دصدای افغان پرخبری آژانس باندی برید، یو ځل بیا  درسنیزو تاسیساتو امنیت  زیانمن کیدل وښوده 

تبصره نشته

  نن سهار پنجشنبه دمرغومی ۷ نیټه، د صدای افغان خبری آژانس دکابل په ښار کی دترهګری برید موخه وګرزیده او یو زیات شمیر ښاریان یی شهیدان او ټپی کړل دټپیانو په جمله کی یو شمیر خبریالان او رسنیز کارکونکی هم شامل وه 

پروګرام دمرغومی دشپږمی دغندلو په خاطر ( پر افغانستان باندی د پخوانی  اتحاد جماهیر شوروی دیرغل پر مهال ) ددی آزانس په تالار کی د اجراء په حال کی و چی یوه ځانمرګی د حاضرینو دمجلس په منځ خپل ځان ته چاودنه ورکړه چی د دی چاودنی له امله یو زیات شمیر دمجلس ګډون کونکی ټپی او شهیدان شول .

وروستی خبر چی د رسنیو دڅار دفتر ته رسیدلی داسی  ښی چی پدی پیښه کی یو خبریال او یو کمره مین د شمشاد تلویزون او هم دصدای افغان او جمهور اژانسونو یو شمیر خبریالان ټپیان شوی دی .

دنی ددفترمسؤلانو دپیښی سیمی ته ولاړل  تر څو  وضعیت  دنژدی څخه ووینی او هغوی ته دحق غوښتنه وکړی خو داچی په  سیمه کی  ترهګرو ماینونو ایښی وه او پولیس هم خبریالانو ته اجازه نه ورکول چی نژدی ورشی  او په همدی حال کی  دریمه چاودنه خبریالانو ته نژدی وشوه نوځکه دا وخت پیدا نشو چی د صدای افغان د ودانی څخه کتنه وکړو .

د نی ددفتر عمومی رییس عبدالمجیب خلوتگرپه یوه وینا کی وویل :”  هغه څه چی دبیښی په سیمه کی دصدای افغان پر دفتر باندی  لیدل کیده ، دا و چی د امنیتی ځواکونو  (پولیس او ملی امنیت) ترمنځ  اړینه همغږی وجود نه درلوده. دافغانستان حکومت باید دداسی بریدونو  پرمهال عملی طریقه دلاس لاندی ونیسی او اجازه ورنکړی ددی نه زیات پر رسنیزو تاسیساتو باندی په برید سره خپلو شومو موخو ته ورسیږی.”

۲۰۱۷ میلادی کال دوهم پرلپسی خبریالانو او رسنیو ته خونړی کال و د۲۰۱۷کال په جریان کی موخیزی بریدونه زیاتوالی موندلی دی  مخکی لدی ترهګرو دننګرهار پرملی تلویزون او بیا پرملی رادیو تلویزون او بیا دجلال اباد په ښار کی

دانعکاس پر خصوصی  رادیو پر شمشاد رادیو تلویزون  او په غورولایت کی پر سرحد  رادیوپه  باندی بریدونو دخبریالی ټولنه غمګین او اغیزمن کړی دی .

نی د افغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره پر نوموړو رسنیو پر برید باندی اندیښمن شوی او ددی وضعیت دوام دافغانستان خلکو ته داندیښنی وړ وباله او پدی باور دی چی که دافغانستان حکومت ونه شی کړی چی ددی ډول بریدونو مخه ونیسی، راتلونکی میلادی کال به هم داسی خونړی کال وی.

 

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK