دملی یووالی په حکومت کی ؛ دلومړی ځل لپاره یو لوړ پوړی چارواکی معلوماتو ته دلاسرسی دقانون دنقض په خاطر څارنوالی ته ور وپیژندل

تبصره نشته
دملی یووالی په حکومت کی ؛ دلومړی ځل لپاره یو لوړ پوړی چارواکی معلوماتو ته دلاسرسی دقانون دنقض په خاطر څارنوالی ته ور وپیژندل

    معلوماتو ته دلاسرسی دڅارنی کمیسیون ته د نی ددفتر رسمی  شکایت وروسته  چی «افغانستان ما» د ورځپانی خبریال ته یی معلومات دنه ورکولو او نوموړی خبریال  ته سپکاوی له کبله  دمخابراتو او تکنالوژی  وزارت  وزیر او دوزیر ددفتر رییس  دواړه څارنوالی ته ور وپیژندل شول . 

ددی چارواکو دپیژندلو سبب لوی څارنوالی ته،  معلوماتو ته دلاسرسی دقانون نه سرغړونه ده، کوم چی دا(فغانستان ما )خبریال  علی رضا احمدی ته غوښتل شوی معلومات نه و ورکړی

علی رضا احمدی، د افغانستان ما د ورځپاڼی  خبریال کله چی دمخابراتو او تکنالوژی وزارت درییس څخه دمبایل دتلیفون دلسو په سلو کی دمحصول د راټولو په اړه معلومات غوښتی و خو غو ښتل شوی معلومات نوموړی په واک کی ورکول شوی نه و.

معلوماتو ته دلاسرسی دڅارنی کمیسیون ته رسمی لیک د رسیدو وروسته چی دهیواد لو ی څارنوالی ته رسیدلی او یوه کاپی هم رسنیو ته رسیدلی دمخابراتو وزارت ددفتر رییس چی نظر په هغه دلایلو چی په مصوبه کی ذکر شوی دی لوی څارنوالی ته پیژندل شوی خو دمخابراتو او تکنالوژی وزارت پدی هکله هیڅ ډول اقدام ندی کړی .پداسی حال کی چی د کمیسیون مصووبه وروستی ده او باید د پلی کیدو وړ وګرزی .

ددی لیک په وروستی برخه کی ذکر شوی دی چی یاد کمیسیون د ۱۳۹۷ کال دوروی میاشتی په ۲۰ تصویب کړ چی دهیواد لوی څارنوالی دڅخه رسمآ غوښتل شوی دی چی هم دمخابراتو او تکنالوژی وزیر او هم ددفتر رییس یی دقانونی څارنی لاندی ونیول شی .

دنی دفتر د افغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره، معلوماتو ته دلاسرسی قانون یو ګام د قانون حاکمیت ته درسیدو  په موخه  بولی  .

موږ د معلوماتو ته دلاسرسی دڅارنی کمیسیون څخه تمه لرو ترڅو دټولو خبریالانو او ښاریانو شکایتونو ته رسیدنه وشی او دا ټول قضایاوی عدلی او قضایی څانګو ته وسپاری ترڅو معلوماتو ته لاسرسی دښاریانو داساسی حق په حیث داحترام وړ وګرځی .

دنی دفتر دخبریالانو او رسنیو مدیرانو څخه غواړی چی معلوماتو ته دلاسرسی په موخه هر کله چی دقانونی سرغړونو سره مخ کیږی هغه دی دقانون په چوکاټ کی وروسته له مستند کولو، معلوماتو ته دلاسرسی دڅارنی کمیسیون کی  خپل شکایتونه درج کړی ، ترڅو سرغړونکی دقانون پراساس عدلی او قضایی څانګو ته وسپاری .

 

 

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK