دبابر باغ دملکی په ماڼی کی دمسکراتو اومخدره توکو دجرایمو پر وړاندی، مبارزه دعدلی او قضایی مرکز له لوری دملی انسجام داونی په مناسبت دانځور اخیستی نندارتون دنی ددفتر په مرسته جوړ شو.

تبصره نشته
دبابر باغ دملکی په ماڼی کی دمسکراتو اومخدره توکو دجرایمو پر وړاندی، مبارزه دعدلی او قضایی مرکز له لوری دملی انسجام داونی په مناسبت دانځور اخیستی نندارتون دنی ددفتر په مرسته جوړ شو.

پدی نندارتون کی انځور اخیستونکو هغه انځورونه ننداری ته کیښودل چی په هیواد کی یی  دمخدره توکو د ناوړو پیښو ښکارندویی کوله . 

په لومړی سر کی دکورنی چارو وزارت دمخدره توکو سره دمبارزی معین خلیل الله بختیاری وویل دمخدره توکو پر وړاندی به مبارزه دوام لری او کوم لاس ته راوړنی چی په تیرو څو میاشتو کی وجود لری . هغه زیاته کړه دا پداسی حال کی ده چی دنوی امارو ارقام پراساس په افغانستان کی دزیاتوالی په حال کی دی  چی ویره اچونکی ډلی ددی کار څخه ډیره ګټه لاس ته راوړی .

دلوی څارنوالی دتحقیق مرستیال نورحبیب جلال ددی نندارتون په هکله وویل موږ دامکان تر حده ددی ناوړی پیښی په منځه تللو کی هڅه کو او تر ورستی سلګی پوری به مبارزه وکړو ترڅو وکولای شو چی دراتلونکی نسل لپاره یو کار تر سره کړو .

پدی نندارتون کی ددوه سوه نه زیات عکسونه ننداری ته ایښودل شوی دی چی هر یو انځور خپل ځانکړی پیغام لری.

دری تنه دلومړی دوهم او دریم  مقام وړونکی شول چی هر یو دجایزو په لاس ته راوړلو سره ددی پروسی څخه مننه وکړه .

دلومړی مقام جایزه  و شهید عبادالله حنانزی ته ورکړل شوه کوم چی دسږکال د غویی دمیاشتی په پیښه کی په ځان مرګی برید کی شهید شو او دهغه جایزه دهغه پلار عطآ الله حنانزی ته ورکول شو ،  عطاالله په خپلو خبرو کی وویل چی دا ستر ویاړ دی چی دخپل شهید زوی څخه می لاس ته راوړ.او دی پروسی څخه مننه وکړه .

ددوهم مقام جایزه سجاد مسوی ترلاسه کړه .

دریمه جایزه جاوید کاګرته  ورسید

پدی پروسه کی ۲۰ تنو ګډون کونکو ته  تقدیر نامی ورکړل شوی چز هر یوه په خپل وار سره ستاینلیکونه لاس ته راوړل .

ددی نندارتون په پای کی ټول ګډون کونکو کوم انځورونه چی ننداری ته  ایښودل وه لیدنه وکړه .

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK