پدی وروستیو کی دجمهوری ریاست د ویاند مرستیال  شاه حسین مرتضوی، یو پیغام  په ټولنیزو رسنیو کی لاس په لاس ګرځی چی په هغه کی دآریانا نیوز دسیاسی خپرونو چلونکی او خبریال نصیر فیاض پر ضد تورلګول شوی او دښاغلی فیاض شخصیت ته یی سپکاوی کړی دی .

ښاغلی فیاض درسنیو دملاتړ بنسټونو څخه غوښتی دی چی نوموړی موضوع ته رسیدنه وشی  داساسی قانون د۴۳ مادی پر اساس ، دبیان آزادی دتعرص څخه مصئون ده ، خو دچا شخصی آزادی باندی ، درواغ او تور لګول پرته له سنده په قانون کی جرم ګڼل کیږی . نی دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره  په باور ، دجمهوررییس دویاند مرستیال ، ددی تر څنګ  چی سپکاوی یی کړی دی ، تور هم وارد کړی دی چی باید دهغه په باره کی ځواب ووایی .

دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداری اجرایی رییس عبدالمجیب خلوتگر،  وایی : «دحکومت دویاند دلوری پر یوی رسنۍ یا یوخبریال باندی تورلګول او هغوی ته دلاری تګ ټاکل   دقانون پرخلاف او د بیان پر ازادی محدودیت  بلل کیږی او دا کیدای شی د بیان ازادی ته زیان ورسوی ، سالمه نیوکه  کیدای چی د اصلاحاتو سبب شی  خو پدی شرط  چی دخبریالانو اخلاقی موازین رعایت کړی او د بی عزتی سبب نه شی  ».

نی دافغانستان د رسنیو ملاتړ اداره ، ددی تر څنک چی دافغانستان دجمهوری ریاست د دفتر څخه غواړی هغه تور او سپکاوی چی ددی اداری مرستیال  وارد کړی دی دخبریالی ټولنی ته ځواب ووایی . د لوی څارنوالی څخه غواړی ترڅو داموضوع په جدی ډول سره  وڅاری او رسنیزی ټولنی ته  ډاډ ورکړی او هر متخلف چی غواړی رسنیو  او دخبریالانوته خط مشی دټاکلو او دهغوی  داوچت غږ د غلی کولو په لټه کی دی په کلکه دریږی او نه پریږډی چی دبیان آزادی ته زیان ورسوی .