دمالیی وزارت دلیک محتوای ، د اساسی قانون او معلوماتو ته دلاسرسی دقانون صریح نقض دی

تبصره نشته
دمالیی وزارت دلیک محتوای ، د اساسی قانون او معلوماتو ته دلاسرسی دقانون صریح نقض دی

  پدی وروستیو کی نی دفتر ته یو لیک رسیدلی دی چی داسی ښیی چی دمالیی وزارت خپل دلاس لاندو ادارو په تیره بیا گمرگاتو ته  دستور ورکړی چی اجازه نه لری د رسنیو سره مرکه وکړی دمالیی وزارت پدی رسمی لیک کی راغلی دی  : « دمالیه وزارت د رهبری هیات د پریکړی پر اساس یوازی هغه کسان چی په ځانګړی لست کی دی دمرکی کولو حق لری نوځکه دموثق او صیح معلوماتو رسولو په خاطر او هم دسرګردانۍ نه د مخنیوی په موخه باید دهر ډول مرکی مخاطبان مخکی لدی چی مرکه وکړی دعامه معلوماتو ریاست چی یوازینی دمعلوماتو د ورکړی مرجع به مالیی وزارت کی ده په جریان کی کښیږیدی نوځکه لدی طریقه ټول مرکزی او ولایتی اداراتو ته خبر ورکړی مننه .»

دارسمی  لیک دعامه اړیکو او معلوماتو رییس اود مالیه وزارت ویاند لاسلیک کړی دی او هغه ییدخپلحکم لاندی ادارو ته لیږلی دی. پدی وروستیو کی دلویدیځ دحوزی خبریالان هم درسنیو دڅار دفتر ته شکایت کړی چی دهرات ولایت دګمرګ مسوولین رسنیو سره مرکو ته نه حاضریږی او داسی دلیل وایی چی مالیی وزارت دوی ته دمرکی کولواجازه نه ورکوی او نه شی کولای چی مرکه وکړی.

دنی ددفتر عمومی رییس عبدالمجیب خلوتگر دا لیک داساسی قانون د۳۴ مادی او هم دټولنیزو رسنیو د۵۰مادی او معلوماتو ته دلاسرسی دقانون خلاف کار بولی . دمالیی وزارت دخپل دندی پراساس چی په اساسی قانون کی لری ، باید دبیان آزادی ته اسانتیا وروبخښی نه داچی دهغه دلاری خنډ وګرزی.

موږ د مالیه وزارت څخه غوښتنه کو چی هرڅه ژر دا لیک بی اعتبارعه اعلان کړی او اساسی قانون ته پر خپل ژمنی

باندی ودریږی .

موږ همدارنګه دخبریالانو څخه غواړو چی دخپل سرچینو په تشخیص کی پوره پاملرنه وکړی دمالیی وزارت دګمرګ یو مامور نشی کولای چی دمالی وزارت په اړه ستاسو ټولو پوښتنو ته ځواب ووایی .

دنی دفتر  به دا مساله په کلکه وڅاری  .

 

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK