دټولنیزو رسنیو  تړل، سانسور او استبداد ته لاره اواره وی

تبصره نشته
دټولنیزو رسنیو  تړل، سانسور او استبداد ته لاره اواره وی

 

پدی وروستیو کی  د اترا یا دافغانستان دمخابراتی خدمتونو  تنظیم کونکی اداری له خوا دوه  رسمی‌ لیکونه ومخابراتی خدمتونو شرکتونو ته صادر شوی دی  او په هغه کی ددی شرکت د مسؤلانو څخه غوښتل شوی دی چی دځنډه پرته دتلګرام او وتس اپ دټولنیزی شبکی فعالیتونه ودروی .

دا رسمی‌ لیکونه چی یود ۱۳۹۶ کال  دتلی دمیاشتی پر ۳۰ او دوهم د لړم دمیاشتی پر لسمه داترا مرستیال ښاغلی نقیب‌الله سیلاب په امضای صادر شوی دی ، چی دا په څرګند ډول داساسی قانون د۳۴ مادی ، د ټولنیزو رسنیو د دقانون او هم معلوماتو ته دلاسرسی دقانون پرخلاف دی.

دنی دفتر یوه سروی د  ۱۳۰ تنو خبریالانو په ګډون چی په پنځو لویو ښارونو کی فعالیت لری، په لاره اچول شوی دی دهغوی څخه پوښتنه شوی ده چی ایا ددو  اپلکیشنونو یعنی  ( وتس‌اپ او تلیگرام)څخه کار اخلی یا نه ؟ او که  استفاده کوی ؛ آیا پدی شبکه کی د محدودیت سره مخ شوی یاست کنه ؟

۹۳ په سلو  مثبت ځواب ورکړی  چی ددی  دوو اپلکیشنونو څخه په ټولنیزه شبکه کی  استفاده کوی   ۳۰ په سلو کی ددی شبکی کاروړونکو ویلی دی چی ددی ټولنیزی شبکی څخه دګټی اخیستنی پر مهال دستونزو سره مخ شوی دی  . لدی منځ څخه ۲۳ په سلو کی ویلی دی چی ستونزه یی ډیره زیاته  ده او ۷ په سلو کی ویلی دی  چی  مشکل یی نسبی دی ، یعنی چی ځینی وختونه  حسابونه یی تړل کیږی .

د نی ددفتر موندنی دا هم ښیی چی زیاتره هغه کسان چی  پدی سبکو کی د محدودیت سره مخ دی ، هغه خبریالان دی  چی زیاتره ددولت منتقدین دی .

د نی ددفتر عمومی رئیس عبدالمجیب خلوتگر، پدی اړه وویل:” ښاغلی  سیلاب، د(اترا)  یا دمخابراتی شبکو د اداری تنظیم کونکی مرستیال باید هر څه ژر وروسته ددی غیرقانونی  مکتوبونو لیږدونکی  ، په څارنوالی کی حاضر شوی وای او د هغه څه په اړه باید چی ترسره کړی وه ځواب ویلی وای ، خو سره لدی  غیر قانونی کړنو سره بیا هم  وخپل کارته دوام ورکوی  .”

دفتر نی حمایت کنندۀ رسانه‌های آزاد افغانستان از نهاد‌های عدلی و قضایی کشور می‌خواهد تا بخاطر حراست از قانون اساسی باید صادر کننده‌گان این مکتوب و کسانی را که این دستور را صادره کرده اند، به دادگاه حاضر نموده و از آن‌ها در رابطه به این اقدام غیر قانونی شان وضاحت بخواهند.

 

 

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK