ښاغلی  افغان باید هرڅه ژر د بند څخه آزاد شی اودهغه قضیه‌ داړوند کمیسیون له لوری وارزول شی

تبصره نشته
ښاغلی  افغان باید هرڅه ژر د بند څخه آزاد شی اودهغه قضیه‌ داړوند کمیسیون له لوری وارزول شی

 

دکندهار ولایت یو تن عکاس خبریال ( فوتوژورنالیست) عبدالعلی افغان، په خپل فیسبوک پاڼه کی دسپکاوی مطالبو د لیکلو په تور بندی شوی دی .

دکندهار د استیناف څارنوال وایی چی ښاغلی  افغان  دهغه جزایی کودونو له مخه کوم چی پدی وروستیو کی توشیح شوی دی، نیولی دی او تأکید کوی، چی وروسته لدی  به په هرچا چی  په مجازی فضای کی چاته سپکاوی وکړ هغه به  مجازات شی.

دنی دفتر دخبریالانو نیول، مخکی لدی چی قضایاوی دشکایتونو او سرغړونو په کمسیون کی وارزول شی غیر قانونی بولی

دنی ددفتر عمومی رییس عبدالمجیب خلوتگر، پدی هکله وایی :« له هغه ځایه چی دټولنیزو رسنیو قانون یو لوړ قانون دی، باید هره رسنیزه  قضیه ‌لومړی دسرنیزو سرغړونو کمیسیون کی وارزول شی  چی دهمدی قانون پراساس جوړ شوی دی . او بیا دجرمی مواردو د درلودلو په صورت کی دوسیه دی عدلی او قضایی ارګانونو ته ارجاع شی»

دنی دفتر ؛ دکندهار ولایت داستیناف  دڅارنوالی څخه غواړی ترڅو هر څه ژر نوموړی خبریال د بند څخه  آزاد کړی او دقانون د تطبیق په خاطر، دوسیه داطلاعاتو او کلتور وزارت درسنیزو سرغړونو دارزونی کمیسیون ته راجع کړی.

باید یادونه وشی  چی هیڅوک حقیقی او حکمی اشحاصو ته دسپکاوی صلاحیت له هیڅ  طریق نه لری.

دبل بلوه؛ د هیواد څارنوالی باید پام ونیسی  چی دافغانستان ښاریان هغوی ته  دقوانینونو پر اجرای او عملی کولو باندی دامید سترګی  نیولی  دی .

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK