دتنویر دخصوصی تلویزیون رئیس پر ځان ناوړه برید، عاملین باید وپیژندل شی او مجازات شی

تبصره نشته
دتنویر دخصوصی تلویزیون رئیس پر ځان ناوړه برید، عاملین باید وپیژندل شی او مجازات شی

  دتنویر خصوصی تلویزون رییس  شیرمحمد جهش  موټر ، دتلی پر شلمه د۵شنبه په ورځ  دناشناخته وسلوالو  کسانو له لوری دپلخمری په ښار کی خپل کور ته نژدی تر برید لاندی راغی.

په دی ناوړه برید کی  ښاغلی جهش ټپی شو، خو یوازینی ساتونکی یی دمرمی تاب را نه وړ او دپیښی په سیمه کی یی ساه ورکړه  .

ښاغلی جهش یی یوی روغتون  ته ولیږه . متخصص ډاکټرانو یی صحی وضعیت داطمینان وړ وباله .

ښاغلی جهش، دروغتون څخه دنی درسنیو دڅار دفتر ته په یوه  تلیفونی اړیکه کی وویل  : چی لا اوس هم مصؤن ندی. اوزیاته یی کړه :« په داسی  حال که چی دهمدی اونۍ په جریان کی  څو ځله دبغلان ولایت امنیتی مسوولانو ته خبر ورکړی و ، خوهغوی هیڅ  توجه ونکړه .»

مخکی لدی هم څو ځله یی دجدی ګواښونو څخه چی دښاغلی  جهش  ژوند ته متوجه وه دنی درسنیو دڅار دفتر سره شریک کړی وه .

دنی ددفتر عمومی رئیس عبدالمجیب خلوت‌گر،  په یوه بیانیه کی ویلی دی:« د خبرنگارانو او د رسنیو دمدیرانو ترور دافغانستان په لویو ښارونو کی دخبریالانو د روانی امنیت  دخرابی سبب ګرځیدلی دی، چی په هیڅ وجه موږ ته دمنلو وړ ندی  .»

شیر محمد جهش، د تنویر رادیو تلویزیون رئیس،  په داسی حال کی د توپک لرونکو دګولی  هدف ګرزی چی یوه ورځ مخکی د ( چهارشنبه د تلی دمیاشتی پر ۱۹ ) دبلخ دوالی د ویاند منیر احمد فرهاد، د مزار شریف په ښار کی دوسلوالو له لوری ټپی شو او برید کونکۍ په تیښتۍ بریالی شول.

نی چی د افغانستان دآزادو رسنیو ملاتړه اداره ده ، دتنویر تلویزیون د رئیس پر ځان یی برید د بغلان په ولایت کی په سختی سره غندی ،او دبغلان ولایت د حکومتی مسؤلان څخه غواړی چی د بغلان ولایت کشفی او امنیتی بنسټونه باید دا قضیه په ټینګه وڅاری  او دترورعاملان دی وپیژنی او دقانون پراساس مجازات کړی.

همدارنګه امنیتی  مسؤلانو چی د ښاغلی جهش د امنیت او مصؤنیت په ساتنه کی پاتی راغلی دی باید محکمی ته حاضر شی او ځواب ووایی .

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK