د خدمتګار ورځپاڼه له څلور کاله چاپه ورورسته د لیندی دمیاشتی پر ۹ نیټه خپله وروستی ګنه له چاپه را ویستل.ددی ورخپانی مسوولینو ددی خپرونی د ددریدو اونه خپریدو سبب، مالی ستونزی او دبودیجه نه شتون په ګوته کوی.
(نی) د خپلواکو رسنیو ملاتړ کوونکی اداره په افغانستان کی ، دیوی خپرونی تړل دیوی ټولنی د یوی برخی د چوپتیا سره انډول وی او د افغانستان د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غواړی چی د رسنیو په تیره بیا د چاپی رسنیودستونزوپه له منځه وړلو کی مناسبی لاری چاری ولټوی.
دنی ددفتر د معلوماتو پر اساس دافغانستان چاپی رسنی د سختو مالی ستونزو سره مخ دی چی ددی ډول خپرونو راتلونکی دسختو ننګونو سره مخ دی.
د دافغانستان دټولنیزو رسنیو د اساسی قانون پراساس، دولت مکلف دی ترڅو د خپلواکو رسنیو څخه ملاتړ وکړی او هغوی سره د چاپ، خپریدو او توزیع یا ویش په برخه کی مرسته وکړی.
ډیری دولتونه د رسنیو او مطبوعاتو د بنسټیز کولو په موخه خپل رسنی د سبسایدی په منلو سره ورځپانی او خپرونو ته دچاپ زمینه برابروی.
دافغانستان دولت هم د بیان د آزادی او ددموکراسی د بنسټیز کولو په موخه په هیواد کی مکلف دی تر څو هغه رسنی چی په هیواد کی مرستی او لاس نیوی ته اړتیا لری دهغوی ملاتړ وکړی او اجازه ورنکړی رسنۍچی دیوی ټولنی د سترګو او غوږ حیثیت لری، له منځه لاړشی.
د خدمتګار ورځپاڼه چی په پښتو ژبه د کابل ښار او دهغه په نژدی ولایتونو کی خپریده او د هغه ورځپاڼو څخه وه چی ډیر زیات لوستونکی یی درلودل. پدی ورځیاڼی ډیر تاوده سیاسی او دزده کړی وړ مطالب یی جوړول.