درسنی پر یو کارکونکی باندی تور،نباید د حکومت له لوری دبیان پر آزادی باندی دفشار او زور په یوه وسیله تبدیل شی

تبصره نشته
درسنی پر یو کارکونکی باندی تور،نباید د حکومت له لوری دبیان پر آزادی باندی دفشار او زور په یوه وسیله تبدیل شی

   دکندهار ولایت ، امنیتی چارواکو دسلواغی پر ۱۸ دچاودیونکو توکو خنثی کولو څخه، چی ادعا کیږی د خبریالۍ به یو مایک کی چاودیونکی توکی ځای پر ځای شوی و، خبر راکړ. داسی ویل کیږی چی دا چاودیونکی توکی د کندهار ولایت دامنیه قومندان جنرال عبدالرازق، دترور په موخه ځای پرځای شوی و  چی دبرید نه مخکی، کشف او خنثی شول .

امنیتی مسؤلانو په قندهار کی تقریبا دری میاشتی مخکی ،احمدالله څرګند، دکلید رادیو مخکنی مدیر ترهګرو سره دهمکاری په نوم نیول شوی و خو یو مایک چی دمنفجره مواد ډک و، یوه اونی مخکی درادیو په یوه خونه کی چی لامخکی دامنیتی مامورانو له لوری  مهر او موم شوی وو ، کشف اوخنثی شو.

نی دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره؛ د داسی تورونو د واردولو او د امنیتی مسؤلان له لوری دهغه، دنشر او خپرول دتورپروړاندی چی لا تراوسه یی په محکمه کی وروستی حکم ندی صادر شوی و یو بیړنی او دقانون خلاف اقدام  بولی او داسی انګیرل کیږی چی پداسی حساسو شرایطو کی دا کار کیدای چی تورن کس(ښاغلی څرگند)  دکورنۍ غړی،همکاران او دوستان دخطر سره مخ کړی .

دافغانستان حکومت د نافذه قوانینو پر اساس نه شی کولای چی دمحکمی  دیو قطعی حکم پرته دتورونوکسانو په اړه داسی خبر عام کړی .

دبل پلوه د افغانستان رسنی باید په داسی حالاتو کی دمحکمی وروستی حکم ته  منتظر وی او دداسی معلوماتو دخپرولو څخه چی امکان لری دتورن کورنۍ ته خطر وی ډده وکړی.

دافغانستان اساسی قانون  ۲۶ماده پدی هکله  صراحت لری چی:” جرم یو شخصی عمل دی، نیول ،څارنه او یاپر هغه دجزا تطبیق بل شخص ته سرایت نه کوی.”

له هغه ځایه چی دافغانستان اساسی قانون؛ جرم یو شخصی عمل ګڼی ، دنی دفترددی ترڅنګ چی ددی دوسیو هراړخیزه څیړل دملی یووالی دحکومت څخه غواړی بلکه  داموضوع نباید د یو فشار دوسیلی په توګه دښاغلی څرګند دکورنۍ، همکارانو او په ټولیزه توګه دبیان دازادی پروړاندی استعمال  شی .

 

 

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK