پداسی حال کی چی خلک په وینو کی لمیږی ؛ حکومت، دبیان دآزادی داواز دغلی کیدو په فکر کی دی

تبصره نشته
    پداسی حال کی چی خلک په وینو کی لمیږی ؛ حکومت، دبیان دآزادی داواز دغلی کیدو په فکر کی دی

 

  احمد سعیدی، پخوانی ډیپلومات او هم د هیواد درسنیو دشنونکو دشپی د۷ بجو څخه بیا دشپی تر ۱۲ بجو پوری دده پروینا دملی امنیت په قید کی تیره کړه .

په همدی ورځ  کی دافغانستان داسلامی جمهوریت دعامه روغتیا وزارت دیو شمیر خبریالانو او فلم اخیستونکو دوتلو خنډ وګرزیدل، کوم چی ددی خبری پروګرام پوښش یی تحریم کړی و.

او دا په داسی حال کی دی چی په همدی ورځ یو شمیر خبریالان دپارلمان په غولی کی دیو عدلی او سیمیز چارواکی دګواښ لاندی راغلل .

دیو شمیر دولتی مسوولینو هڅی دبیان ازادی دمنځه وړلو په موخه پداسی حال کی تر سره کیږی چی پر همدی ورځ (د۱۳۹۶ کال دسلواغی ۷) دکابل ښار په زړه کی یوه ترهکره خونړی برید صورت مومی چی به هغه ۱۰۰ تنه په شهادت رسیږی او دوه برابره نور بیا ټپیان کیږی.

دتیری اونی په سر کی چی ترهګرو کله چی  پر انترکانتیننتال هوټل وکړه او یوشمیر غیر پوځیان چی په هغه ښځی او ماشومان هم شامل وه ووژل او هم ټپی شول . او اوس چی ۹ ورځی د هغه پیښی څخه تیریږی ؛ خبریالان او خلک د پیښی د څرنګوالی په اړه معلومات نه لری او شمیر پوښتنی هم بی ځاوبه پاتی دی .

دنی ددفتر رییس عبدالمجیب خلوتگر، په دی اړه وویل :” د حکومت نوی چلند دخبریالانو سره داڅرګندوی چی دبیان پر آزادی باندی محدودیت ښیی  همدارنګه دحقایقواو معلوماتو  پټول  پدی شرایطو کی دشایعه او اوازو بازار ګرم ساتی.او دافغانستان دښمنان ددی حالت څخه دخپل ځان په ګټه کار اخلی  .پر حکومت باندی لازم ده  چی معلوماتو ته دلاسرسی دقانون پر اساس هر هغه څه چی پیښیږی معلوماتو ته دلاسرسی دقانون پر اساس دخبریالانو په اختیار کی ورکړل شی   .”

دنی دفتر د افغانستان دازادو رسنیو دملاتړ اداره ؛ ددی حالت دوام دهیواد په صلاح کی نه بولی دحکومتی چارواکو څخه غواړی ترڅو داساسی قانون او معلوماتو ته دلاسرسی قانون پر اساس  دمعلوماتو رسولو ،دبیان ازادی او ازادو معلوماتو  رسولو زمینه برابره کړی .

دیادولو وړده چی ښاغلی سعیدی، وروسته له هغه چی دطلوع نیوز سره مرکه وکړه او دملی یووالی پرحکومت باندی نیوکه وکړه او دملی امنیت دمامورینو له خوا ونیول شول او ورسته له څلورو ساعتونو له تیرولو وروسته بیرته آزاد شو.

د نی  دفتر ؛ دښاغلی سعیدی دنیونی په اړه دملی امنیت له لوری دنیونی اوهم  دا چی محکمی له لوری دیو خبریال ته محکمی له لوری سپکاوی او هم دخبریالانو سره دعامه روغتیا وزارت دتاوتریخوالی او غیرقانونی سلوک  په اړوند دلازیاتو معلوماتو غوښتونکی شو .

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK