پولیس  باید دآریانانیوز دخبرزیالانو د وهلو تکولو عامل ونیسی او په  بلخ کی  باید محاکمه شی

تبصره نشته
پولیس  باید دآریانانیوز دخبرزیالانو د وهلو تکولو عامل ونیسی او په  بلخ کی  باید محاکمه شی

تیره شپه د آریانانیوز یوه ډله خبریالان په  مزار شریف ګی چی دنوروز دمیلی او د اور لوبی د جریان څخه دخبری پوښش په حالت کی وه دپولیس له لوری وهل شوی او دهغوی د فلمبرداری کمره یی هم ورماته کړی ده. 

بشیر انصاری، د آریانا تلویزون مسوول په بلخ  ولایت کی درسنیو دڅار اداری ته وویل : بشیر عطایی د آریانا نیوزتلویزون رپورټر چی نوې کال دمیلی څخه رپوټ جوړولو په حال کی و چی یوه دپولیس سرتیری پرته له لدی څه ووایی، نوموړی  یی پر مخ  په سخته څپیړی وواهه، ولید صدیقی آریانانیوزفلم اخیستونکی چی ددی وضعیت څخه ویډیو اخیستله د هغه سره یی هم دزور زیاتی څخه کار اخیستی او بیا یی دهغه دفلم اخیستولو کمره هم ور ماته کړه .

کوم انځورونه چی دپولیس  ددی زور زیاتی دعمل څخه اخیستل شوی دی په ټولینیزو رسنیو کی په پراخ ډول نشر ته رسیدلی او ددی ټولنیزو رسنیو کاروړنکی ددی کار دعاملینو ته  دجزا ورکولو غوښتونکی شوی دی .

د نی ددفتر چی دآزادو رسنیو ملاتو اداره ده دا یی یو غیرقانونی عمل ګڼلی او هغه غندی .

پولیس چی دقانون  مجری دی، نباید چی خپله د قانون په  ناقضینو تبدیل شی. دبلخ  پولیس او سیمیز چارواکی ددی څرګنده او ښکاره تاوترویخوالی پر وړاندی  باید بی توپیره پاتی نه شی .

دنی  دفتر دبلخ ولایت دپولیس د مسوولانو او دهغه ولایت دچارواکو څخه په کلکه غواړی چی دا قضیه وڅیړی او کوم پولیس چی ددی تاوتریخوالی سبب شوی دی هغه باید  محاکمه او د قانون مطابق  مجازات  شی.

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK