منابع

د زیاتو مالوماتو لپاره

د نی مؤسسې په افغانستان کې د رسنیو پراختیا په اړه یو مقدار مواد را چمتو کړی دی. تاسې به په نږدې راتلونکې کې د دغې انترنتی صفحې له لارې دغو موادو ته لاس رسۍ ومومئ.
مفیده معلومات
د خرڅلاو او بازار موندنې د وسایلو ماټریکس
ستراتیژیکه پلان جوړونه یو آسان لارښود

د سیمه ایز راډیو سټیشن جوړونه

دیوه کلی کیسه   —  رادیویی بر نامه

بر خه۱ 

بر خه ۲

بر خه ۳

بر خه ۴

بر خه ۵

بر خه ۶

بر خه ۷

بر خه ۸

بر خه ۹

بر خه ۱۰

بر خه ۱۱

بر خه ۱۲

بر خه ۱۳

بر خه ۱۴

بر خه ۱۵

بر خه ۱۶

بر خه ۱۷

بر خه ۱۸

بر خه ۱۹

بر خه ۲۰

بر خه ۲۱

بر خه ۲۲

لاندې د ځینو ملی او نړیوالو سازمانونو لینکونه چې د رسنیو د پراختیا په برخه کې له افغانو خبریالانو سره کار کوی ورکړل شوی دی:

بې سرحده خبریالان

یو غیر انتفاعی سازمان دی چې په ټوله نړۍ کې د خبریدو او د نورو د خبرولو له آزادی څخه دفاع کوی او هم د Worldwide Press Freedom Index کلنۍ رپوټ خپروی.

د خبریالانو د ساتنې کمیټه

د خبریالانو د ناپییلو نړیوالو نهادونو نړیوالو خبرونه او خبری سرچینې خپروی او د خبریالانو د غچ اخیستلو له ویرې پرته د مالوماتو د خپرولو له حق څخه د دفاع له لارې د رسنیو له آزادۍ څخه دفاع کوی.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون

دا سازمان پر حکومتونو فشار راوړی تر څو د خبریالانو لپاره ټولنیز عدالت او د هغو حقوق تامین کړی.

انترنیوز

د انترنیوز شبکه یو غیر حکومتی نړیوال سازمان دی او په ټوله نړۍ کې د سیمه ییزو رسنیو د پیاوړلو له لارې د بیان د آزادۍ د پیاوړی کولو لپاره کار کوی. انترنیوز په افغانستان کې له ۱۳۸۱ کال څخه راپدیخوا فعالیت کوی.

د سولې او جګړې د رپوټ ورکولو انستتیوت

د سولې او جګړې د رپوټ ورکولو انستتیوت په جګړه ځپلو سیمو کې د سیمه ییز ژورنالیزم د پیاوړی کولو لپاره کار کوی. په افغانستان کې د دغه نهاد تمرکز په ټول هیواد کې د رسنیزو مرکزونو د یوې شبکې د جوړولو له لارې د ژورو رپوټ ورکولو په پیاوړی کولو باندې دی.

له ناورین څخه رپوټ ورکولو د پولیتزر مرکز

له ناورین څخه رپوټ ورکولو د پولیتزر مرکز یو غیر انتفاعی خبریالی سازمان دی چې په دې برخه کې د جایزې وړونکی هم دی. دغه سازمان په هغو موضوع ګانو باندې د تمرکز له لارې چې ورڅخه کم رپوټونه ورکړل شوی وی د آزاد نړیوال ژورنالیزم د پیاوړتیا لپاره کار کوی. سربیره پر دې، دا سازمان د هغو خبریالانو د سفر لګښت هم ورکوی کوم چې غواړی د دغو موضوع ګانو په اړه رپوټ ورکړی.

د پرانیستې ټولنې بنسټ (د دیوالونو ورانول)

د دیوالونو ورانول د پرانیستې ټولنې د بنیاد د مستندو عکسونو یو کلنی نندارتون دی. دغه نهاد له ۱۹۹۸ څخه تر دې دمه له ۱۰۰ څخه د زیاتو عکاسانو عکسونه چې د ټولنیز عدالت او بشری حقونو وضعیت یې ښکاره کاوه، نندارې ته وړاندې کړی دی.

ایکوال اکسیس

د ایکوال اکسیس موخه په وروسته پاتې هیوادونو کې د اړتیا وړ مالوماتو د انتقال له لارې د مثبت ټولنیز بدلون را منځ ته کول دی. په افغانستان کې د ایکوال اکسیس تمرکز په لاندې برخو باندې ده: د بشری حقونو او ښځو اړوند مسایل، اسلامی تعلیمات، روغتیا، د نشه یی توکو لپاره د تقاضا کموالی، ټاکنې او مدنی مشارکت، د قانون حاکمیت او د سولې راوستل.

د ځوان خبره افغانی فستیوال

د ځوان خبره فستیوال یو اشتراکی فستیوال دی چې زیات شمیر رسنۍ پکښې ګډون لری. د دغه فستیوال موخه دا ده چې ځوانان وهڅوی تر څو د نویو یا زړو رسنیزو طریقو په کارولو سره د خپل زړه خبرې بیان کړی.

د التای مشورتی نهاد

په ۱۳۸۹ کال کې د افغانستان رسنۍ

د «په ۱۳۸۹ کال کې د افغانستان رسنۍ» په نوم د التای د مشورتی نهاد رپوټ د رسنیو لومړنۍ هراړخیزه ارزونه ده چې تر دې دمه په افغانستان کې تر سره شوې ده.

پژواک خبری آژانس

پژواک په افغانستان کې تر ټولو لوی آزاد او خپلواک خبری آژانس دی.

البانی اسوشیت

البانی اسوشیت په افغانستان کې د یوه مشورتی سازمان په توګه د رسنیو چارو تنظیماتی نهادونو ته مشوره ورکوی. البانی اسوشیت د رسنیو د چارو د ودې او تنظیم په ډګر کې د کار له لارې رسنیو ته د جواز د صادرولو د سمون، د اړیکو د تنظیم د چارو په ساده کولو او روزنیزو پروګرامونو په جوړولو کې مرسته کړې ده.

د افغانستان د مالوماتو د مدیریت د خدماتو پروژه

د افغانستان د مالوماتو د مدیریت د خدماتو پروژه د افغانستان په حکومت کې د مالوماتو د مدیریت ظرفیت لوړوی او د افغانستان ټولو سازمانونو ته د مالوماتو د مدیریت اړوند خدمتونه وړاندې کوی.

د افغانستان د څیړنې او ارزونې څانګه

د افغانستان د څیړنې او ارزونې څانګه یو خپلواک څیړنیز انستتیوت دی چې مرکز یې په کابل کې دی. د افغانستان د څیړنې او ارزونې څانګه موخه د لوړ کیفیت لرونکو او د پالیسی د اړوندو څیړنو د تر سره کولو او د هغو د خپرولو او همدارنګه د څیړنې او روزنې د فرهنګ د ترویج له لارې د پالیسی جوړوونکو د اړتیا وړ مالوماتو را ټولول دی.

د افغانستان د شنونکو شبکه

د افغانستان د شنونکو شبکه د پالیسی اړوندو څیړنو په برخه کې یو خپلواک او غیر انتفاعی سازمان دی.

د افغانستان د انتخاباتی معلومات

نی د ټاکنو د څارنې یو پلت فارم د “AFGelections” په نوم د یوې محاوره ایزې پروسې په توګه جوړ کړی ترڅو د ټاکنو په هکله معلومات را ټول او خپاره کړی او د ټاکنو هغه پېښې انتقال کړی کومې چی په هکله یې د رسنیو، د ټاکنو د څارونکو او افغان ښاریانو په واسطه رپوټ ورکړل شوی.

 

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK