زمونږ په اړه

نی د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ کوونکی په ملی کچه د آزادو رسنیو د پیاوړی کولو او د بیان د آزادۍ د تعمیم لپاره کار کوی. نی یوه غیر حکومتی افغانی مؤسسه ده چې په ۱۳۸۴ کال کې د انترنیوز په مرسته جوړه شوه. د نی مؤسسې اصلی موخه په افغانستان کې د یوه پیاوړی او خپلواک رسنیز سکتور وده او پراختیا ده چې دغې موخې ته د رسیدو لپاره د نی مؤسسه د روزنې، عدالت غوښتنې او تولیدی برخو کې کار کوی. د نی مؤسسه د انترنیوز شبکې د نړیوالې شبکې، چې په ټوله نړۍ کې ۴۰ څانګې لری، بشپړ غړیتوب لری. دمګړۍ د نی مؤسسه د متحدو ایالاتو د نړیوالې پراختیایی ادارې له خوا د انترنیوز شبکې له لارې تمویلیږی او هم له ځینو نورو دونرانو څخه کوچنۍ مرستې تر لاسه کوی.

د نی مؤسسې مرکزی دفتر او روزنیز مرکز په کابل کې پروت دی او ولایتی دفترونه یې د هیواد په لویو ښارونو یعنې جلال آباد، کندهار، مزار شریف او هرات کې موقعیت لری. د نی مؤسسه د خبریالانو او هغو کسانو لپاره چې غواړی په افغانستان کې نوې د خبریالۍ ډګر ته ور ودانګی عملی روزنیز پروګرامونه جوړوی. په دې وروستیو کې د نی رسنیز انستتیوت د افغانستان له حکومت څخه د کار رسمی جواز تر لاسه کړ چې تر دې وروسته به د نی مؤسسه ژر تر ژره خپلو روزنیزو پروګرامونو ته پراختیا ورکړی. د نی د رسنیز انستتیوت په اړه د لا زیاتو مالوماتو لپاره او یا که چیرې زمونږ په کورسونو کې نوم لیکنې ته لیوال یاست، لطفاْ د دغې انترنتی پانې د «روزنیز پروګرامونه» برخې ته مراجعه وکړئ. د نی مؤسسه خپله د عدالت غوښتنې دنده د راز راز فعالیتونو له لارې تر سره کوی. د نی مؤسسه دولت د هغو قوانینو تعدیلولو ته رابولی چې د خبریالانو حقوق اغیزمنوی؛ په ولایتونو کې له خبریالانو او کارکوونکو سره اړیکې ټینګوی او هم په افغانستان کې د رسنیو د رول په اړه د خلکو د پوهاوی د کچې د لوړولو لپاره رسنیز کمپاینونه او غونډې جوړی.

دنی دموسسی د رسنیو د څاراداره په ټول هیواد کی خبریالان ، رسنی او درسنیو اړوند کسان چی ګواښل کیږی او یا هم د تاوتریخوالی لاندی نیول کیږی ؛ د هغوی څخه دحقوقو څخه دفاع کوی او ددی ډول ستونزو په له منځه وړلو په موخه د اړونده چارواکو اومسوولینو سره په اړیکه کیږی او د حل مناسبی لاری لټوی . همدارنګه کوم خبریالان چی دتاوتریخوالی لاندی راځی په دفتر کی ثبت کړی او دهغه پر بنسټ ځانګړی کتبی او رادیویی رپوټونه جوړوی او دهغه پر بنسټ  د هر شمسی او میلادی کال په آخر کی د رسنیو دڅار کلنی  رپوټ خپراوه.

درسنیو د څار دفتر درسنیو او خبریالانو   دعدالت او د حقوقود غوښتنی په موخه د ځانګړو رپوټونو د خپرولو ، دمطبوعاتی   اعلامیو،   دخبری غونډو دجوړولو( مطبوعاتی کنفرانسونو ) اود دولتی مسوولینو سره د مستقیم لیدنو او کتنو له لاری تر سره کوی .

د نی رسنیو دڅار اداره ؛ یوه اطلاعاتی انترنتی نقشه دافغانستان دخبریالانو د تاوتریخوالی په اړوند جوړه او په لاره اچول شوی دی چی ددی واحد د جامع تحقیق پدی هکله دی .

د دقوانینو د اصلاع او په ځانګړی توګه د ټولنیزو رسنیو داصلاح په برخه کی خپل نه ستړی ماتیدونکی هڅو ته ادامه ورکوی اطلاعاتو ده دلاسرسی دقانون توشیح او تصویب په برخه کی د نی ددفتر او نورو بنسټونو پررول باندی نباید سترګی پټی کړو .د عدالت غوښتنی دمقرری تصویب اود خصوصی رسنیو د فعالیت دطرز د څرنګوالی په خاطر ادامه لری .چی ددی مقرری د تصویب وروسته به د خبریالانو د حقوق تر زیاتی اندازی رفع شی .

ددریمی د می چی دمطبوعاتو نړیواله ورځ ده هر کال په شانداره توګه لمانځل کیږی ، او پدی ورځ غوره خبریالانو ته د تندیس ورکول کیږی ، خبریالان، فلم اخیسیتونکی ، عکاسان، جوړونکی دنورو برخو چلوونکی او دخبریالی نوری برخی چی پدی جشنواری کی د ګډون مینه وال وی دخپل کاری نمونی د نی دفتر ته سپاری .او وروسته ددی کاری نمونو د ارزونی څخه یو بیطرفه هیات له خوا د تندیس وړونکی اعلانیږی .

همدارنګه دکابل په ښار کی دیوی سړک نومول ( دبیان دازادی واټ)په نامه یوه بله لاس ته راوړنه ده چی دنی دفتر د بیان د ازادی په خاطر د بیان دازادی د بنسټ کولو په خاطر په هیواد کی هڅه کوی.

همدارنګه هڅی دوام لری چی یوه ورځ د داجتماعی رسنیوپه نامه دافغانستان په جنتری کی دیونسکو په همکاری ونومول شی . همدارنکه د رسنیو د څار اداره د هغه خبریالانو سره چی حقوقی ستونزو سزه مخ دی وړیا مدافع وکیل ورته نیول کیږی.او وړیا حقوقی صلاح مشوره ورکول کیږی.

دنی موسسه په څو وروستیو کلونو کی یو زیات شمیر رسالی اوکتابونه چاپ ته رسولی دی.یو کتاب چی ” دافغانستان خبریالان” نومیږی چی د رسنیو دڅار درپوټونو څخه جوړه یوه ټولګه ده .د رسنیو لارښود کتاب چی دافغانستان دټولو رسنیو شمیری او معلومات په کښی ذکر شوی دی چی هر کال ابدیت یا نوی کیږی، نشر ته سپارل کیږی.د ټولنیزو رسنیود قانون شنل” یوبل کتاب دی چی په دی موده کی خپورشوی دی ، یو بل کتاب چی د رسنیو پرپالیسو باندی دافغانستان د رسنیو پر نواقصو باندی نیوکی کړی دی خپور شوی دی او مینه والو په اختیار کی ورکول شوی دی .

د کار پوهانو او متخصصین فهرست  چی معلومات لری لکه : د کار پوهه نوم ، د اوسیدو ځای ، د اړیکی شمیره او ایمیل ادرس په هغه کی  درج دی .پدی فهرست کی به  کار پوهان مختلف مسایل د هغوی د تخصص په تفکیک سره ترلاسه کړی . رسنی او محترم خبریالان کولای شی چی د کاپوهانو د فهرست څخه  په ښه وجه ترینه ګټه واخلی او پر رسنیو باندی ښی اغیزی په موخه رول ولری

که چیری خبریال او یا رسنیز کارکونکی چی دتاوتریخوالی لاندی راشی د حق غوښتنی په موخه ددی شمیری سره اړیکه تینګه کړی

صدیق الله توحیدی، د نی درسنیو دڅار ددفتر رئیس: ۰۷۰۰۲۷۹۱۷۶

محمد صابر فهیم، درسنیو دڅار ددفتر لوی رپورټر: ۰۷۰۰۲۶۶۷۲۷

او هم پدی ایمیل آدرس saber.fahim@nai.org.af لیک ولیږی.

نی په نورو رسنیئو کی

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK