دملګرو ملتونو سازمان د معاونت دفتر په کابل کی دیوی اعلامیی په ترځ کی د افغانستان حکومت څخه غواړی ترڅود خبریالانو او بشری حقونو فعالینو امنیت ساتني ته جدی پاملرنه وکړي.
په اعلامیه کی چی د روان کال د مرغومی پر 27 ددی بنسټ له لوری خپور شوی دي راغلې دي چی دملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کی دبشری حقونود فعالینواو رسنیزوکارکوونکو د ځانی امنیت غوښتونکی شوی دي .
دملګرو ملتونو سازمان په اعلامیه په واضح او څرګنده ډول راغلی دی: د ژورنالیستانو او د بشري حقونو د مدافعینو د وژلو رجحان د 2018 میلادی کال د جنوري د لومړی څخه د ۲۰۲۱ کال دجنوري تر 31 پورې د بشري حقونو مدافعین او د رسنیو کارکوونکو 65 وژنې ښیې، چې له دې جملې څخه یوازې 11 تنو وژنه په تیرو څلورو میاشتو کې صورت موندلی دی چی ۵ تنه یی د بشري حقونو فعالین او ۶ تنه نور رسنیز کارکونکی شامل دی .
دا اعلامیه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي میرمن یبرا لاینزپه حواله لیکی :” د افغانستان خلک یوه پرمختللي مدني ټولني، چیری چی هلته خلک پرته له کوم ویری او ډار څخه خپل نظریات څرګڼد کړي اړتیا لري. ”
ملګرو ملتونوسازمان پدی اعلامیه کی د شخړی دواړو غاړو ته وړاندیز کړی او دهغوی څخه یی غوښتی دی ترڅو دداسی وژنو او ویری اچوونکو او د داسی قضایاو عاملانو ته دجزا نه ورکولو څخه د مخنیوی په موخه خپل مهم رول ادا کړی.
نی ددی اعلامیی له خپریدو نه دڅو ورڅو په تیریدو سره دا موضوع څارلی، او وایی چی دافغانستان حکومت له لوری د کوم غبرګون شاهدان نه وه .
نی د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره د حکومت او دواړو اړخو څخه غوښتنه کوی چی دملګرو ملتونو سازمان غوښتنۍ چی د انسانی اوقانونی دندو څخه شمیرل کیږی تر سره کړی، ترڅو په افغانستان کی دبشری حقونو دفعالینو په وضعیت کی دښوالی شاهدان اوسوو.