رسنیزو سرغړونو ته د رسیدنی کمیسیون،  باید دولسی دجرګی  دخبریال  د رپوټ قضیه په ټینګه وڅاری  

تبصره نشته
رسنیزو سرغړونو ته د رسیدنی کمیسیون،  باید دولسی دجرګی  دخبریال   د رپوټ قضیه په ټینګه وڅاری  

  د ولسی جرگی خبریال  (نوید سلطانی) یو رپوټ جوړ کړی او هغه یی دټولنیزو رسنیو له لاری خپور کړی چی په هغه کی هم اساسی قانون او هم  دافغانستان دټولنیزو رسنیو قانون نقض شوی دی

لکه څرنګه چی نی د افغانستان د آزادو رسنیوملاتړ اداره ؛ په خپل مخکنی اعلامیه کی لیکلی وه  ، پر خصوصی حریم تیری، د عقاید و تفتیش، پټ انځور اخیستل ، دری دقوانینو څرګنده موارد  دی چی نوموړی تر سره کړی دی .

دبل لوری  نوموړی خبریال د خپل  موقف او صلاحیت څخه ناوړه ګټه اخیستنه کړی دی  ا و داخلاقی موازینو پرخلاف یی عمل کړی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت  د رسنیزو سرغړونواو شکایتونو ته درسیدنی کمیسیون باید دا موضوع رسما او ددی اعلامیی په خپرولو سره وڅیړی او د هغه پایلو څخه دنی دفتر چی دآزادو رسنیو ملاتړ اداره ده باید موږ ته خبر راکړی.

حقوقی مسایل او کوم  مادی او معنوی زیانونه چی ددی رپوټ دخپرولو وروسته نوموړی  رستورانت  ته رسیدلی دی هغه شخص او نهادته رسیږی  کوم چی ددی رپوټ مسؤلیت ورپه غاړه دی او دنی دفترغواړی چی دا موضوع هم د اړونده  بنسټونو له لوری وارزول شی .

 

 

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK