دانعکاس تلویزون دخپرونوچلونکی ملاله میوند اودهغه دموټر چلونکی طاهر خان، کله چی ددندی په لور روان وه دجلال اباد ښار دعربانو په ګولایی کی ، دناپیژانده وسله والو کسانو له لوری تر برید لاندی راغلل او ووژل شول .
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان د نی دفتر ته وویل: “د تحقیقاتو ټیم پر دې قضیه کار کوي او جزییات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.”
دژورنالیست ټولنې امنیتې اندیښنې هره ورځ ډیریږي. تیره میاشت ، په کابل کې یما سیاوش او د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې الیاس دای په خپل موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین په واسطه شهید شوي او تر دې دمه عاملین د دولت لخوا ندی پیژندل شوي. اودعدالت منګلو ته نه دی سپارل شوی
د ملالې په مرګ سره ، موږ فکر کوو چې خبریالان او په ځانګړي توګه ښځینه ژورنالیستان به مخکې لدې چې کار ته لاړشي نوربه زړه ونه کړي ، دا هغه څه دي چې د افغانستان د خلکو د پوهی دښمنان له ډیرې مودې راهیسې هڅه کوي.
د ملالې په مړینی سره، د ښځینه ژورنالیستانو لپاره د کار کولو زمینه محدود شوی ، او خبریالان به نور د ژورنالیستانو په توګه د کار کولو جرئت ونه کړي ، دا هغه څه دي چې د خلکو شعوری دښمنانو له ډیرې مودې راهیسې دهغه په لټه کې دی.
موږ غواړو عاملین یی وپیژنو او عدالت ته یې وسپارو. د بې دفاع ژورنالستانو له منځه وړل د بشریت پروړاندې یو جرم دی او ښیې چې ترهګر به پر هیچا رحم نه کوي او دولت د هغوی په پیژندلو کې پاتې راغلی.
د دې دوه کسانو په وژلو سره ، د خبریالانو او رسنیزو کارمندانو د مړینې شمیره چې په 2020 کې د رسنیز کار په جریان کې مړه شوي 10 تنو ته به رسیدلی دی .