د نی مؤسسې او رسنیو په هکله تازه خبرونه او معلومات

د رای اچونی پروسی پایله

افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د رايې ورکولو وخت په پنځو بجو پای ته ورسېد، خو هغه کسان چې په کتارونو کې ولاړ دي کولای شي خپلې رايې وکاروي او د ټاکنو کمېسيون کارکوونکي چمتو دي چې هغوی ته اسانتياوې برابرې کړي. ټاکل شوې وه د رايې ورکولو بهير د سهار په اوو بجو پيل شي او د مازيګر په څلور بجو پای ته ورسېږي، خو د ټاکنو کمېسيون دغه موده د مازيګر تر پنځو بجو وغځوله. اوس په افغانستان کې د مازيګر پنځه بجې دي. ... نور


په ټول هیواد کی د رای اچونی د مرکزونو په پرانستلو سره د ښځو حضور د وړاندوینی وړ نه و

ولسمشریزو او ولایتی شورای ګانو صندوقونو ته رای اچونه ډاکټر یوسف نورستانی رای پاڼی په اچولو سره رسمآ پیل شو. امنیتی ځواکونو په خپل پراخ حضور سره هڅه کړی ده ترڅو بشپړ امنیت راوړی. دافغانستان خلک نن د دریم ځل لپاره د رای ورکولو مرکزونو ته ولاړل چی خپل ولسمشر انتخاب کړی . د افغانستان وګړی سره لدی چی باران اوریده او هم ترانسپورتی ستونزی وی او درپوټونو په حواله په ځینو مرکزونو کی د رای ورکولو پاڼی لږ شوی.چی دټول ټاکنو د کمیسیون له خوا دا نقصیه حل شوه . په همدی حال کی دمیرمنو اوږدی لیکودا حقیقت بربنډ کړ چی د طالبانو ګواښونه ونه کړای شوای چی د ښځو د ګډون څخه په ټاکنو کی مخنیوی وکړی .حتی ډیرو زړو ښځو هم د رای ورکولو په مرکزونو کی خپلی رای اچولی دی. ... نور


د رای اچونی په مرکزونو کی دخلکو پراخ ګډون د خلکو د هڅونی سبب کیږی

کوم انځور چی د ځینو ولایتونو څخه په ذهن کی موجود و، د هغه پرخلاف خلک په ډیر شوق او خوښی سره د رای اچونی مرکزونو ته ځی . دخوست ولایت د نارینو او ښځینو د پراخ حضور ښکارندوی دی ، سره لدی چی امنیتی ګواښونه ددی ولایت په ځینو برخو کی موجودو بیا هم د رای اچوونکو اوږده لیکی جوړی شوی دی.
د بدخشان، هرات، تخار، بلخ او ځینی نور ولایتونو پدی ورځ (رای اچونی) ورځ د ملی جشن ورځ په نامه کړی ده او د رای اچونی صندوقونو ته د رسیدو په موخه اوږدی لیکی یی په خوښی سره جوړی کړی دی. ... نور


د ښځو پراخ ګډون په ولسمشریزو او ولایتی شوراګانوپه ټول ټاکنو کی د نړیوالو رسنیو د اخبار سر لیک دی

سره لدی چی روانی جګړی او ګواښونه چی د رای ورکولو نه مخکی پیل شوی و، ولی دافغانستان خلکو په تیره بیا ښځو دا وښودله چی نور تبلیغات او روحی جګړی نه شی کولای چی په افغانی ټولنه کی ځای ولری. او دا خلک دی چی خپله غواړی په خپل لاس خپل برخلیک وټاکی . دمثال په توګه د هرات په ولایت کی د سهار پر شپږ نیمی بجی ( مخکی لدی چی د رای اچونی مراکز په رسمی ډول پرانیستل شی) ددو زرو په شاوخواکی نارینو او میرمنو د امیر علی شیر نوایی د رای اچونی په مرکز کی چی دهرات ولایت په اتمه ناحیه موقعیت لری اوږدی لیکی جوړی کړی وی. ... نور


نی په افغانستان کی د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره غواړی چی زرتر زره د مسیج لیګلو خدمتونه فعاله شی

له تیری شپی راهیسی د مسیج لیګل غیر فعال دی چی د افغانستان ښاریان له دی امله ډیری زیاتی ستونزی لری.
ټولی رسنی او د نظارت نهادونه غواړی چی د مسیج له لاری د خپلو ښاریانو سره معلومات شریک کړی او خپاره یی کړی. د مسیج قطع کیده لو رسنی او نظارت کوونکی نهادونه له ستونزو سره مخامخ کړی او د معلوماتو تبادله یی له ستونزو سره مخامخ کړی. ... نور


د ملګرو ملتونو د سازمان پړیکړه لیک د خبریالانو دامنیت په اړوند باید ددولت په کړنلاره کی شامل شی

د ملګرو ملتونو دسازمان د عممومی مجمع غړو د ۲۰۱۳ کال د نوامبر پر ۲۶ نیټه دیو پریکړه لیک په ترځ کی د خبریالانو پر وړاندی د تاوتریخوالی د زیاتوالی له امله غبرګون وښود . پدی پریکړه لیک کی غړی دولتونه په دی ملزم شوی دی چی د خبریالانو دځان د ساتنی په اړه لازم تدابیر ونیسی .همدارنکه پدی پریکړه لیک کی ۲ نوامبر (د خبریالانو پر وړاندی د مجازاتو څخه د خلاصون یا معافیت سره د مبارزی ) ورځ اعلان شوی ده. ... نور


د نی دفتر، ولسمشری ته یو نوماند د کابل نیوز خصوصی تلویزیون خبریالانو ته سپکاوی غندی

د کابل نیوز دتلویزون یو کمره مین او د پروګرام جوړونکی (پرودیوسر) دسلواغه پر ۱۷ نیټه هغه وخت د ولسمشری ته نوماند سلطانزوی له خوا ورته سپکاوی او ګواښ وشوچی دوی غوښتل د هغه په کورکی دنومړی د اهدافو او هم دکاری پروګرامونو په اړه ورسره مرکه وکړی.
د کابل نیوز د خبریالانو دشکایت لیک پر اساس چی نی دفتر ته کړی ده وایی چی ښاغلی سلطانزوی ددی پوښتنی پر وړاندی چی " ایا د هغه کورنی د هیواد څخه بهر ژوند کوی ؟" ددی پوښتنی په اوریدو سره ډیر په قهر شو او خپل ساتونکی یی را وغوښتل او مرکه کوونکی یی سره د هغه کمره مین ددری ساعتونو لپاره وساتل او هغوی ته یی اجازه نه ورکول چی دهغه دکوره ووزی.
... نور


د نی دفتر اطلاعاتو ته دلاسرسی قانون تصویب د وزیرانو د شورای له خوا یو مهم گام بولی !

اطلاعاتو ته دلاسرسي قانون د افغانستان داسلامی جمهوریت د وزیرانو دشورای په مجلس کی دتایید وړ ګرځیدلی او دری کسیزه هیات ( دعدلیی وزیر، د ملی امنیت صلاح کار او دریاست جمهوری ددفتر ریس) ته دنده ورکول شوی ده تر څو دی قانون ته ددی مجلس مطابق یو ځل بیا کتنه ورته وشی هغه تصیح او خپل وروستی پړاو ته ورسیږی. ... نور


د نن ورځی ځانمرګی برید د یو ځوان خبریال د مړینی سبب شو

په کابل کی ځان وژونکی برید چی د کابل ښاریانو او د یوخبریال دمړینی سبب شو په کلکه غندو.
دنوا رادیو او سبا تلویزون خبریال ، ۲۰ کلن ځوان احمد شاهد، نن سهار د کابل ښار له کارتۀ نو څخه ددفتر په لوری روان و دیوشمیر نورو ښاریانو سره په یوه ځانمرګی برید په شهادت ورسید. ... نور


د افغانستان د رسنیو په وړاندی ستونزی اصلی لامل د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا د تولیزو رسنیو کمیسیون نه ایجادول دي

نی په افغانستان کی د خپلواکو رسنیو ملاتړ اداره، له رسنیو، خبریالانو او هغو کارپوهانو چی په رسنیو کی خبری کوی، غواړی چی د هیوادوالی حقوقو پر اصولو او د ژورنالیزم د اخلاقی موازینو او اصولو پر بنست فعالیت وکړی او پری نږدی چی د عامه ذهنونو مغشوش او عدلی او قضایی ارګانونو پر رسنیو باندی بریدونه تر سره کړی. ... نور


یوه ډله خبریالان : موږ داطلاعاتو ته دلاسرسی د حق قانون د تصویب غوښتونکي یو

یو شمیر خبریالان دیوی ناستی په ترځ کی اطلاعاتو ته د لاسرسی حق دقانون د تصویبدو غوښتونکی شول.
داخبریالان چی شمیره یی سلو تنو ته رسیده د افغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړ کوونکی دفتر (نی)کی سره راټول شوی و، چی اطلاعاتو ته دلاسرسی د قانون دنه شتون له کبله دکومو ستونزو سره مخ دی تر څیړنی لاندی ونیول. ... نور


اجازه مه ورکوی چی چاپی رسنی له چاپه پاتی شی

د خدمتګار ورځپاڼه له څلور کاله چاپه ورورسته د لیندی دمیاشتی پر ۹ نیټه خپله وروستی ګنه له چاپه را ویستل.ددی ورخپاني مسوولینو ددی خپرونی د ددریدو اونه خپریدو سبب، مالی ستونزی او دبودیجه نه شتون په ګوته کوی . ... نور


دټولنیزو رسنیوپه اونی کی ، دټولنیزو رسنیو لومړنی قربانۍ

وروسته له هغه نصرت الله اقبال دوهلو تکولو لاندی راغی کله چی ده د فیس بوک په ټولنیز( اجتماعی) صفحه کی د پروان والی عبدابصیر سالنګی پر لیکلی کتاب باندی نقد وکړ ... نور


خبریالان حتی د سپورتی بنسـتونو مسوولینو له خوا د وهلو ټکولو لاندی راغلل

د خبریالانو وهل په هیڅ وجه د زغم وړ نه دی او دا عمل په سختو الفاظو سره غندو.
د ۳ تلویزون خبریال د ناشناخته کسانو له خوا وهل شوی او ټپی شوی دی د ۱ تلویزون خبریالان د یوی تلویزونی مرکی په ترڅ کی دالمپیک د ملی کمیتی د مشر جنرال ظاهر اغبر له خوا ورته ګواښ وشو. ... نور


د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی په هکله په رپوټونو کی باید کلمی په درست ډول و کارول شی

د جنستی تیری او تاوتریخوالی په هکله مبارزه، نی په افغانستان کی د خپلواکو رسنیو ملاتړ د افغانستان له ټولو خپلواکو سازمانونو او د افغانستان له رسنیو او له نړیوالو رسنیو غواړی تر څو دهغو کلمو له استعمالولو لکه ( ناموسی وژنو او سنتی زیانمن رواجونه) په خپلو رپوټونو او مطلبونو کی و نه کاروی.
یوه له هغو قوی طریقو څخه چی خلک تر خپل تأثیر لاندی راولی ژبنی اصطلاحات دی. ټولیزی رسنی د دا ډول کلمو په جوړولو کی مرسته کوی، او ژبه تر خپل تأثیر لاندی راولی او یوه پیژندل شوی زده کړه منځ ته راوړی. ... نور


د ننګرهار په ولایت کی د خبریالانو وهل او ټکول غیر انسانی دی او محکوم دی

د ۷ تنو په شاوخوا کی د رسنیو خبریالان او انځور اخستونکی، کله یی چی غوښتل د یوی ترورستی حملی څخه چی نن سهار د جلال آباد په ښار کی را منځ ته شوی وه، رپوټ جوړ کړی؛ د ننګرهار ولایت د امنیتی چارواکو له لوری وهل شوی او سپکاوی ورته شوی، او د دوی ژورنالیستیک وسایل یی ورڅخه اخستی.
د هغه ترورستی پیښی له عمله چی نن سهار د یکشنبی په ورځ د ننګرهار د ملی امینت د ریاست مخی ته را منځ ته شوه، خبریالانو او انځور اخستونکیو کوښښ وکړ چی د پیښی ځای ته ځان ورسوی، خو د امنیتی چارواکو د سخت غبرګون سره مخامخ شول. ... نور


د پر تو نادری د دوسیی بیرته را لیږل د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته یوه پرځای سرته رسونه ده

پرتونادری چی د هیواده په کچه یو پیژندل شوی لیکوال او شاعر دی، څه موده مخکی د افغانستان د لویی څارنوالی لخوا غوښتل شوی وو چی اوس یی دوسیه بیرته د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته را ګرځیده لی ده.
پرتونادری چی د سلواغی په لمړنیو ورځو کی د ترانسپورت وزیر داوود علی نجفی د شکایت پر بنسټ د لویی څارنوالی لخوا غوښتل شوی وو، چی نموړی د غیر قانونی غوښتنی پر بنسټ دغی اداری ته حاضر نشوو. ... نور


د رسنیو د تګلاری، اخلاقی او حقوقی موضوعاتو لمړنی معیاری ښونه دایریژی

د نی په افغانستان کی د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداری د انتر نیوز موسسی په مرسته، د لمړی ځل لپاره د دغه ورکشاپ مواترتیب کړی دی.
دغه ورکشاپ به اخلاقی، حقوقی او د رسنیود پالیسی به په دوو سطحو چی افغانی او نړی وال به وی تر مطالعی لاندی نیسی.
د نی دفتر اجرائوی ریس عبدالمجیب خلوتګر په دی هکله وایی: دی ته په پام کی نیولو سره چی په خبریالانو او رسنیو د تاوتریخوالی په هکله د نی دفتر خپل لمړنی دلیلونه په خبریالانو او رسنیو د تاوتریخوالی په هکله پیل کړی وو. ... نور


د ښځو د حقونو او هغوی ته د ورته موضوعاتو په هکله د دریو غوره خبریالانو ټاکل

د لمړی ځل لپاره په افغانستان کی هغه خبریالان تقدیر کیژی چی د ښځو د حقونو او هغوی ته د ورته نورو موضوعاتو په هکله کار کوی .
نی په افغانستان کی د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداری په افغانستان کی د انترنیوز موسسی په مفکوره د یوی لویی پروژی په ترڅ کی په لاره اچولی ده. ... نور


د افغانستان په شرق کی د پاکستانی رسنیو د محدودیت په هکله چلند د قانون خلاف دی

د افغانستان حکومت په یوه بی سابقه اقدام سره د ټولو هغو پاکستانی رسنیو خپرول چی د افغانستان په شرقی ولایتونو کی خپریژی منع کړی دی.
د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت د کورنیو چارو وزارت پر وینا ؛ په دی ورستیو کی پاکستانی چاپی رسنیو د افغانستان د ملی منافعو پرضد خپرونی پیژندل شوی چی له امله یی نموړی رسنی تړل شوی دی. ... نور


نی د یوتیوب او ګوګل د ځنو انترنیتی پاڼو د تړلو له امله په افغانستان کی ټکان و خوړ

نی په افغانستان کی د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره له یوه لوری د هغه فلم چی د جناب حضرت رسول اکرم ص او د نړی یو ملیارد مسلمانانو ته پکی سپکاوی شوی دی په کلکه غندی، دغه ناوړه عمل د نړیوالو مدنی او سیاسی میثاقونو د ۲ فقری او ۲۰ مادی سره په ټکر کی وینی او له بلی خوا نی په افغانستان کی د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره د یو تیوب او د ګوګل د ځینو پاڼو چی د افغانستان د جمهوری اسلامی دولت لخوا بند شویدی غیر قانونی بولی او غندی یی.
د افغانستان دولت غواړی په دی بهانه چی خلک هغه فلم ته چی جناب حضرت محمد ص ته پکی سپکاوی شویدی ، یوتیوب او ګوګل د ښاریانو په مخ و تړی. ... نور


د شکایتونو د آوریدو او د رسنیو څخه د سرغړونی د کمسیونونو پریکړی د قانون په خلاف دی

د سبا او ستاره تلویزیونی شبکو د دوسیو لیژل لوی څارنوالی ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شکایتونو د رسید لو د ناقانونه کمسیون له لوری په کلکه ردوی، او دایو نا قانونه عمل ګڼی.
د رسنیزو شکایتونو او تخطیو ته د رسیدو کمسیون د سبا او ستاره تلویزیونی شبکو د اخلاقی اصولو سره په ټکر کی د خپرونو خپرول یی سرغړوونکی پیژندلی دی او هغوی یی لوی څارنوالی ته ورپیژندلی دی. ... نور


په دغه مسابقه کی ګډون وکړی؛ لمړنی کلنی جایزه د ښځو د حقونو غوره خبریال ته

د خوښی ځای دی چی نی په افغانستان کی د خپلواکو رسنیو ملاتړ چی د انترنیوز د اداری په ملتوب د ښځو د حقونو د غوره خبریال د پیژندنی او په کلنی جایزه کی د ګډون اعلان کوی. نی له ټولو خبریالانو د خپلواکو خبریالانو په ګډون په ځایی او ملی کچه غواړی تر څو په دی پروسه کی ګډون وکړی او خپله کاری نمونه د ټاکل شویومعیارونو مطابق مونږ ته را ولیژی. ... نور


نی د ګاونډیو هیوادونو له لاس وهنی د بیان او د رسنیو د خپلواکی پر محدودیت خواشینی دی

په دی ورستیو کی د رسنیو څخه لیدل کیژی چی ګاونډی هیوادونه په ځانګړی ډول پاکستان او ایران کوښښ کوی تر څو د خبریالانو د ساتونکو په نامه ځینی ټولنی جوړی کړی، تر څو له همدی لاری خپلی ګټی خوندی وساتی، اوله بله پلوه د بیان آزادی او رسنی محدودی کړی، ترڅو د خبریالانو د شته اتحادیو او نهادونو تر منځ بیل والی او بی اتفاقی واچوی او په خپل لاس د جوړو شویو نهادونو څخه سیاسی ګټه پورته کړی. ... نور


نی، "د میډیا پول جوړول" د خبریالانو لپاره په ملی شورای کی غیر قانونی بولی او د هغی د له مینځه وړلو غوښتنه کوی

هر ډول محدودیت چی د رسنیو د ملی شورا له ناستو څخه د معلوماتو د له لاسته راوړلو خنډ وګرځی، په داسی حال کی چی د ملی شورا د داخلی دندو اصول ترپښو لاندی نکړی د قانون خلاف بلل کیژی.
نی د افغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړ، د یوه ځانګړی ځای جوړول د "میډیا پول" په نامه د استازو د ناستی په ماڼی کی چی د خبریالانو د فزیکی نه شتون لامل د استازو په عمومی ناستو کی کیژی، غیر قانونی بولی او د افغانستان د پارلمان د اداری هیأت څخه زرتر زره غوښتنه کوی تر څو دغه مانع د "میډیا پول" په نامه له منځه یوسی. ... نور


د جمهور رئیس د فرمان په هکله د نی غبرګون

د ۱۳۹۱ کال د زمری د میاشتی په ۵ نیټه د ۴۵ شمیری فرمان پر بنسټ جمهوری ریاست د خپلی تاریخی وینا د محتوا د تحقق لپاره چی د ۱۳۹۱ کال د لړم د میاشتی په لمړی نیټه د ملی شورای په ځانګړی ناسته کی د ښه حکومت کولو په خاطر، د فساد سره مبارزه ، د قانون حاکمیت ، د اقتصادی خود کفایی، د شته ستونزو حل کول او ضروری اصلاحات د دولت په دری ګونو قوو کی راوړل خپور شو. ... نور


د افغانستان د رسنیزو مدافع وکیلانو د کمیټې جوړیدل

له ټول افغانستان څخه ۲۸ تنه حقوقپوهان د ۲۰۱۱ کال د سپتامبر په میاشت کې په کابل کې د افغانستان د مدافع وکیلانو د ټولنې په مقر کې سره را ټول شول او د افغانستان د رسنیزو مدافع وکیلانو کمیټه (AMDLC) یې رسماْ پرانیستله. ... نور


په غزني ولایت کې د چاودنې له امله د راډیو دهکده د کارکوونکو ټپي کیدل

د ۱۳۹۰ د زمري اوه ویشتمه د ۱۳۹۰ کال د زمري میاشتې په اته ویشتمه نیټه په غزني ولایت کې د دهکده راډیو ودانۍ ته څیرمه د یوې چاودنې له امله څلور تنه ووژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول. د دهکده راډیو یو خبریال او د خپرونو آمر هم په دغو ټپیانو کې شامل دي. د دغې چاودنې له امله د راډیو دهکده د کارکوونکو د ټپي کیدو سربیره دغې راډیو ته د پام وړ مالي تاوان هم ورسید. ... نور


خبریالان وایي چې د سولې پروسه د هغو د ځان سانسور کولو لامل ګرځیدلې ده
د ۱۳۹۰ د زمري شپږ ویشتمه

خبریالان په ټول افغانستان کې وایي چې د هغې ویرې له امله چې د سولې له پروسې څخه یې لري مجبوریږي چې په ځان سانسورولو لاس پورې کړي. ... نور


په ډله ییز ځان مرګي برید کې د پژواک د خبري آژانس او بي بي سي د خبریال وژل کیدل د ۱۳۹۰ د زمري څلور ویشتمه

د ۱۳۹۰ کال د زمري په شپږمه نیټه یوه ځان مرګې ډله د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې په یوې دولتي ودانۍ ورننوتله. د ملي راډیو ټلویزیون سیمه ییز استیشن او د محلي حکومت یو شمیر سیمه ییزې ادارې هم د همدې ودانې دننه موقعیت لري. امید خپلواک د پژواک د خبري آژانس او بي بي سي خبریال هم د برید پر مهال د ملي راډیو ټلویزیون په ودانۍ کې ؤ او (طبق معمول) د دیجیتالي اډیت وسایل یې کارول. ... نور