دننگرهارپر ملی تلویزون باندی برید، پر ټولو ښاریانو برید دی او یو جنګی جنایت شمیرل کیږی

تبصره نشته
دننگرهارپر ملی تلویزون باندی برید، پر ټولو ښاریانو برید دی او یو جنګی جنایت شمیرل کیږی

  د چهار شنبه په سهار دغویی دمیاشتی پر ۲۷ ، یوی ځانمرګی ډلی چی ځینو رسمی  سرچینو  د هغه شمیره  دری تنه یادکړی چی دجلال اباد ښار پرملی تلویزون باندی برید کړی او څلور ساعته دننګرهار تلویزون په دننه ودانی کی دامنیتی ځواکونو سره په جګړه بوخت وه.

منابع وایی چی ددی ترهګری جګړی مسؤلیت د داعش ترهګری ډلی په غاړه اخیستی دی.تر اوسه دوتنو ساه ورکړی او هم د ۱۴ تنو د ټپی کیدو رپوټ ورکول شوی دی، خو ددی ترهګری برید دقیق امار چی اوس مهال نشر شوی د بدلون په حالت کی دی .

دجنګی  قوانینوپر اساس ، پر عامه اماکنواو غیر پوځی ځایونو باندی برید جګړیزجنایت دی له همدی کبله دنی دفتر دنړیوالو هیوادونو او هم دبشری حقونود سازمانونو څخه غواړی چی دا دجنګی جنایت په حیث ثبت شی .

د نی دفتر چی د افغانستان دازادو رسنیو دملاتړ اداره ده دملی یووالی  حکومت څخه هیله لری چی په ټول  جدیت سره ددی ترهګری برید دعاملانو په پیژندنه کی مرسته وکړی او اجازه ورنکړی چی  بی دفاع ښاریان په تیره بیا خبریالان او رسنیز کارکونکی ددی ترهګری بریدونو قربانی شی .

 

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK