این آموزش از تاریخ ۱۷-۲۸ اپریل سال ۲۰۱۶ توسط استادان دفتر نی حمایت کننده رسانه های ازاد افغانستان ( کندهار ) برای ۶ تن خبرنگاران رادیو سانګه در داخل خودی رادیو سانګه دایر گرددید .

محمد فردوس فردوسی

پهکندهارکیمعلولینپهرنګارنګلوبوبوختدی،خودباسکیټباللوبډلهئۍډیرهدپاموړده.

دکندهارښارپهعینوښارګوټیکیهرهورځیوشمیرمعلولیندباسکیټباللوبیلپارهراټولیږی.دویپهعینوښارګوټیکیدباسکیټبالیومجهزلوبغالیلری،چیدکاراوټولنیزوچاروریاستاړونددافغانمعلولینودټولنیپهمرکزکیواقعدیدکندهاردمعلولینوباسکیټباللوبډله۱۶غړیلریچی۱۲ئیدمعلولینوپهمنتخبهلوبډلهکینیولکیږی.دکندهاردمعلولینودباسکیتباللوبډلیکفتان حمیدالله واییچیددغیلوبدلی۲کالهکیژیچیجوړهسویدههغهوایی،چیدغهلوبغالیورتهد ICRC اوافغانمعلولینوټولنیلهخواجوړسویاوهرمعلولکولایسیچیتمریناولوبهپکښیوکړی.

ښاغلیحمیداللهوایی،چی پهکندهارکیدمعلولینودباسکیټبال ټورنمنټونهجوړوو، چیتیرهمیاشتیوټورنمنټترسرهسواو۸لوبډلوپکښیگډوندرلود. موږپهمرکزکیهمپهکلنیټورنمنټکیبرخهاخیستیدهاوپهتیرټورنمنټکیمو۳مقامترلاسهکړیدی.

حمیداللهواییچیددویلوبډلهاوسپهتیاریوبوختهدهترسودکاللویټورنمنټتهامادگیونیسیاوهیلهلریچیدملیلوبډلیلپارهبهلهکندهارسخهدوهیادریتنهوټاکلسی.

هغهپرټولومعلولینوژغوکړچیورسیاولهدویسرهگډتمرینوکړی. نوموړیلهچارواکواوسوداگرووغوښتلچیدویتهیومجهزجمنازیومجوړکړی.

فیض الله سومریال د افغان معلولینو د بیا رغونی د ټولنی مرستیال وایی دا چی څو ټورنمنټونه یی په کابل کی د ویلچیر باسکیټبال ټیم چی د افغانستان په صتحه جوړیږی په هغه کی هم برخه اخیستی ده هغه زیاته کړه چی د دوی یو لوبغاړی چی غفار نومیږی معلول هم دی هغه د افغانستان ملی ټیم ته لاره پیدا کړی ده او همدا رنګه د اکتوبر پر ۸ جاپان ته سفر درلودی چی په جاپان کی هم د افغانستان د ملی لوبډلی سره ولوبدی او بیرته افغانستان ته راستون سو او دوی هر ورځ لوبی کوی چی د افغانستان ویلچیر باسکیټبال چی هغه په کال کی یو ځل دایریږی د هغه لپاره امادګی نیسی.

په کندهار کی د بایسکټبال په دی لوبغالی یوازی نارینه معلولین تمرینات کوی

د معلولینو دټولنی غړی غوښتنه کوی چی دښځینه معلولینو د باسکټبال لوبډلی ته دی هم توجو وسی

عبدالقدیر تکین

داپه کندهاره کی دیونسیف دمحلی زده کړو دصنفونو ددرس یوه برخه ده چی پکښی غریب اوبی وزله کوچنیانو ته درس ویل کیژی

په ۲۰۱۴کال کی دمحلی صنفونو شروع دکندهارښاراو ولسوالی څخه راپیل چی اوس په ټول افغانستان کی په میلونونو افغان غریب اوبی سرپرسته کوچنیانو ته پکښی درس ویل کیژی،په کندهار ولایت کی دمحلی زده کړو دمدیر مختاراحمد سلطانی په خبره چی دغه محلی صنفونه دمعارف په چولاټ کی پرمخ وړل کیژی.خومالی امکانات یی یونسیف نړیواله موسسه ورکوی (سونډبایټ) ویل کیژی تراوسه دکندهار ولایت په ۱۱ولسوالیو کی یاد محلی صنفونه وجود لری، په پنجوایی ولسوالی کی دمحلی صنف یواستاد امرالله بیا دبی سوادی بولی،دمنځه وړولو په برخه کی یاد صنفونه ګټور

خاوری خوش محمد هغه څوک دی خیرات ټولو لپاره پرسړکونو ناست وی.خودوه زامن او یوه لور لری.چی ددرس لپاره یی محلی صنفونو ته استوی.

په کندهرښار کی دټولنیزو چاروکارپوه سید احمد ځلاند ددی کورسونو دپرمختګ لپاره دملا امامانو اوقومی مشوانو رول مهم بولی

په دامان ولسوالی کی محمد یاسن دمحلی صنف زده کوونکی دی چی ددی درسونوڅخه یی زیات څه زده کړی دی

که څه هم کندهار ولایت دهیواد نورو ولایتو ته جنګ جګړو خوراځپلی خ ددی ولایت دښوونی نظام ورځ تربلی دښه کیدو وخوا ته ځی

عبدالقادر تکین

منیر احمد کاکر

په کندهار کی د اوبا ناروغی د محوې کمپاین پېل سو

د کندهار د عامی روغتیا ریاست په چوکاټ کی نړیوال روغتیایی سازمان په دغه ولایت کی د اوبا د ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کی نوی پروګرامونه پېلوی.

د هیلتو په نوم د یوې نړیوالی روغتیایی موسسې مسولین وایی ، په لومړی قدم کی به د دغه ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوی کمپاینونه ترسره کړی او بیا به یې د له منځه وړلو پر لارو چارو غور وسی.

د ورکړل سویو معلوماتو او موندنو پر اساس د اوبا یا اسهالاتو ناروغی د هیواد په دوه برخو پکتیکا او کندهار کی ډیره لیدل سوېده.

روغتیا پالان په دې مرض د خلکو د اخته کیدو علت له ناپاکه اوبو څخه استفاده یادوی.
په کندهار کی د دغه ناروغی د له منځه وړلو لپاره تاره د عامی روغتیا وزارت په همکاری نړیوالو روغتیایی بنسټونو هڅی پیل کړی دی.

د هیلتو په نوم دیوې روغتیایی موسیسی مسئول ډاکټر احمد فیصل حکیمی د کولرا ناورغۍ د کمپاین د پیل پر مهال وویل ، دغه ناروغی وژنکی ده او دوی یېد له منځه وړلو او محوی لپاره لومړی په کندهار کی د عامه پوهاوی او وروسته دتداوۍ لړۍ پیلوی.

ښاغلی حکیمی وایی ، په دی برخه کی مهمه ونډه ملا امامان ، رسنۍ او د محل مشران لری.

د نوموړی په خبره د همدغو کسانو په مرسته به د کولرا ناروغۍ د خطرونو په اړه خپل پیغامونه تر کورنیو پوری ورسوئ.

په ورته وخت کی د کندهار دوه اوسېدونکی د کولرا ناروغۍ د مخنیوی په برخه کی د لحفظ الصحې مراعت مهم اصل ګڼی.

د دغه ناروغۍ له امله د هیواد په مختلفو سیمو کی ګڼو کسانو خپل ژوند د لاسه وکړی دی، خو روغتیا پالان د اوبا مخنیوی لپاره د نظافت مراعت اساسی شرط بولی.

محمد شاه

په کندهار کی د غنمو په کښتونو مرضونه ګډ سوی

په کندهار کی د غنمو کروند ګر وایی ، په کښتونو کی یې د سو رخک په نوم مرض پیدا سوی او کښتونه یی ور زیانمن کړی دی.

هغوئ وایی ، په دې برخه کی ورسره دولت تراوسه مرسته نه ده کړې.

د کندهار د کرهڼی ریاست مسئولین ستونزه تائیدوی خو وایی ، په دې اړه یې د کروندګرو سره بېړنۍ مرستی پیل کړی.

دا مهال د کندهار په دامان ، ډنډ ، او ژېړۍ ولسوالیو کی ډېر او په خاکریز ، غورک ، شاولیکوټ ، پنجوایی او میوند ولسوالۍ کی لږ غنم کرل سوی دی.

ویل کیږی ، چی په کندهار کی د وروستیو بارانونو له امله د اړتیا وړ اوبه ذخیره سوی او روان کال آباد بلل سوی.

خو هغه کسان ، چی په خپلو مځکو یې غنم کرلی وایی ، تازه یې د سورخک په نوم مرض په کښتونه کی پیدا سوی او د کښتونو ځینی برخی یې سختی زیانمنی کړیدی.

کرونګر وایی ، د دغه مرض د مخنیوی لپاره تر اوسه ورسره مرسته نه ده سوی او زیاتوی، چی که دولت په دې برخه کی همکاری ورسره ونه کړی، نو سږکال به د کندهار د غنمو حاصلات کم وی.

د کندهار د دامان او ژېړۍ ولسوالۍ دوه کروندګر په دې اړه وایی :

د کندهار د کرنی او مالدارۍ ریاست د غنمو په کروندو کی پیدا سوی ستونزی منی ، خو وایی د دې لپاره چی پر وخت د غنمو د رامنځ ته سوی مرض مخه ونیول سی، د ځینو اسیدی درملو وېش یې پیل کړی او کرونګرو ته یې د عامه پوهاوی کمپانونه پیل کړی.

ددغه ریاست د نباتاتو د ساتنی د برخی مسئول ذبیح الله زیارمل د سورخک د مرض د پیدا کېدو لوی لاملونه غیری نوبتی کښتونه ، د هوا رطوبت او د نا اصلاح سویو تخمونو استعمال یادوی.

دا مهال د کندهار په ګډون په زابل ، ارزګان او هلمند کی په زرګونه جریبه مځکه للمې او دایمه غنم کرل سویدی خو بیا هم دورځی زرګونه ټنه وړه له ګاونډی پاکستان څخه کندهار ته راځی.

دا په داسی حال کی ده ، چی په تېرو کلونو کی د هیواد د جنوبی ولایتونه د غنمو د زیاتو حاصلاتو له امله د غنمو د ګدامونه په نامه یادېدل

محمد حکیم آرین

د کندهار د فواید عامی ریاست د لویو لارو پېنه کاری پیلوی

د کندهار د فواید عامی مسئولین وایی ، د کندهار د یو شمیر مهمو لویو لارو د کنډ کپر حالت د روغونی لپاره یی امکانات ترلاسه کړی او ډېر ژر به یې کار پیل کړی.

د چارواکو په خبره په دغو لویو لارو کی د کندهار – هرات ، کندهار – روزګان او یو شمیر لیری پرتو ولسوالیو لارې شاملی دی.

په اړه یې رپورټ :

د کندهار – کابل کندهار – هرات او همدارانګه د روزګان- کندهار ترمنځ غځېدلی لویی لاری د مختلفو لاملونو له امله یا پوره او یا یی هم ځینی برخی زیاتی تخریب سوی دی.

پر دغو لویو لارو اکثره مهال لویی او خونړۍ ترافیکی پېښی هم رامنځ کیږی، خو د دې ټول سره – سره لاهم په کندهار کی ډیری داسی ولسوالۍ سته ، چی هیڅ پوځ سړک نه لری.

د کندهار د فواید عامی رئیس عبدالمحمد احسان وایی ، امنیتی پیښی ، د سړک جوړونی د پروژو ټیټ کیفیت د سړکونو د ژر خرابیدو لاملونه دی.

احسان وایی ، تازه یې د لویو لارو د ترمیم او پېنه کارۍ لپاره امکانات له خپل وزارت څخه ترلاسه کړی دئ.

هغه د سړکونو د مراقبت په برخه کی د ضعفه نظارت ستونزه هم نه ردوی.

کلیپ

نوموړی وایی ، د کندهار د خاکریز ولسوالۍ د سړک جغل اندازۍ د اړتیا پر مهال ترسره کوی او د ځینو لیری پرتو ولسوالیو د لارو د رغیدو پر پلان هم کار کوی.
دی وایی ، په اوږد مهاله کی به کندهار د هیواد د شمال سره د یوه ارتباطی دهلیز له لاری هم تړل سی.

کلیپ

بلخوا د کندهار د ښاروالۍ ریاست ویاند زمری څرګند وایی ، د لوی والی ، لنډی بازار او د ښاری په ځینو نورو ناحیو کی د سړکونو د جوړولو پروژې اوس عملآ روانی دی او د ښاری سړکونو پراختیا یی له لومړیتوبو څخه ده.

کندهار د ګڼو جنوبی ولایتونو سره د لویو لارو پواسطه وصل دی ، چی ډیر کله یی ورتګ له ساعتونو ورځی وخت په بر کی نیسی.

عبدالباری امیدی

د کندهار د ټرانسپورټ ریاست د ښار په څلورو دروازو کی ترمینلونه جوړوی

د کندهار د ټرانسپورټ ریاست مسولین وایی، چی د ټرانسپورټی آسانتیاو د ښه والی او د عوایدو د شفافیت لپاره غواړی د ښار په دخولی دروازو کی اته ترمینلونه جوړ کړی.

دغه ریاست دوې نوری طرحی هم جوړی کړی، چی په کندهار کی د سړکونو د نه خرابوالی سره هم مرسته کوی.

په کندهار کی یوه لویه نیوکه داده، چی د ټرانسپورټ د عوایدو د راټولولو په برخه کی شفافیت نسته او په ښار کی د چلېدونکو ټرانسپورټی موټرونو کنټرول هم په سمه توګه نه ترسره کیږی.

خو د کندهار د ټرانسپورټ ریاست مسولین وایی، ددې ګمان د لیری کېدو لپاره یې خپل وزارت ته دوې نوی طرحی وړاندی کړی.

د ټرانسپورټ رئیس نجیب الله احمدی له زما راډیو سره په خانګړی مرکه کی ویلی، چی په جوړو سویو طرحو کی تر ټولو ګټوره یې د ښار په څلورو دروازو کی د اتو ترمینلونو جوړول دی.

هغه زیاتوی، چی ددې ترمینلو په جوړولو سره نه یوازی د عوایدو راټولولو او ټرانسپورټی موټرونو په کنټرول کی شفافیت رامنځته کیږی، بلکی مسافرینو ته به ښار ته داخلېدو سره سم د ناستی د ځای، ډوډۍ خوړولو او ان د شپې تېرولو امکانات برابر سی.

د کندهار د ټرانسپورټ رئیس همداشان ویلی، دوې نوری طرحې د الکترونیکو دروازو نصب دی، چی د اضافه باره موټر د کنټرول ترڅنګ به د مسافرینو د ثبت په برخه کی ګټور تمام سوی.

تر اوسه ددې طرحو د تطبیق د نېټې او لګښتونو په اړه معلومات نه سته، خو د ټرانسپورټ رئیس وایی، چی اړوند وزارت ورسره د کار د ژر پیل ژمنه کړې ده.

د کندهار د ټرانسپورټ ریاست مسولین وایی، ټرانسپورټی خدمتونو ته د لاسرسی لپاره یې د هغه تړون د تمدید هڅی هم پیل کړی، چی له مخی یې د افغانستان موټرونه کولای سی پاکستان ته واوړی.