د یو مخکښ ورځپاڼه لیکونکی ترور په بغلان کی د خواشینی وړ ده

تبصره نشته
د یو مخکښ ورځپاڼه لیکونکی ترور په بغلان کی د خواشینی وړ ده

   اسدالله کهزاد، پخوانی نړیوال خبریال په رسنیو کی  او په اوسنی او حاضر وخت کی د آزادخبریال  او مدنی فعال په حیث د بغلان په ولایت کی فعالیت درلوده ناشناخته ولسوالوله  لوری  ووژل شو .

ښاغلی کهزاد تیر کال دفرانسی رادیو په دری سرویس کی دنده تر سره کوله، خو پدی وروستیو کی دمدنی فعالیتونو تر څنګ یو ازاد خبریال هم و .

هغه یو د ترهګری د سرسختو منتقدانو څخه  د بغلان په ولایت کی و. او تل به یی پر دولت  انتقاد کاوه چی دبغلان په ولایت کی یی د ویره اچونکو عناصرو  پر کار او  فعالیت باندی سترګی پټی کړی دی .

دافغانستان حکومت  باید هر څه عاجل کوم کسان چی ددی ترهګرو تر شا لاس لری،  وپیژنی  او د افغانستان  خلکو ته اعلان کړی. همدارنګه ددی تر څنګ چی دا کسان باید  محاکمه شی ، حکومت مکلف دی تر څو دقصدی او سیستماتیکو وژنو موخه په هیواد کی ونیسی او اجازه ورنکړی چی تر دی زیات دخلکو او نظام دښمنان لدی طریقه خپل شومو اهدافو ته ورسیږی .

دافغانستان د نی دفتر دښاغلی  کهزاد وژنه یوه لویه  ضایعۀ بولی  او  ددی ډول ترورونو دوام دهیواد او خلکو  لپاره خطرناک ګڼی .

که چیری د ملی یووالی حکومت ونه شی کولای او یا ونه غواړی ددی وژنی  عاملان او هم دهغه نورو خبریالانو قاتلان چی لا پخوا وژل شوی وپیژنی او دقانون منګلو ته یی وسپاری ، دخلکو او دولت ترمنځ واټن ډیریږی او اعتماد به لدی زیات اغیزمن شی .

 

 

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK