د پنځه ولایتونو په رسنیو کی هیڅ ښځینه خبریاله نشته
تبصره نشته
دنی دفتر د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کی دښځینه خبریالانو دحضور په هکله چی په رسنیو کی کار کوی یوه سروی تر سره کړی ، کوم پایلی چی لاس ته راغلی داسی ښی چی دمخکنی باورونو پر خلاف چی اعلان شوی و دښځو حضور زیات شوی دی.
ددی سروی موخه داوه ترڅو پوه شو ، ایا دښځینه رسنیز کارکونکی حضوردهیواد په رسنیو کی په ۱۳۹۶ کال کی د ۱۳۹۵ کال په پرتله ،زیات شوی ، کم شوی او یا تغیر نه دی کړی .
دنی ددفتر دموندلو پر اساس ، دهیواد په رسنیو کی دښځینه کارکونکو شمیره په ۱۱ ولایتونو کی زیات شوی او نورو ۱۱ ولایتونو کی تغیر ندی کړی او خپل پخوانی حالت یی ساتلی په ۷ ولایتونو کی کموالی موندلی او په ۵ نور ولایتونو کی هیڅ ښځینه کارکونکی نه لری .
هغه ۱۱ ولایتونه چی دښځینه کارکونکو حضور زیات شوی عبارت دی له : کابل، پروان، لوگر، پکتیکا، ننگرهار، قندهار، هلمند، هرات، فراه، سرپل او بدخشان دی .
په ۱۱ نورو ولایتونو کی چی ښځینه کارکونکو حضور تغیر نه دی کړی او لکه: پنجشیر، غزنی، لغمان، کنر، بادغیس، نمیروز، بلخ، جوزجان، تخار، فاریاب او دایکندی.
۷ ولایت چی هلته دښځو حضور کموالی موندلی لکه : کاپیسا، وردک، بامیان، خوست، سمنگان، قندوز او بغلان ولایتونه دی .
دهغه رسنیو چی دښځو حضور په کښی لږوالی موندلی دی او یا اصلاً ښځی هلته حضور نه لری د هغه رسنیو مدیران او مالکانو ، دنی دفتر ته په ځواب کی ویلی دی چی دناامنیو پراخوالی ، دښځه پر ضد ډلو شتون او دخپلو رسنیو مالی ستونزی پیژندل شوی دی .
کوم ولایتوونه چی دهغه په رسنیو کی ښځی فعالیت نه لری ه؛ عبارت دی له : غور، پکتیکا، نورستان، ارزگان او زابل.
دنی دفتر دافغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ اداره دداسی سروی ګانو په لاره اچونه داهمیت وړ بولی او دولت څخه غواړی چی د معقول او درست سیاستونو ته دی مخه کړی ..
دنی دفتر دملی یووالی د حکومت څخه غواړی په هغه ولایاتو کی چی ښځی دمختلفو دلایلو په موخه لکه نا امنی د ښځو ضد عناصرو دفشار له امله او دیو غلط فرهنک یا کلتور دشتون له کبله ونشوای کړی پّ رسنیو کی کار وکړی ، په رسنیو کی دکار زمینه برابره کړی او دهغوی پر وړاندی ټول خنډونه له منځه یوسی .
موږ همدارنګه دملی یوالی دحکومت څخه غواړو په هغه نورو ۷ ولایتونو کی چی دښځو شمیره کموالی موندلی دی هم پاملرنه وکړی او هغه پرمخ پراته خنډونه دمنځه وړولو په موخه جدی اقدامات او عملی ګامونه تر لاس لاندی ونیسی .
تبصرې نشته