په تیرو دری اونیو کی ، اوه وسله وال ناوړه بریدونه په کابل کی د رسنیوپر فعالینو باندی ، دافغانستان رسنیزه ټولنه ډیره سخته اندیښمن کړی ده .

لومړی برید یو ایشودل شوی مین و چی د صدیق الله توحیدی ، د رسنیو دڅار ددفتر درییس په موټر کی ځای پر ځای شوی و چی په خوښی سره خپله په موټر کی حضور نه درلوده ، او یوازی موټر یی اور واخیست ، څو ورځی وروسته له هغه دسالم وحدت د بخدی دآژانس د امتیازپر خاوند وسله وال برید وشو چی روغ رمټ ددی برید څخه ووت .خو یوتن چی لده سره و هغه ټپی شو ، بل برید پر احمد سعیدی چی درسنیو د فعالینو او دحکومت د منتقیدینو څخه دی صورت وموند چی ډیر په سختی سره ټپی شو او اوس بهر ته د علاج په موخه تللی دی وروسته له هغه یو بل زړه بنونکی پیښه هغه د آسیا دتلویزون د رییس وژل په کابل ښار کی وه چی ددی پیښی په تړاو دوه تنه نیول شوی دوی شپه مخکی هم دولسی جرګی دغړی هیلی ارشاد پر ځان برید وشو چی په خوښی سره هغه برید هم دفع شو .

تیره شپه هم ددوه رسنیزو فعالینو چی ددولت منتقیدین دی هم برید وشو.چی په خوشی سره یو ته هم زیان ونه رسید

لمړی برید د جاوید کوهستانی پر ځان ، چی دنظامی او سیاسی چارو کار پوه دی ، ناشناخته وسله والو کسانو تیره شپه د کوهستانی پر کور برید وکړ چی د هغه کورنی ته هیڅ زیان ونه رسید او دوهم برید دطوفان وزیری پر ځان و چی په خوښی سره هغه هم دفع شو او هغه او کورنی ته یی کوم زیان نه دی رسیدلی .

دبل پلوه یو شمیر خبریالانو چی د اروپا په سفر کی د جمهور رییس سره تللی و او ریاست جمهوری د تشریفاتو دریاست څخه نا راضی وه د طلوع نیوز د خبریالی شکیلا ابراهیم خیل پر وینا د تشریفاتو د مرستیال چلند د خبریالانو سره دسپکاوی ډک چلند و ، د نی دفتر د ملی یووالی د حکومت څخه غواړی چی د رسنیو د فعالینو پر ځان د ناوړه بریدونو مخه ونیسی .د نی دفتر د ملی امنیت دریاست او د کورنیو چارو وزارت دمسوولینو څخه دا غوښتنه لری وروسته لدی ټولو ویره اچوونکو اعمالو او کومه فضای او کومی پیښی چی تر سره شوی دی د هر ممکنه لاری چی کیږی باید د رسنیود فعالینواو د خبریالانو ځان ساتنه وکړی .پرته له هغه له وجدانی او هم ایمانی او هم له قانونی لحاظ یو خلاف کار دی .

دبلی خوا ټول هغه کسان چی دناوړه برید لاندی نیول کیږی ټول ددولت منتقیدین او د افغانستان دپالیسی منتقیدین دپاکستان په اړه دی ، دافغانستان حکومت مکلف دی چی ثابت کړی چی ددی ډول ناوړه بریدونو د هغه فعالینو پر ځان دحکومت باندی دانتقاد له کبله نه دی او هم دولت مجبور او مکلف دی ترڅو دانتقاد دپرمختګ به خاطر ددی منتقیدینو ځانی امنیت دخپل کار په لومړیتوبونو کی قرار ورکړی . همدارراز ددی ننګینو دسیسو پر وړاندی چی ددباندی څخه پر افغانانو باندی صورت موندی باید په ځانګړی توګه ترینه ساتنه وشی .