دخبریالانو پر وړاندی تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی

تبصره نشته
دخبریالانو پر وړاندی تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی

د۱۳۹۷ شمسی کال دپیل نه تر نن پوری ۵۸ فیصد دتاوتریخوالی موارد دنی درسنیو دڅار په دفتر کی ثبت شوی دی چی ۱۳ مورده وژنی ښیی چی دخبریالانو وژنی دتیرکال په په پرتله ۳۳ سلنه ډیر شوی دی . دا په داسی حال کی ده چی خبریالانو ته سپکاوی ۹ په سلوکی ، دخبریالانووهل ټکول او ۳۶ په سلو کی او ګواښونه ۲۰ په سلو کی زیاتوالی موندلی دی .

یو دکابل د تاوتریخوالی پیښو دقربانیانو څخه ، دنور دتلویزون دخبریال دچلوونکی رشاد زریر باندی دتیری شپی( چهار شنبه ۲۰دچنګاښ) برید و چی دناشناخته کسانو له خوا دکابل ښار په اوهمه ناحیه ددوغ اباد په سیمه کی دوسلوالو کسانو ټپی شو.

په همدی حال کی  رحمت الله نیکزاد، دغزنی دخبریالانو دټولنی رییس  د امنیتی ځواکونو تر برید لاندی راغلی دی چی ښاغلی نیکزاد دپولیس د ځانکړو ځواکونو لاخوا وهل شوی دی  او هم یی موټر زیان لیدلی دی ښاغلی نیکزاد ادعا کوی چی کورنی یی پدی پیښه کی زیانمن شوی دی دنی ددفتر څیړنی پدی هکله جریان لری.

ټاکنو ته په پاملرنی سره چی یوه ملی او برخلیک جوړیدونکی پروسه ده ، درسنیو رول پدی هکله ډیر حیاتی  ده که چیری دخبریالانو پر وړاندی دا حالت دوام وکړی د بیان دازادی تر څنګ دټاکنو پروسی ته هم زیان رسوی .

نی د افغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره د حکومت څخه غواړی ترڅو دخبریالانو دتاوتریخوالی دوسیی چی دنامعلومو کسانو له لوری دوهلو ټکولو، ژوبل کیدل او حتی وژل کیږی په جدی او کلکه وڅاری او حکومت نباید خپله دخبریالانو پروړاندی دتاوتریخوالی سبب شی .

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK