د اسوشیتد پرس  دآژانس عکاس مسعود حسینی، دیوی پیښی څخه روغ رمټ ووت

تبصره نشته
د اسوشیتد پرس  دآژانس عکاس مسعود حسینی، دیوی پیښی څخه روغ رمټ ووت

 

دهیواد مشهور فوتو ژورنالیست (خبری عکاس) مسعود حسینی، چی دنړیوال  پولیتزر جایزی وړونکی دی، تیره شپه ۷بجی  دوری دمیاشتی پر ۸ دکابل په ښار کی تربرید لاندی راغی چی په خوښی سره نوموړی ته کوم ځانی زیان ونه رسیدی .

ښاغلی حسینی، دپیښی څو شیبی وروسته دنی ددفتر سره په اړیکه کی وویل : “دکابل په ښارمرکز کی خپل موټر کی دچلولو په حال کی وم چی وسله والو کسانو می لاره ونیوله ، خو ومی کولای شو چی پرته لدی چی ماته کوم ځانی زیان ورسیږی ؛ دخپل موټر سره وتښتم .”

دنی دفتر د افغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره ،ددی خبری عکاس پرځان دناوړه برید څخه اندیښمن شوی او دپولیس نه غواړی چی دبرید کونکو دپیژندنۍ په موخه جدی ګام واخلی او داقضیه دی په هر اړخیزه توګه وڅاری او دهغه پایله دی رسنیزی ټولنی سره شریک کړی.

دافغانستان حکومت  او په تیره بیا پولیس دامنیت دتأمین په برخه دهیواد دټولو وګړو پر وړاندی مسوول دی او داچی خبریالان ډیر زیان منونکی دی، دا مسوولیت څو برابره دامنیتی ځواکونو پرغاړه دی .

 

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK