دولت باید “دافغانستان د معلوماتو د منبع مرکز ” د میرمن “نانسی‌هاچ دوپری” په نامه ونوموی

تبصره نشته
دولت باید “دافغانستان د معلوماتو د  منبع مرکز ” د میرمن  “نانسی‌هاچ دوپری” په نامه ونوموی

میرمن نانسی‌هاچ دوپری، آمریکایی څیړونکی او تاریخ لیکونی چی د ۶۰ نه زیا ت کلونو عمر یی دافغانستان د خلکو تر څنګ تیر کړ او ددی هیواد دکلتور او تمدن په هکله ډیر زیات څیړنی کړی دی، نن سهار  یک شنبه د وږی پر۱۹ د  ۹۰ کالو  په عمر د هغه ناروغی له کبله چی ور پیښه شوی و دکابل په ښار کی وفات شوه .

میرمن  نانسی چی په  ۱۹۲۷ میلادی کال کی د آمریکا په متحده ایالاتو کی سترګی نړی ته غړولی وی ، دبیان دازادی او دتاریخ لیکنی کی ګټور کارونه تر سره کړی و. او دافغانستان د معلوماتو دسرچینی مرکز یی جوړ کړی چی د محصلینو او خبریالانو په منځ کی یی ځانګړی ارزښت څخه برخمن دی .

یو زیات شمیر خبریالان دمعلومات دحاصلولو په موخه دافغانستان دمعلوماتو دمنبع مرکز ته راځی اویوه ښه زمینه یی دمعلوماتو ته دلاسرسی په موخه جوړ شوی دی  .

دنی دفتر چی د افغانستان دازادو رسنیو د ملاتړ دفتردی،  دمیرمنی نانسی مړینه، دبیان  د آزادی او معلوماتو ته لاسرسی په موخه یوه غټه تشه بولی  او د افغانستان د  دولت څخه غواړی  ترڅو دهغی دقدر وړ خدمتونو په احترام “د افغانستان د معلوماتو دمنبع مرکز ” دهغی په نوم ونوموی . همدارنګه دمیرمن نانسی  دخدمتونو دیادونی په موخه او هم اطلاعاتو ته دلاسرسی او دبیان دآزادی په خاطر دافغانستان دولت باید علمی او څیړنیز سیمینارونه په هیواد کی پراختیا ورکړی او هم ازادو معلوماتو ته لاسرسی لانور هم اسانه کړی .

 

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK