دغویی لسمه باید د « د بیان ازادی د قربانیانو » په نامه په جنتری کی درج شی

تبصره نشته
دغویی لسمه باید د « د بیان ازادی د قربانیانو » په نامه په جنتری کی درج شی

 

دغویی دمیاشتی لسمه دکابل په ښار کی  دویره اچونکو له لوری دخبریالانو بر وړاندی یو مرګونی برید تر سره شو. پدی ترهگریز برید کی دنوروښاریانو تر څنګ ۹ تنه خبریالان او کمره مینان شهیدان او ۶ تنه نور ټپیان شوی دی. پردی برسیره یوبل خبریال دخوست به ولایت کی  د توپک په ډزو کی په شهادت ورسید.د افغانستان  په تاریخ کی دغویی د لسمی نیټی پیښه بی ساری  ده. مخکی لدی هیڅوخت خبریالان او کمره مینان داسی په مستقیم ډول دترهګرو موخی نه وه ګرځیدلی.  په ۲۰۱۶ کال کی د«موبی» رسنیز ګروپ دکارکونکو حامل موټر  دترهګریزی برید لاندی راغلل چی په هغه کی ۷ تنه شهیدان او ۲۰ تنه نور ټپیان شول .

نوموړی ناورین ته په کتو سره د نی دفتر دا لاندی وړاندیزونو د ملی یووالی دحکومت سره ، مطرح کوی:

۱-د غویی لسمه  « د بیان ازادی د قربانیانو » په نامه د افغانستان په جنتری کی درج شی ، دا وړاندیز په رسمی ډول  حکومت ته سپارل شوی دی.

۲. حکومت باید داسی یوه ستراتیژی ترتیب او په رسمی مقرریو کی شامل کړی چی د هغه پر اساس هم د غویی دلسمی او هم د هغه نه مخکی د ۸۰ تنو دخبریالی د برخی شهیدانو کورنیو ته په دوامداره توګه تنخواه ورکړی .

۳. هغه پوښتنو ته په پاملرنی سره چی  «دلسمی د ثور» د ناورین دعاملانو په هکله دافغانستان دخلکو او خبریالی په ټولنه کی منځ ته راغلی ده، دملی یووالی حکومت باید دا ناورین په رڼی توګه وڅیړی   او دهغه عاملان دخبریالۍ ټولنی له لوری د افغانستان خلکو ته ور وپیژنی .

۴.د افغانستان حکومت باید دخبریالانو او رسنیو دامنیت د تامین خط‌ مشی  باندی  تجدید نظروکړی او باید پوه شی  په هر دلیل او هر شرایطو کی  چی خبریالان ووژل شی، یوه برخه د مسوولیت یی دافغانستان دحکومت پر غاړه دی

۵. همدارنګه دهیواد درسنیو څخه غوښتل شوی دی چی دکارکونکو دامنیت په ساتنه کی د هیڅ ډول  هڅی او هاند څخه ځان ونه سپموی او مسلکی مسوولیت تر سره کړی . خبریالان هم باید پوه شی چی هیڅ رپوټ ددوی دځان ارزښت نه لری .

۶.حکومت باید دملی او نړیوال عدالت غوښتونکو بنسټونو ترڅنګ لکه؛: د افغانستان دبشری حقونو کمیسیون دملګرو ملتونودبشری حقونو کمیسیون، دبی پلی راپورترانو دبشری حقونو دارزونی کمیسیون، په امریکا او نورو ځایونو کی دخبریالانو دساتنی کمیټه باید د «دغویی لسمه» دجنګی جنایت او بشریت پر وړاندی جنایت په نامه  ثبت او هغه وڅاری .

 

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK