دافغانستان ریاست جمهوری د فیسبوک په پاڼه کی یو مطلب نشر کړی چی دافغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ کونکی اداره یعنی “نی” د لید له نظره دقانون خلاف دی.
د ریاست جمهوری د ارګ اعلامیه په ټولینیزو رسنیو کی دمطالبو دخپرولو او نشرکولو او دهغه دکاروړنکو په اړوند پرته لدی چی څوک پوه شی چی ددوی موخه دکومو کسانو او کوم جعلی مطالبو څخه دی یوازی دخط په رسمولو او نوی پولی په جوړولو دقانون خلاف پای ته رسیدلی دی چی حکومت به دټولنیزو شبکو دکاروړنکو ته نوی اخلاقی کودونه جوړوی .

هغسی چی ټوله پوهیږی ؛ ددولت دنده نه داخلاق او اخلاقی کودونو جوړول ، بلکه د بیان دازادی څخه ملاتړ او دافغانستان داساسی قانون د۳۴ مادی اصل دی .داخلاقو رعایت او اخلاقی ارشاداتو او لازم کودونه پدی اړه لومړی دالهی ادیانو کار او دهغه نه برسیره د هر انسان ایمانی او وجدانی مسوولیت دی او دهر ټولینز کاروړنکی ټولنیز مسولیت دی او دولت حق نه لری چی اجتماعی شبکو کاروړونکو ته اخلاقی کودونه جوړ کړی .

موږ پدی اړوند دا طمع لرو چی دولت د حاشیوی موضوعاتو پر ځای زیاتره خپل تاریخی مسوولیتونو ته پاملرنه وکړی چی د رسنی او دبیان آزادی د تیرو څوارلسو کلونو یو غټ لاس ته راوړنه ده ، ساتنه یی وشی او لا نور هم وغوړیږی .