د۱ تلویزون مسوول مدیرعبدالله خنجاني دغویی پر دوهمه ددوشنبه په سهارپر ١٠:٣٠ دقیقی یوی رسمی غونډی ته چی  دحکومت  درسنیو  په مرکز کی،  دتګ پرمهال  دجمهوررییس دساتونکو له لوری د وهلو ټکولو او سپکاوی لاندی راغلی . ښاغلی  خنجانی وایی دجمهوررییس ساتونکو  دده د تیلفون شخصی معولومات  په زوره دقانون خلاف تفتش او پلټلی دی. وروسته لدی پیښی، دجمهور رییس دساتنی عمومی رییس جنرال رياض آرين، دجمهوری ریاست  ویاند، هارون چخانسوری او دویاند مرستیال، شاه‌حسين  مرتضوي د۱ تلویزون ته تللی او د ښاغلی خنجانی څخه بخښنه غوښتی ده .

د نی په آند ، بخښنه غوښتل د حل لاره نه ده . دنی دفتر افغانستان  آزادو رسنیو ملاتړ اداری  اجرایی رییس عبدالمجیب خلوتگر وایی : «حکومت په بخښنی غوښتلو سره پر اصلی موضوع دی خاوری نه اچوی ، بلکه باید د حکومتی مسوولانو له لوری پرخبریالانو باندی  تاوتریخوالی  ته یو مناسب او بنیادی دحل لاره  پیدا کړی.»

دنی دفتر د افغانستان  آزادو رسنیو ملاتړ اداره  ، ددی ترڅنګ چی نوموړی موضوع ته دکلکی او جدی څارنی غوښتونکی دی دملی یووالی حکومت څخه غواړی چی خظا کونکی شخص دقانون منګلو ته وسپاری  .

نی تأکید کوی چی  په بخښنۍ سره نه کیږی چی داسی موضوع ګانو ته پای ټکی کښیښودل شی   .