ده  .”

دتلویزوین کابل نیوز مسوولان دنی ددفتر څخه ددی غوشتونکی شول چی لومړی امنیتی سرنیر بخشنه وغواړی او هم د زیان تاوان باید ورکړی .

نى اندیښنه لری سره لدی چی پدی تیرو ۱۵ کلونو کی دوی ته ډیرنصحیتونه او لارښودنی شوی دی بیا هم دکوم بدلون دامنیتی ځواکونو به کړنو کی ندی راغلی .

نی دافغانستان دآزادو رسنیودملاتړد دفتر رییس عبدالمجیب خلوتگر وویل:”  دملی امنیت څخه غواړو چی دا مسله په ټینګه وڅاری او لکه تیر وختونه داسی نه شی  کله چی موږ دهغوی څخه غوښتی دی ترڅو دا ډول دوسیی وڅیړی او هغوی ځواب نه راکوی او دملی امنیت دسرتیرو زورزیاتی دخبریالانو سره لا ډیریږی.”

نى دملی امنیت ملى څخه غواړی چی ترڅو دامسله وڅاری او دڅیړنی پایلی دخبریالی ټولنی او هم دافغانستان حکومت سره شریکی کړی اوکنه ددی وضعیت دوام به خبریالی ټولنی او دافغانستان حکومت ته زیان ورسوی .

 

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK