د رسنیو حقوق

د نی مؤسسې له ۱۳۸۳ کال څخه را پدیخوا له رسنیو څخه ملاتړ کړی دی. خبریالان په افغانستان کې په خورا ناوړه شرایطو کې ژوند کوی او په تکرار سره له تاوتریخوالی، ګواښونو او ویرولو سره مخ کیږی چې په پایله کې یې د خبریالۍ په چارو کې خنډ واقع کیږی. د نی د مؤسسې د عدالت غوښتنې ډله د افغانستان د رسنیو په کورنۍ کې د دغه شان پیښو په وړاندې له ځان څخه غبرګون ښکاروی. د نی مؤسسې کارکوونکی د لوړ کاری هوډ په درلودلو سره هغه پیښې چې خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته پیښیږی تر نظر لاندې نیسی او د خپلو نشریاتو له لارې او هم په بیلابیلو غونډو کې لکه حکومتی یا غیر حکومتی ملی او نړیوالو غونډو او د مدنی ټولنې غونډو کې د هغو له حقوقو څخه دفاع کوی.

د رسنیو څارونکی

د نی مؤسسه خپلې د رسنیو د څارونکې څانګې له لیارې هڅه کوی تر څو هغه خنډونه چې د افغانستان د آزادو او خپلواکو رسنیو په لار کې پراته دی، لیرې کړی. د نی مؤسسه دا کار د هغو ستونزو په اړه د منظمو رپوټونو د ورکولو له لارې چې خبریالان د هیواد په ګوټ ګوټ کې ور سره مخ کیږی او هم د افغانستان د رسنیو د کورنۍ اړوندو پیښو په وړاندې د غبرګون په ښکاره کولو سره تر سره کوی. د نی مؤسسه هره میاشت د رسنیو د څار یو رپوټ په پښتو، دری او انګلیسی ژبو خپروی او له ۳۰۰۰ څخه زیاتو خبریالانو او رسنیزو ارګانونو ته یې استوی. سر بیره پر دې، د رسنیو څارونکی په هر ۱۵ ورځو کې یوه راډیویی خبرونه تولید او د سلام وطندار له لارې، چې یوه ملی راډیویی شبکه ده، یې خپروی. دغه خپرونه په ټول هیواد کې د څه د پاسه ۳۰ راډیو ګانو له څپو څخه خبریږی. تاسې کولای شئ د رسنیو د څارونکی رپوټونه دلته ولولئ او دانلود کړئ.

د رسنیو د څار د څانګې نور فعالیتونه په دې ډول دی: د مطبوعاتی بیانیو او اعلامیو صادرول، د مطبوعاتی کنفرانسونو او د خبریالانو د غونډو جوړول، د خبریالانو د حقوقو لپاره د کمپاینونو په لاره اچول او د رسنیو په استازیتوب دولت ته قناعت ورکول چې قوانین د خبریالانو په نفع تعدیل کړی. په ۲۰۰۹ کال کې د نی مؤسسې د عدالت غوښتنې ډلې د افغانستان د رسنیو قانون په بیاکتنې او اصلاح کې مرسته وکړه. د رسنیو قانون د خبریالانو د حقوقو څخه د ملاتړ، د رسنیو د اساسی رول او د بیان د آزادۍ په اړه یو معتبر ملی سند دی. تاسی کولای شی د وژل شوی ژورنالیستان په اړه دلته ولولی.

په افغانستان کی په رسنیو د تاوتریخوالی معلوماتی نقشه نوی شوی ده 
نی په افغانستان کی د خپلواکو رسنیو ملاتړ په ۱۳۹۰ هجری لمریز کال کی د انتر نیټی نړی د پاڼی پرمخ په خبریالانو د تاوتریخوالی نقشه په لاره اچولی . دغه معلوماتی نقشه چی په خپله یو سایت دی، د هغو پیښو ښوودونکی ده چی په یوه تیره لسیزه کی په خبریالانو او رسنیو په افغانستان کی تیر شوی دی. په دغه نقشه کی معلومات د جغرافیایی موقعیت پر بنسټ ځای پر ځای شوی دی، چی نموړی انترنیتی صفحه پدی وروستیو کی نوی شوی ده.

د افغانستان د رسنیو لارښود کتاب رسنی نن یوه غوره کاری برخه ده چی دهیواد زیات شمیر ځوانان پردغه کار بوخت دی او دزیاتو رسنیو حضور په سبب افغانستان له یو غږیزه تولنه بدل شوی او که څوک غواړی یا نه غواړی اړتیایی احساسیده چی د رسنیو لارښود کتاب په لاس کی وی، کله چه ژورنالستان او یا هم نور څیړونکی وغواړی په آسانی سره د رسنیو په اړه لومړنی معلومات لاس ته ور وړی.
دپشتی طرح  لومړنی برخه  دوه همه برخه  دریمه برخه 

رسنیو دڅار ریپوټ

د نی مؤسسه هره میاشت د رسنیو د څار یو رپوټ په پښتو، دری او انګلیسی ژبو خپروی او له ۳۰۰۰ څخه زیاتو خبریالانو او رسنیزو ارګانونو ته یې استوی. سر بیره پر دې، د رسنیو څارونکی په هر ۱۵ ورځو کې یوه راډیویی خپرونه تولید او د سلام وطندار له لارې، چې یوه ملی راډیویی شبکه ده، یې خپروی. دغه خپرونه په ټول هیواد کې د څه د پاسه ۳۰ راډیو ګانو له څپو څخه خپریږی.

د رادیو پروګرامونه

د رسنیو څارونکی په هر ۱۵ ورځو کې یوه راډیویی خبرونه تولید او د سلام وطندار له لارې، چې یوه ملی راډیویی شبکه ده، یې خپروی. دغه خپرونه په ټول هیواد کې د څه د پاسه ۳۰ راډیو ګانو له څپو څخه خبریږی.

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK