دخبریالانو پروړاندی تاوتریخوالی او دهغوی دمعلوماتو رسولو پر کار باندی ، دمحدویتونو لګول نور دمنلو وړ نه دی

تبصره نشته
دخبریالانو پروړاندی تاوتریخوالی او دهغوی دمعلوماتو رسولو پر کار باندی ، دمحدویتونو لګول نور دمنلو وړ نه دی

  نن دوشنبی د زمری دمیاشتی دوهمه، دکابل ښار دپولیس د دریمی حوزی اړونده سیمه کی دسرای غزنی پر سړک؛ یو خونړی چاودنی دکابل دښاریانو د۳۰ تنو دمرګ او د۵۰ تنو دزیاتو کسانو دټپی کیدو سبب شو

د معمول سره سم یو شمیر خبریالانو ، خبری عکاسانو او فلم اخیستونکی دترهګری پیښی سیمی ته ورسیدل ترڅو دقیق معلومات لاس ته راوړی او خپل مخاطبانو ته یی خپاره کړی ، خو ځینی خبریالانو د نی دفتر ته دپولیس او دهغوی دافسرانو دغیرقانونی او ناسم چلند څخه شکایت وکړ.

د ۱ دتلویزونی شبکی خبریالی نرگس حورخش، چی د پیښی وروسته غوښتل رپوټ او فلم جوړ کړی ، ادعا کوی چی پولیس د هغه سره دتاوتریخوالی ډک چلند کړی د هغه ګرځنده تلیفون یی  دنیم ساعت لپاره ځینی اخیستی او ضبط کړی و.

دا  خبریاله ادعا کوی چی هغه یی هم دیو څو مودی لپاره ساتلی او د هغی څخه  یی دسپکاوی ډک کلماتو  څخه په کار اخیستی سره  پوښتنی کرویږنی کړی دی.

د ۸ صبح د ورځپاڼی خبری عکاس غلام رضا مجیدی،هم دپولیس دناوړه سلوک او حتی دوهلو ټکولو لاندی راغلی دی . فوزیه بله خبریاله هم دپولیس دبد سلوک سره مخ شوی ده او کوم انځورونه او فلمونه یی چی په کمرو ثبت کړی وه دپولیس له لوری پاک کړل شوی دی

د افغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ کوونکی اداری عمومی  رئیس  عبدالمجیب خلوتگر په خپل بیانیه کی دپولیس دا چلند دقانون پرخلاف عمل ګڼی او زیاته یی کړه :” دخبریالانو درپوټ جوړولو پر مهال د پولیس ناوړه چلند یو غیر قانونی عمل دی او دکورنی چارو وزارت چارواکی مکلف دی چی دپولیس دسرتیرو ددی عمل پر وړاندی بی توپیره پاټی نشی او خطاکاره سرتیری محکمی ته ور وپیژنی.”

دنی دفتر دملی یووالی دحکومت څخه غواړی چی دپولیس دناوړه چلند څخه دخبریالانو پر وړاندی چی دترهګری پیښو څخه رپوټ جوړوی، مخنیوی وکړی او دتاوتریخوالی عاملان دی عدلی او قضایی څانګو ته وسپاری .

پولیس باید پوه شی؛ همدارنګه چی هغوی دامنیت د ساتلو دنده لری، خبریالان او فلم اخیستونکی هم د قانون پر اساس وظیفه لری خبری رپوټونه جوړ او هغه خپل مخاطبینو ته ورسوی . پولیس خبریالانو دامنیت دتأمین دنده په غاړی لری، نه داچی دتاوتریخوالی عملونه ترسره او  دمعلوماتو رسولو پرکار باندی محدودیت وضع کړی .

 

 

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK