نی په خواشینۍ سره ، دافغانستان ملی تلویزون خبریال، نوید عظیمی چی په کوید ۱۹ ناروغی باندی اخته شوی و دهغه دمړینی خبر تر لاسه کړدهغه همکارانو پر وینا ښاغلی عظیمی یوه اونی مخکی پدی ناروغی اخته شوی و.

 

درسنیزو کارکونکو مړینه دا ښیی چې رسنیز کارکوونکی څومره دکوید۱۹ ناروغی له کبله زیانمن شوی دي او ددی ناروغی په لومړی کرښه کی قرار لری .

 

نی د افغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره ددی ترڅنګه چی دکرونا ناروغی د مړو کورنی ته  تسلیت وایی او دهغوی سره خپله غمرازی ښیی دلوی خدای د دربار څخه غواړی تر څودافغانستان دخلکو او رسنیزی ټولنی غړو دمړو ارواح ښاده وی او جنت فردوس دی ځای شی.

 

نی همدارنګه درسنیو دمدیرانو څخه غواړی ترڅو دخپلو همکارانو روغتیا  او سلامتی دخپل کار په لومړیتوبونو کی ودروی . دنی په آند، درسنیو دمدیرانواو خاوندانومسوولیت دادی چی د خبریالان ځان په ساتنه کی دکرونا ویروس پر وړاندی جدی ونیسی .

موږ بیاهم په تکرار سره د افغانستان دولت څخه غوښتنه کو ترڅو هغه رسنیزی کارکوکی چی د کرونا ناروغی له کبله خپل ځانونه له لاسه ورکوی یوه بودیجه‌ځانګړی کړی، ترڅو هغوی کورنیو ته مرسته اویاری وشی .

نی همدارنګه دافغانستان جکومت څخه غوښتنه کوی ترڅو په موجوده شرایطو کی خبریالان معلوماتو ته په آنلاین ډول لاسرسی پیدا کړی او خبریالان په آسانی اطلاعاتو ته ورسیږی.

مخکی له عظیمی، سلیمان یوسفی د آریانا او آریانا نیوز تلویزیون کارکونکی ، د پژواک خبری آژانس د اداری برخی مسوول شاه‌محمد هارون، دباختر آژانس خبریاله  پروین رفیقی، په کروناوایرس د اخته کیدو له کبله ځپل ژوند دلاسه ورکړی دي.