Media Law and Policy Development
د رسنیو د قانون پراختیا
د نی مؤسسې په ۱۳۹۰ کال کې په افغانستان کې د رسنیو د قانون د پیاوړتیا د یوې لویې پروژې په پلي کولو کې د پروژې د همغږي کوونکي شریک په توګه رول ولوباوه. د نی مؤسسې له انترنیوز او د پنسلوانیا پوهنتون د انینبرګ د اړیکو پوهنځي د نړیوالو اړیکو د مطالعې د مرکز سره د رسنیو د قانون په اړه د روزنیزو پروګرامونو، د تمثیلي محاکماتو ملي سیالیو او د افغانستان د رسنیزو مدافع وکیلانو د کمیټې د جوړولو په ګډون د رسنیو قانون د اړوندو نوښتونو او پالیسیو په پلي کولو کې مرسته کړې ده. د دغې پروژې په اړه د لا زیاتو مالوماتو د تر لاسه کولو لپاره دلته کلیک وکړئ.
«خبریالان په افغانستان» کتاب
په دې وروستیو کې د عدالت غوښتنې ډلې د «خبریالان په افغانستان کې» په نوم کتاب، چې د هغو پیښو په اړه د رپوټونو ټولګه ده چې په تیرو ۱۰ کلونو کې خبریالانو او د رسنیو نورو کارکوونکو ته ور پیښې شوي دي، خپور کړ. د یاد کتاب اصلي نسخه په دري ژبه ده او پښتو او انګلیسي ژباړې به یې هم ډیر ژر چاپ شي. تاسې کولای شئ د «خبریالان په افغانستان کې» کتاب په اړه د لا زیاتو مالوماتو د تر لاسه کولو لپاره مونږ سره اړیکه ټینګه کړئ.







