دولسی‌جرگی دتلویزون دمدیرانو او کارکوونکو د امنیت تامین باید په لومړیتوب کی قرار ولری

تبصره نشته
 دولسی‌جرگی دتلویزون دمدیرانو او کارکوونکو د امنیت تامین باید په لومړیتوب کی قرار ولری

د ولسی جرګی دلړم دمیاشتی په دریمه ولسی جرګی په  عمومی غونډه کی وروسته له هغه چی دجلسی د استازو تر منځ لفظی شخړی په پایله کی مجلس مختل شو، دا ناسته به مستقیمه ډول د ولسی جرګی دتلویزون او یو شمیر نورو تلویزونو  له لاری خپریده .

د لفظی شخړو دوام ددی سبب شوتر څو دعمومی غونډی عادی روند له منځه ولاړشی  او درسنیو له لاری  مستقیم نشرات هم پری شول.

شخړه له هغه ځایه پیل شوه چی گل پاچامجیدی دخلکو استازی په ولسی جرګه کی ، پدی ناسته کی مدعی شو چی دولسی جرګی لومړی مرستیال همایون ، او محمد نعیم لالی حمیدزی د قندهاردخلکو استازی په ولسی جرګه کی  ځینی سندونه د تلویزیون د آرشیف څخه له له ځان سره وړی دی .

خو دولسی جرګی لومړی مرستیال همایون همایون دا ادعا رد وی او وایی چی دشپی دوی نیمی بجی  دتلویزون د  نشراتو دپری کیدو دسبب دپوهیدو په موخه هلته تللی و تر څو پوه شی چی څه پیښه شوی . ښاغلی  همایون همدارنګه دښاغلی لالی حمیدزی  تګ له ځان سره تأیید وی  او وایی ښاغلی لالی پدی دلیل  چی د تلویزیون ځای نه و لیدلی ور سره تللی دی .

دولسی جرګی مرستیال د تلویزون څخه کنترول او نظارت دلومړی مرستیال له دندو څخه بولی چی دا دنده دنوموړی په غاړه ده

خود دولسی جرګی دتلویزون رییس حلیم تنویر ادعا لری چی دی خپله او همکاران یی په تیره بیا ښځینه همکاران یی ددی پیښی څخه ویریدلی دی او دامنیت احساس نه کوی .

دنی دفتر دیوی رسنۍ په آرشیف کی لاس وهل خپله یو دقانون خلاف عمل ګڼی  او دبل پلوه  دی ادعای ته په نظر کی نیولو سره  دافغانستان د حکومت څخه غواړو  چی مسئله په جدی اوبیړه سره وڅیړی. دنی دفتر د هیواد د عدلی او قضایی ادارو نه غوښتنه کوی ، ترڅو  مسئله تعقیب کړی  او حقایق بربنډ کړی .

نی د آزاد و رسنیو ملاتړکونکی اداره په افغانستان کی هم‌دارنګه دجمهوری ریاست او اجرایه ریاست  څخه غواړی ترځو دامسله جدی ونیسی او یو هیات وټاکی چی دا دوسیه وڅیړی  او پایه دی درسنیو له طریقه و ارزوی او هغه دخلو سره شریک کړی . هم‌دارنګه دملی یووالی دحکومت مشران نباید ددی دوسیی دخطا کونکو پرکارونو باندی سترګی پټی کړی. تر څو درسنیو پر وړاندی  د غیر قانونی کړنو مخنیوی و شی .

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK