نی د دریو تنو رسنیزو کارکونکو وژل او ټپی کیدل دافغانستان رسنیزی ټولنی ته یو غټ زیان ګڼی

تبصره نشته
نی د دریو تنو رسنیزو کارکونکو وژل او ټپی کیدل دافغانستان رسنیزی ټولنی ته یو غټ زیان ګڼی

په هغه ویره ونکی برید کی چی د(سه شنبه دمرغومی پر۲۱)په کابل کی تر سره زموږ د دلسوهاوتنووطنوالو دشهادت او دسلو نه زیاتو کسانو دټپی کیدو سبب شو ، دولسی جرګی دوتنه رسنیز کارکونکی (نورالله او میرمن فریده )شهید او او طاهر پیمان دخرد دورځپاڼی خبریال ټپی شوی دی .

موږ له یوی خوا دهیواد دناامنیو څخه په مجموع کی، او له بلی خوا درسنیزو کارکونکو دځانی امنیت په هکله اندیښمن یو ا ود افغانستان درسنیزو مسؤلانو څخه غواړو چی دخپل دکارکونکو دځان ساتنی په موخه دهیڅ ډول هڅی او هاند څخه سپما ونکړی او هم د افغانستان رسنیز مسؤلان باید همدارنګه خپل ایمینی افدامات د تګ او راتګ پرمهال په نظر کی ونیسی .

موږ د هیواد دامنیتی ځواکونو څخه غواړو چی دخبریالانو داغوښتنی ته چی دخبریالی ټولنی دساتنی په موخه دی یوه ځانګړۍ ځواک په ناامنو سیمو کی د ترهګرو بریدونو پرمهال هر څه ژر جوړ کړی.

موږ همدارنګه دملی یووالی حکومت غواړو چی دهری ترهګری ډلی سره دخبرو پر مهال په تیره بیا طالبانو سره په خبرو کی دا دیو شرط په ډول چی دوی به د بشری حقونو دناقضینو په ډول محکمی ته وړل کیږی دیو شرط په توګه په نظر کی ونیول شی.

دیادونی وړ ده چی په یو لړ ترهګریزو بریدونه کی په کابل ،کندهاراو هلمند کی دسه شنبی په ورځ تر سره شول د۵۰ نه زیات کسان وژلی او د۲۰۰ په شاوخوا ټپیان شوی دی چی په وژل شوو کسانو کی یو شمیر دمتحده اماراتود هیواد دیپلوماتان هم شامل دی .

 

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK