دخبریالانو پر وړاندی دتاوتریخوالی قضایاوی چی دبشریت ضد، اوجنګی جنایت کی شمیرل شوی دی په(ICC) یعنی نړیواله جزایی محکمه کی ثبت شول

تبصره نشته
دخبریالانو پر وړاندی دتاوتریخوالی قضایاوی چی دبشریت ضد، اوجنګی جنایت کی شمیرل شوی دی په(ICC) یعنی نړیواله جزایی محکمه کی ثبت شول

  دخبریالانو پرضد دتاوتریخوالی ۱۹۰ قضایاوی چی په هغه کی ټپی کیدل، برهمته کیدل ،ګواښونه او ویره شامل دی اود ۱۳۸۲کال راهیسی دطالبانو ، داعش او حقانی ډولو له خوا ترسره شوی دی ، دنی ددفتر له خوا په رسمی ډول دبشریت ضد جنایتونه او جګړیز جنایتونوپه توگه په نړیواله جزایی محکمه کی ثبت شو.

 دا قضایاوی چی په هغه کی ۴۸ دقتل مورده، ۷۴ دټپی کیدو مورد، ۱۵ مورده دبرهمته کیدو او ۵۳دګواښ او دخبریالانو او رسنیزو کارکونکو دویره ولو مورده شامل دی .

د۱۹۰ قضیو څخه چی دجنګی جنایتونو او دبشریت پر وړاندی جنایتونه دتعریف له مخه ،په دی دوه جنایتونو باندی اړه نیسی،چی ۸ مورده یی په میرمنو پوری (خبریال او یاهم رسنیزه کارکونکی ) دی اړه لری او نور یی نارینه دی .

دنړیوالی جزایی محکمی دپنځمی مادی پراساس International Criminal Court / ICC) دا محکمه صلاحیت لری مهمترین جرمونه چی دنړیوالی ټولنی داندیښنی وړ دی ،هغه ته رسیدنه وشی . داجرایم شامل دی پر د نسل وژنی جنایت، دبشریت ضد حنایتونه ،جنګی جنایت او دتیری جنایت )

 

نی دفتر چی د افغانستان آزادو رسنیو ملاتړ اداره ده یو زیات شمیر بریدونه او تاوتریخوالی چی دویره اچونکو ډلو له خوا پر خبریالانو او رسنیزو ودانیو باندی په افغانستان کی تر سره شوی دی ، هغه جنګی جنایت او بشری ضد جنایت بلل شوی دی او هغه ته درسیدو غوښتونکی شوی دی .

دنړیوال جزایی محکمی داساسنامی د  اومی مادی پراساس دا لاندی جنایات دبشریت ضد جنایات شمیرل کیږی :

 

وژنۍ ؛ (دهغه شمیرو پراساس چی دنی درسنیو دڅار په دفترکی ثبت شوی دی ؛ د۸۰ خبریالانو او رسنیزو کارکونکو له شمیری چی په افغانستان کی وژل شوی دی ۴۸ مورده یی د ویره اچونکو له لوری صورت موندلی دی  .)

پراخه پوځی برید یا سازمان ورکول شوی بریدونه دهر ټولنۍ پر ضد؛ (په څو ویره اچونکی بریدونو کی چی په افغانستان کی د ترهګرو له لوری ترسره شوی دی یو زیات شمیر قربانیان یی خبریالان وه.)

عذاب او ازار، یعنی یعنی هغه سخت جسمی او روحی درد او عذا ب چی دنیونی پر مهال ورکول کیږی ؛ (اجمل نقشبندی هغه خبریال چی د هلمند په ولایت کی په ۲۰۰۷ میلادی کال کی د طالبانو یی په ډیربی رحمی سره سر ور پری کړی و چی دا خبره تصدیق کوی . )

دنړیوال جزایی محکمی داساسنامی اتمه ماده ، جنگی جنایات داسی شماری :

عمدی وژنی؛  ( ۴۸ دخبریالانو اورسنیزو کارکونکی وژنی چی ټول په عمدی ډول تر سره شوی دی چی په ویره اچونی په بریدونو اویاهم  وروسته له برهمته کیدو څخه وژل شوی دی .)

شکنجه یا غیر انسانی کړنۍ ؛ (هغه خبریالان چی د طالبانو له خوا نیول شوی دی ، د غیر انسانی کړنوله امله  د  روحی او جسمی عذاب څخه شکایت کړی دی.)

دعمدی بریدونو هدایت،  د تاسیسات دکارکونکو پر ضد، واحد‌ونه، هغه نقلیۀ وسایل  چی په بشری کمک رسولو کی ترینه کار اخیستل کیږی ؛ (د موبی گروپ پر نقلیه وسیله یا دلیږدولو پر موټرباندی برید یو له دغو مدعاو څخه دی .)

دهغه قصدی بریدونو څخه سره لدی چی پوهیږی دځانی دملکی خلکو دځانی تلفاتو سبب کیږی ؛ (یوله هغه وینه بهیدونکی،بریدونو څخه یو هم د ذنبق دڅلور لاری برید چی یو ډیر شمیر خبریالان په هغه کی په شهادت ورسیدل .)

دقصدی بریدونوهدایت، کوم چی هلته مذهبی ودانۍ دمذهبی موخو،زده کړی ، هنری او علمی  اویا خیریی څانګو ته ځانګړی شوی دی . دننګرهار پرملی رادیو تلویزون دبریدونو څخه نیولی بیا تر شمشاد پر تلویزون باندی برید ، دصدای افغان پر خبری آژانس باندی برید او داسی نور بریدونو نوم اخیستی شو چی ټول لامخکی طرح شوی بریدونه دی  .

ددی مطلب اعلان چی پرهیچا به رحم ونکړی ؛ (د قندوز ولایت  د راپرزیدو وروسته د طالبانوپه لاس، نوموړی ډلی دطلوع تلویزون ټولو کارکونکو ته خبرداری ورکړی و چی لدی وروسته به پر هیچا رحم ونکړی . )

دنی دفتر د افغانستان  دازادو رسنیوملاتړ اداره دینوموړی  حرکت ته دارزښت ورکولو  په موخه دافغانستان دملی یووالی دحکومت څخه غواړی چی کوم دتاوتریخوالی قضایاوی چی دترهګرو ډلو له خوا پر خبریالانو باندی ترسره شوی دی دافغانستان دخلکو په استازیتوب  په نړیواله جزایی محکمه کی دبشریت ضد جنایت په حیث ثبت شی

دنی دفتر همدارنګه دملګرو ملتونو دسازمان او دملګرو ملتونوسازمان دمعاونت  ددفترڅخه غواړی چی دافغانستان دخلکو له لوری دعدالت غوښتنی دتحقق او دبیان دازادی دملاتړ په موخه پدی هیواد کی دافغانستان دخلکو سره یولاس شی.

 

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK