روزنیز پروګرامونه

له ۱۳۸۴ کال څخه راپدیخوا د نی مؤسسې ګڼ شمیر روزنیز کورسونه د افغانستان د رسنیو کارکوونکو ته دایر کړی دی. د دغو کورسونو فارغین په راز راز صوتی، تصویری او چاپی ملی او نړیوالو رسنیو کې کار کوی.

زمونږ روزنیز پروګرامونه په کابل کې پروت زمونږ مرکزی دفتر او هم په کندهار، جلال آباد، مزار شریف او هرات کې پرتو زمونږ په سیمه ییزو څانګو کې تر سره کیږی.

دروزنیز پروګرامونه د ګدون کونکی له خوا جور شوی ریپوټونه د لیدلو لپاره دلته کلیک وکړی.

374903_154905414613817_493100072_n

دنی رسنیز انستیتیوت

د نۍ رسنیز انستیتیوت یو پیژندل شوی علمی او مسلکی بنسټ دی چه د خبریالانو او مسلکی و‌ګړو لپاره په نړیوالو معیارونو برابری زده کړی وړاندی کوی.
ددی انستیتیوت د رامنځته کیدو دپاره هلی ځلی یو نیم کال مخکی شروع شوی وی او له یو زیات شمیر ښوونیزو موسسو سره د صلاح مشورو او په ټول هیواد کی د ۲۵۰۰ نظر پوښتنو، چه له دغی جملی څخه د ۱۹۰۰ نظرونه مثبت وه، څخه وروسته پرانیستل شوه. اوس دغه انستیتیوت د لوړو زده کړو او پوهنی وزارتونو په همژغی د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره ثبت او راجستر دۍ. ددی انستیتوت مرکزی دفتر په کابل او څانګی یۍ په هرات، جلال آباد، کندهار او مزارشریف کی شتون لری.

زمونږ د روزنیزو پروګرامونو ګډون کوونکی

زمونږ روزنیز پروګرامونه د هغو کسانو لپاره دایریږی چې په رسنیو کې د کار لپاره د مهارتونو د تر لاسه کولو لیوال وی او یا له پخوا څخه په رسنیو کې په کار بوخت وی خو بیا هم د خپلو مهارتونو د لوړولو لیوالتیا ولری.

زمونږ کورسونه

زمونږ کورسونه لاندې موضوع ګانې رانغاړی: د خبریالۍ اساسات او پرمختللې خبریالی، نشراتی تخنیکی او عملی مهارتونه، جندر او د ماشوم حقوق، د رسنیو قانون، د خبریالی اخلاق، د کمپیوټر اساسات او رسنیز مدیریت د سیمه ییزو رسنیو او هغو کسانو لپاره چې په رسنیو د کار لیوال وی.

زمونږ روزونکی

زمونږ روزونکی د رسنیو په برخه کې پراخه پوهه او تجربې لری او عملی روزنیز پروګرامونه په غوره کیفیت وړاندې کوی. د دغو روزنیزو پروګرامونو ګډون کوونکو په رسنیو کې د معیاری کار او د خبریالۍ د وسایلو او اړوندو پوست کالو د کارولو څرنګوالی په عملی توګه زده کوی.

په کابل کې زمونږ راډیو

د نی مؤسسه په کابل کې یوه راډیو لری چې د حکومتی جواز درلودونکې ده. دغه راډیو د روزنیزو پروګرامونو ګډون کوونکو ته موقع ورکوی تر څو د داوطلبانو په توګه خپل مهارتونه لوړ کړی او له بله پلوه د دغې راډیو د ۱۰ ساعته خپرونو یوه برخه چې خبرونه، روانې چارې، موسیقی، روغتیا او شعر پکښې شامل دی، بشپړ کړی.

اوس مهال د نی مؤسسه لاندې کورسونه تدریسوی:

د خبریالۍ اساسات – ځوانو خبریالانو ته د خبریالۍ د اساساتو تدریس
راډیو ژورنالیزم – د هغو کسانو لپاره چې غواړی د راډیو په خبری خپرونو کې کار وکړی
د ویدیو ژورنالیزم اساسات – د ځوانو ویدیو ژورنالیستانو لپاره
د راډیویی پکیج تولید – د هغو کسانو لپاره چې غواړی خپل د راډیویی تولید مهارتونه لوړ کړی
تحقیقی ژورنالیزم – د هغو کسانو لپاره چې غواړی تحقیقی رپوټونه جوړ کړی.
همدارنګه د رسنیو د قانون او اخلاقیاتو، د رسنیو د مدیریت او د رسنیزې بازار موندنې کورسونه هم په نږدې راتلونکې کې جوړیږی.

د نی مؤسسه به په ۲۰۱۲ کال کې د «د رسنیو په برخه کې دیپلوم» په نوم یو نوی دوه کلن کورس جوړ کړی. دغه کورس به د افغانستان د ټولنیز – فرهنګی او حقوقی وضعیت په نظر کې نیولو سره د رسنیو په سمعی بصری او انترنتی تولیداتو باندې تمرکز وکړی.

د نی د کورسونو او په هغو کې د نوم لیکنو په اړه د لا زیاتو مالوماتو د تر لاسه کولو لپاره له لاندې کسانو سره اړیکه ټینګه کړئ:

کابل

ماریا اکبری

د روزنیزو پروګرامونو همغږې کوونکې

maria.akbari@nmi.edu.af

کندهار

عبدالسمیع غیرتمل

د سیمه ییز دفتر آمر

Sami.ghairatmal@nai.org.af

مزار شریف

مبینه ساعی خیر اندیش

د سیمه ییز دفتر آمر

mobina.sai@nai.org.af

هرات

حامد مومن

د سیمه ییز دفتر آمر

hamed.momen@nai.org.af

جلال آباد

محمد نعمان دوست

د سیمه ییز دفتر آمر

numan.dost@nai.org.af

تبصرې نشته

تبصره ورکړۍ

         





Back to Top

Links to Best Bookmaker William Hill it The UK