په بلخ ولایت کی دنی ساحوی دفتر  معلوماتو ته دلاسرسی له وضعیت څخه اندیښمن دی

تبصره نشته
په بلخ ولایت کی دنی ساحوی دفتر  معلوماتو ته دلاسرسی له وضعیت څخه اندیښمن دی

 

بلخ یو دمهمو خبرجوړونکو  ولایتونو  څخه دی . ددی ولایت رسنی او خبریالان  پدی وروستیو کی دځنیو سختو ستونزو سره مخ شوی دی چی سبب یی معلوماتو ته نه لاسرسی دی .

دیوی مودی راهیسی حکومتی  مسوولان خپل زیاته هڅه کوی ترڅو مهم معلومات دخلکو او خبریالان دسترګو او غوږونو څخه پټ کړی .

په ځینو ولسوالیو کی د بی امنیتی دزیاتوالی له کبله لکه  بلخ، چمتال او چاربولک ولسوالیو کی  دغیرمسوولو وسله والو کسانو له لوری جنایی شخړی په ښار او دحیرتان په سرحدی ښارګوټی کی په سپینه ورځ وسله والی غلاوی داټول هغه مسائل دی چی تر اوسه دبلخ ولایت پولیس او امنیتی ارگانونو‌او  امنیتی او دولتی مسوولین  حاضر شوی نه دی ترڅو دقیق  معلومات وړاندی کړی .

سره لدی چی د افغانستان اساسی قانون په پنخوسمه ماده او معلوماتو ته دلاسرسی ټول قوانین  دهیواد وګړو ته دمعلوماتو ورکولو حق باندی صراحت لری، خو دحکومتی ارګانونو له خوا ، دقانون ماتونی په دلیل معلوماتو ته، نه لاسرسی ورځ تر بلی  زیاتوالی موندلی دی .

دنی ساحوی دفتر په  بلخ کی څو ځله دحکومتی مسوولینو، په تیره بیا امنیتی بنسټونه  څخه دمعلوماتو اخیستنی په برخه کی د همکاری او مرستی غوښتونکی شوی دی . چی یوازی لفظی ژمنی کړی، خو په خواشینی سره په عملی توګه پدی برخه کی هیڅ ډول مرسته نده شوی .

دبلخ ولایت خبریالان او مسوولان داساسی قانون او معلوماتو ته دلاسرسی قانون د تطبیق غوښتونکی دی او دمسوولینو څخه غوښتنه کوی چی دا مهم  امر ومنی .

 

 

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK