د زیاتو مالوماتو لپاره

د زیاتو مالوماتو لپاره

د نی مؤسسې په افغانستان کې د رسنیو پراختیا په اړه یو مقدار مواد را چمتو کړي دي. تاسې به په نږدې راتلونکې کې د دغې انترنتي صفحې له لارې دغو موادو ته لاس رسۍ ومومئ.
مفیده معلومات
د خرڅلاو او بازار موندنې د وسایلو ماټریکس
ستراتیژیکه پلان جوړونه یو آسان لارښود

د سیمه ایز راډیو سټیشن جوړونه

دیوه کلی کیسه   ---  رادیویی بر نامه

بر خه1 

بر خه 2

بر خه 3

بر خه 4

بر خه 5

بر خه 6

بر خه 7

بر خه 8

بر خه 9

بر خه 10

بر خه 11

بر خه 12

بر خه 13

بر خه 14

بر خه 15

بر خه 16

بر خه 17

بر خه 18

بر خه 19

بر خه 20

بر خه 21

بر خه 22

 

لاندې د ځینو ملي او نړیوالو سازمانونو لینکونه چې د رسنیو د پراختیا په برخه کې له افغانو خبریالانو سره کار کوي ورکړل شوي دي:

بې سرحده خبریالان

یو غیر انتفاعي سازمان دی چې په ټوله نړۍ کې د خبریدو او د نورو د خبرولو له آزادي څخه دفاع کوي او هم د Worldwide Press Freedom Index کلنۍ رپوټ خپروي.

د خبریالانو د ساتنې کمیټه

د خبریالانو د ناپییلو نړیوالو نهادونو نړیوالو خبرونه او خبري سرچینې خپروي او د خبریالانو د غچ اخیستلو له ویرې پرته د مالوماتو د خپرولو له حق څخه د دفاع له لارې د رسنیو له آزادۍ څخه دفاع کوي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون

دا سازمان پر حکومتونو فشار راوړي تر څو د خبریالانو لپاره ټولنیز عدالت او د هغو حقوق تامین کړي.

انترنیوز

د انترنیوز شبکه یو غیر حکومتي نړیوال سازمان دی او په ټوله نړۍ کې د سیمه ییزو رسنیو د پیاوړلو له لارې د بیان د آزادۍ د پیاوړي کولو لپاره کار کوي. انترنیوز په افغانستان کې له ۱۳۸۱ کال څخه راپدیخوا فعالیت کوي.

د سولې او جګړې د رپوټ ورکولو انستتیوت

د سولې او جګړې د رپوټ ورکولو انستتیوت په جګړه ځپلو سیمو کې د سیمه ییز ژورنالیزم د پیاوړي کولو لپاره کار کوي. په افغانستان کې د دغه نهاد تمرکز په ټول هیواد کې د رسنیزو مرکزونو د یوې شبکې د جوړولو له لارې د ژورو رپوټ ورکولو په پیاوړي کولو باندې دی.

له ناورین څخه رپوټ ورکولو د پولیتزر مرکز

له ناورین څخه رپوټ ورکولو د پولیتزر مرکز یو غیر انتفاعي خبریالي سازمان دی چې په دې برخه کې د جایزې وړونکی هم دی. دغه سازمان په هغو موضوع ګانو باندې د تمرکز له لارې چې ورڅخه کم رپوټونه ورکړل شوي وي د آزاد نړیوال ژورنالیزم د پیاوړتیا لپاره کار کوي. سربیره پر دې، دا سازمان د هغو خبریالانو د سفر لګښت هم ورکوي کوم چې غواړي د دغو موضوع ګانو په اړه رپوټ ورکړي.

د پرانیستې ټولنې بنسټ (د دیوالونو ورانول)

د دیوالونو ورانول د پرانیستې ټولنې د بنیاد د مستندو عکسونو یو کلنی نندارتون دی. دغه نهاد له ۱۹۹۸ څخه تر دې دمه له ۱۰۰ څخه د زیاتو عکاسانو عکسونه چې د ټولنیز عدالت او بشري حقونو وضعیت یې ښکاره کاوه، نندارې ته وړاندې کړي دي.

ایکوال اکسیس

د ایکوال اکسیس موخه په وروسته پاتې هیوادونو کې د اړتیا وړ مالوماتو د انتقال له لارې د مثبت ټولنیز بدلون را منځ ته کول دي. په افغانستان کې د ایکوال اکسیس تمرکز په لاندې برخو باندې ده: د بشري حقونو او ښځو اړوند مسایل، اسلامي تعلیمات، روغتیا، د نشه یي توکو لپاره د تقاضا کموالی، ټاکنې او مدني مشارکت، د قانون حاکمیت او د سولې راوستل.

د ځوان خبره افغاني فستیوال

د ځوان خبره فستیوال یو اشتراکي فستیوال دی چې زیات شمیر رسنۍ پکښې ګډون لري. د دغه فستیوال موخه دا ده چې ځوانان وهڅوي تر څو د نویو یا زړو رسنیزو طریقو په کارولو سره د خپل زړه خبرې بیان کړي.

د التای مشورتي نهاد

په ۱۳۸۹ کال کې د افغانستان رسنۍ

د «په ۱۳۸۹ کال کې د افغانستان رسنۍ» په نوم د التای د مشورتي نهاد رپوټ د رسنیو لومړنۍ هراړخیزه ارزونه ده چې تر دې دمه په افغانستان کې تر سره شوې ده.

پژواک خبري آژانس

پژواک په افغانستان کې تر ټولو لوی آزاد او خپلواک خبري آژانس دی.

الباني اسوشیت

الباني اسوشیت په افغانستان کې د یوه مشورتي سازمان په توګه د رسنیو چارو تنظیماتي نهادونو ته مشوره ورکوي. الباني اسوشیت د رسنیو د چارو د ودې او تنظیم په ډګر کې د کار له لارې رسنیو ته د جواز د صادرولو د سمون، د اړیکو د تنظیم د چارو په ساده کولو او روزنیزو پروګرامونو په جوړولو کې مرسته کړې ده.

د افغانستان د مالوماتو د مدیریت د خدماتو پروژه

د افغانستان د مالوماتو د مدیریت د خدماتو پروژه د افغانستان په حکومت کې د مالوماتو د مدیریت ظرفیت لوړوي او د افغانستان ټولو سازمانونو ته د مالوماتو د مدیریت اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

د افغانستان د څیړنې او ارزونې څانګه

د افغانستان د څیړنې او ارزونې څانګه یو خپلواک څیړنیز انستتیوت دی چې مرکز یې په کابل کې دی. د افغانستان د څیړنې او ارزونې څانګه موخه د لوړ کیفیت لرونکو او د پالیسي د اړوندو څیړنو د تر سره کولو او د هغو د خپرولو او همدارنګه د څیړنې او روزنې د فرهنګ د ترویج له لارې د پالیسي جوړوونکو د اړتیا وړ مالوماتو را ټولول دي.

د افغانستان د شنونکو شبکه

د افغانستان د شنونکو شبکه د پالیسي اړوندو څیړنو په برخه کې یو خپلواک او غیر انتفاعي سازمان دی.