این آموزش در تاریخ 15 و 16 اپریل 2020  برای خبرنگاران و اعضای جامعه مدنی برگزار شد و اینجا تنها گزارش‌های خبرنگاران این آموزش جا داده شده است.

احسان ارین

د پکتیکا ولایتي شورا یو شمېر غړي او مدني فعالان نیوکه کوي، چې دغه ولایت په محاصره کې دی او مرکز کابل او نورو ولایتونو ته غځیدلي لارې د وسله والو ډلو او کسانو په لاس کې دي.

د افغانستان په سوېل ختیځ کې پروت د پکتیکا ولایت، چیرته چې د ښار او یو شمېر ولسوالیو امنیت نسبي ښه دی، خو ددې ولایت د اوسیدونکو په وینا مرکز کابل او ګاونډیو ولایتونو ته غځیدلې لویې لارې له امنیتي ستونزو سره مخ دي.

د پکتیکا ولایت یو تن اوسیدونکي برات څاروان ازادي راډيو ته وویل:

(( کلونه کیږي، چې پکتیکا ته غځیدلي لویې لارې په مطلق ډول د وسله والو مخالفینو په لاس کې دي، دولتي او دولت پلوه کسان په هېڅ صورت په دغو لارو تګ راتګ نشي کولی او که سفر کوي، نو اړ دي، چې میاشتې میاشتې هوايي پرواز یا هم امنیتي قطار ته منتظر شي))

 

د پکتیکا ولایتي شورا هم د خلکو یادې اندېښنې تاییدوي او وایي، چې د امنیتي ځواکونو تر منځ د ښې همغږۍ د نشتوالي له امله دغه ولایت له تېرو دوولسو کالونو راهیسې د وسلوالو مخالفینو له خوا محاصره دی او زیاتره دولتي او نظامي چارواکي د هوا له لارې انتقالیږي
ولایتي شورا غړی افسر خان سلیمان خېل وایي:

(( د چارواکو تر منځ همغږي نشته او تقریبا ۱۲ یا ۱۳ کلونو راهیسې محاصره یو، پولیس او د دوی کورنۍ هلیکوپټر کې انتقالوو او بیرته یې راوړو دولتي چارواکو هېڅ هم نه دي کړي))

 

د پکتیکا والي مجیب الرحمن څمکني بیا د امنیتي ځواکونو تر منځ ښې همعږۍ ته په اشارې سره وایي، چې د لویو لارو د نه امن کیدو ستونزه له مرکزه د همکارۍ نشتوالی دی.
دی وایي:

(( موږ د والیانو تر منځ ښه هماهنګي موجوده ده، ولې نه تنها چې د زون په مرکز کې ښه هماهنګي موجوده ده، ولې په مرکز کې هم یو څه اندازه ستونزه شته، بله ستونزه د ولایاتو په امنیتی رهبرۍ کې هم ده چې دوی خپلو اړوند سیمو کې لارې ندی امن کړي))

 

د پکتیکا ولایت اوسیدونکي او ولایتي چارواکي وایي، د پکتیا او پکتیکا تر منځ د لویه لاره د ناامنۍ پړه د پکتیا ولایت په امنیتي ځواکونو ور اچوي، چې تر ډېره د زرمت ولسوالۍ په سیمو کې ناامنه ده، خو ددې ولایت امنیه قوماندان سلطان دوادو سلطان ازادي راډیو ته وویل، چې د زرمت ولسوالۍ او ددې لویې لارې د امن کولو لپاره یې عملیات پیل کړي او ډېر ژر به دوه امنیتي بېسونه هم رامنځته کړي.

احسان ارین، ازادي راډیو، پکتیا

شریف سمون

منیر بهار

ایوب یاد

نورالله نوری

یوسف منگل

يوسف منګل – پژواک خبري اژانس – خوست

د خوست صنعتکاران او د توليدي فابريکو خاوندان د وارداتي برېښنا غوښتنه کوي.

شاوخوا درې مياشتې کيږي خوست ښار او يو شمېر نورو سيمو سره وارداتي برېښنا نښلول شوې، خو په صنعتي فابريکو او تجارتي سيمو کې اوس هم له ډيزلي برېښنا ګټه اخيستل کيږي.

صنتعکاران او د توليدي فابريکو خاوندان وايي تمه يې درلوده چې د وارداتي برېښنا له انتقال او وصل سره به له ډيزلي برېښنا خلاص شي، خو په وينا يې چې لا تراوسه دغه ستونزه پر خپل ځای ده.

شجاع الدين د خوست ښار لويديځ لورته د ازادۍ مېنې په ښارګوټي کې د بيسکټو جوړولو توليدي فابريکه لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل تمه يې دا وه چې د وارداتي برېښنا په پرانېستې سره به په دايمي ډول له ډيزلي برېښنا خلاص شي، ولې پروينا يې چې لا تراوسه وارداتي برېښنا نه ده ورکړل شوې.

ده زياته کړه: ((کله چې خوست ته برېښنا راغله، فکر يې دا و چې لومړی به فابريکو ته برېښنا ورکړل شي، خو پر ځای يې اول استوګنو کورونو ته ورکړل شو، چې هيڅ اړتيا نه ليدل کيده، ځکه خوست سولر ښه نتيجه لري. اول يې بايد کارخانو ته برېښنا ورکړې وه، څو زموږ صنعت په پښو ولاړ وی.))

قدرت الله ولايت يو بل کس صنعتکار دی. نوموړی هم د ښار لويديځ لورته د ازادۍ مېنې په ښارګوټي کې د پلاستيکي او سټيل لوښو جوړولو کوچنۍ فابريکه لري، خو د برېښنا د توليد لپاره له خپل شخصي جنراتور ګټه اخلي.

نوموړي پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وويل که چېرې وارداتي برېښنا ورکړل شي، توليدات به يې د اوس په پرتله څو برابره ډېر شي.

دی وايي: ((وارداتي برېښنا تراوسه موږ ليدلې هم نه ده چې چېرته ده، د برېښنا په برخه کې موږ زياته ستونزه لرو، چې بايد حل شي. که چېرې موږ وارداتي برېښنا ولرو، زموږ د کارخانې توليد به ټول هېواد ته ورسيږي.))

د شمېرو له مخې دا مهال په دغه ولايت کې شاوخوا ۱۵۰ لويې او وړې توليدي فابريکې موجودې دي، خو يو شمېر يې بيا موسمي دي.

ورته مهال په دغه ولايت کې د صنايعو او معدنونو خونې مسوولين وايي څو څو ځله يې د صنعتکارانو دا ستونزه له مسوولو چارواکو سره شريکه کړې، خو په اړه هيڅ اقدام نه دی شوی.

ګل زالي جنانزوی چې ددغه بنسټ مشر دی پژواک اژانس ته وويل که اړونده مسوول چارواکي په دې اړه ژر اقدام ونه کړي، ښايي زياتره فابريکې خپل فعاليت په ټپه ودروي.

هغه وايي: ((درې مياشتې کيږي خوست ته وارداتي برېښنا را انتقال شوې، خو تراوسه پورې د برق هيڅ څرک نه لګيږي. د خوست برېښنا رياست سره مو ستونزه شريکه کړه، رياست وايي چې شرکت سره مرکز کومک نه وي، مرکز سره مو ستونزه شريکه کړه، هغه وايي چې شرکت په دې کې پاتې راغلی دی، موږ نه پوهيږو چې ستونزه چېرته ده، خو موږ اوس کارخانې له شخصي جرناتورونو څخه چلوو.))

بل پلو د خوست د برېښنا شرکت رئيس انجينر محمداصف نيازي بيا وايي دوی په هغه صورت کې يوې فابريکې ته برېښنا ورکوي، چې مصرف يې د ۲۵ کيلو واټو څخه کم وي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل دغه ولايت کې دوی ټولو خصوصي فابريکو او تجارتي مارکېټونو برېښنا ورکوي، خو د ورکړې اصول يې له نورو يو څه بل ډول دي.

دی زياتوي: ((اصول مو دا دي چې که چېرې يوه فابريکه د ۲۵ کيلو واټو څخه مصرف زيات وي، بيا په خپل لګښت بايد د ضرورت په اساس يو ترانسپرمر واخلي. سلسله يې داسې ده چې دوی بايد خپلې غوښتنې د برېښنا مرکزي شرکت څخه طۍ مراحل کړي، بيا موږ ته راځي او ټول براوردونه ورته کيږي او بلاخره يو ترانسپرمر بايد د ځان لپار واخلي او موږ يې ورته نصبوو.))

د خوست د برېښنا سب سټيشن چې ۳۲ ميګاواټه په اندازه برېښنا لري، ۲۵ زره کورنيو ته د برېښنا د ورکړې ظرفيت لري، خو د خوست د برېښنا شرکت رئيس وايي چې تردې مه يې اووه زرو کورنيو ته برېښنا ورکړې.

زین الله زهین