دتخار یو شمیر خبریالان ادعا کوی چی دتخار ولایت او امنیه قوماندانی مقام دمعلوماتو پرخپریدو باندی محدودیت وضع کړی اودخبریالانو سره معلومات نه شریک کوی. دشاکی خبریالانو په آند، ددی دوو بنسټونو ویاندان، نه غواړی چی دقیق او پرخپل وخت معلومات دخبریالانو سره شریک کړی او په ځینی مواردو کی درواغ او کاذب معلومات خبریالانو ته وړاندی کوی.

 
دا خبریالان وایی، د امنیتی اوضاع په هکله دمعلوماتو نه شریک کول ددی دوو بنسټونو ویاندانو له لوری ددی سبب شوی دی چی دتخار خلک دامنیتی مهم معلوماتو څخه بی برخه شی.
 
دنشانه دخبری آژانس خبریال عرفان برزگر د نی درسنیو څار دفتر ته وویل:” دا ویاندان ددقیقو معلوماتو دنشر خنډ ګرزیدلی په ځینو مواردو کی کله چی خبریالان دقیقو معلوماتو ته لاسرسی پیدا کوی ددی د پرمختګونوخنډ ګرزی. “
په شمال زون کی د اریانا تلویزون خبریال نصرت ابراهیمی وایی:”که چیری وضعیت همداسی مخ ته ولاړ شی ، خبریالان به دډیرو ستونزو سره مخ شی “. هغه همدارنګه ادعا کوی چی دځانګړو ځواکوو قطعات دهغوی انځورونو دکمری څخه پاک کړی او نوموړی یی دتوپګ په میل وهلی دي .
 
دبی بی سی خبریال په شمال زون کی زلمی آشنا پدی ّاند او باور دي چی امنیتی وضع د هیواد په شمال کی داندیښنی وړ ده؛ خو امنیتی مسوولین حاضر ندی چی خبریالانو ته معلومات ارایۀ کړی.
 
په هیواد کی بد امنیتی اوضاع ته په کتو سره، خلک اړتیا لری چی پوه شی چی ددوی په شاوخوا کی څه تیریږی ؟ داداراتو ویاندان مکلف دی چی ښاریانو او په تیره بیا خبریالانو ته معلومات ورکړی دمعلوماتو نه ورکول او دکاذبو معلومات ارایه کول عامه ذهنونو خرابوی او اود رسنیو او خبریالانو ارزښت د خلکو ترمنځ کموی او دهغوی باورپررسنیو له منځه ځی.
 
دیادونی وړده چی تیره شپه دطالبانو دتهاجمی بریدونو له کبله په تخار کی ویل کیږی چی 80 تنو امنیتی ځواکونو خپل ځانونه دلاسه ورکړی دی چی تر اوسه پوری امنیتی ارګانونو کره او موثق معلومات پدی اړه ندی ارایه کړی. ..