دخبریالی ټولنه وروسته له یوی نسبی  آرامی ، نن یوځل بیا د یو خبریال دشهادت شاهد و

تبصره نشته
دخبریالی ټولنه وروسته له یوی نسبی  آرامی ، نن یوځل بیا د یو خبریال دشهادت شاهد و

 

نن دکندهار په ولایت کی دکابل دنیوزسیمیز  خبریال عبدالمنان ارغند، د( غویی دمیاشتی پر۵ ) دناپیژاندو وسلوالو له خوا په دی ولایت کی په شهادت  ورسید.

دافغانستان دولت  دخبریالانو دامنیت د تامین په موخه داسی چی په قوانینو کی وړاندوینه شوی ده د اړتیا وړ شرایط برابر کړی ندی.

دافغانستان حکومت دنافذه قوانینو مطابق  د وګړواو په تیره بیا دخبریالانو  دامنیت دتامین دنده په غاړه لری .

دنی دفتر د افغانستان  دازادو رسنیو دملاتړ اداره دملی یووالی دحکومت څخه په ټینګه غواړی چی  تر څو دښاغلی ارغند دشهادت عاملان هرڅه ژر وپیژنی او دقانون منګلو ته وسپاری .

د نی اداره همدارنګه دافغانستان  دولت څخه غواړی چی دخبریالانو او رسنیو دامنیت دتامین په موخه هڅه وکړی تر دی زیات خبریالۍ ټولنه  غمجن نکړی

د ۱۳۸۰ کال راهیسی تر اوسه پوری  د۸۰ نه زیاتو خبریالانو خپل ځانونه  له لاسه ورکړی دی . دافغانستان دولت مجبور او مکلف دی چی دخبریالانو دامنیت دتامین په  موخه هڅه وکړی .

 

 

 

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK